غزل

بصیر بېدار ستوری

212
چې د بـــل عـــزت کوې عــــزت یې کیږي
د مشــــــرانو پــــه عــــــزت سړی درنیږي
په کشـــــرانو شفقت ډېر زیات پـــــکاردی
له ځــــوانانو ســـره هـــم سړی ځـــــوانیږي
میـــــنه تــل کوه نفـــــــرت زړه نه اوباســه
د نفــــــــــرت ســــره دې ژوند په عذابیږي
ڪیــــنه مه ســـاته پــــه زړه کې تېروه یې
مخلص اوسه چې اخلاص د خدای خوښیږی
زده کړه حـق د هر انسان دی خدای ورکـړی
دغــــه حــــق دلته په زور اخیــستل کــیږي
دا لا کــــوم ډول حکومـت او شــــریعت دی
چې په جــــــونو د ښـــوونځي لارې بندیږي
چې دې وس کـــیده له خلکو ســـــره ښه کا
همـــدا ښــه بــه دې هر وخت کې پــکاریږي
ســـوچ پرې وکـــــه د بېدار خــــبره واوره
خوند ترې واخله ژوندډېر لنډ دې ژر تیریږي

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.