غزل

بصیر بېدار ستوری

615
چې نـه مال پکې محفوظ دی نه دې ځان
دلتــــه ژوند کـیږي د خپل سر په تاوان
شونډې وګنــډه په خوله دې پټۍ کیــده
د ړنـــــدو ڪڼو په شان کـــوه ګـــوذران
چې پـــــه کـــومو لارو کندې ته پریوځو
په هــــــــماغه لارو تــــــل ېو وروروان
څلور نســــله یې جګړو کې رالوی شوي
جنګ نه خلاص نه شـــو هیواد افغانستان
د نړۍ هـــــیڅ ، یو طاقت اسره ونه کـړه
هر چا خپــــله خوا ســـــړه کړه په افغان
د پردۍ جـــــګړه زمونږ په خـاوره کیږي
خـپل بچي شو د دې خـــاورې دشمنان
نړېـــوالو دلتــــــه هــــره لــوبه وکــړه
په چالونو مــاړه نه شــــــول شیــــطانان
د مذهب په نامه څــــو ځـــله وران شوی
مســلمان قــــــــتلوي هر وخت مســلمان
خدایـــه دا مـلت مجبور له هـرې خوا دی
لوی واړه تــرې نــه پـــه تېښته دي روان
بس ریشتیا ریشتیا ډېر مـه وایــه بېداره
په ریښـــتیا به شــي له ژبـــې اوېــــزان
بصیر بېدار ستوری

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.