اور لګوم

بصیر بېدار ستوری

3,549
په هـــــــغه ټولو تصویرونو بانــــــدې اور لګوم
ســــــــتا د مودو مودو یادونو باندې اور لګوم
نه مې ته خپل کړي ، نه خپلیږې خود غرضه اشنا
ستا د رشـــــــتو ټولو تارونو بانـــــدې اور لګوم
علم په هر مسلمان فرض ، خو په موږ بنـــدیز دی
قـــــــــلم ماتـــــــومه کتابونو بانــــــدې اور لګوم
موږ د زړې پـــــــــــــیړۍ زاړه دور ته بیا روان یو
د پر مخــــــــــتګ ټولو نومونو بانـــدې اور لګوم
د ژوند کتاب کې صرف نامه د محـــــــبت لـــټوم
میــــــنه خپلوم په نفـــــــــــرتونو باندې اور لګوم
چې مونږه سترګي غړولي دي نو ویر ماتم دی
د ژوند دشمن دی په جنګونو بانــدې اور لګوم
ارمان ارمان کې عــــمر تېر شو پوره نه شو ارمان
نور مې د ژوند په ارمـــــانونو باندې اور لګوم
اوس که مې لاس تړې وهې مې خیر بې وســه یمه
چې وخت یې راشي ستا ظلمونو باندې اور لګوم
موږ چې لیدلي وو بېداره شو عـــبس خوبـــــونه
نور مې د خـــــوب په تعبیرونو باندې اور لګوم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.