د طالبانو په حکومت کې د ژورناليستانو ستونزې ډېرې شوي دي

611

غزني ولایت کې د خبریالانو یو شمیر بنسټونو، د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د تاوترېخوالې زیاتېدو څخه اندېښنه څرګنده کړې. دوی شکايت کوي چې د طالبانو د حکومت تر چتر لاندې د ژورناليستانو ستونزې ډېرې شوي دي. 

Mexiko Journalistenmorde Symbolbild 

د رسنیوړ ملاتړو نهادونو کې یوې سرچېنې چې نه غواړي نوم یې واخيستل شي دویچه ويله ته وویل، غزني ولایت کې تیرو دريو میاشتو کې د خبریالانو پروړاندې څلور د تاوترېخوالې قضیې ثبت شوي چې بنديګرت، د خبریالانو د کورنو تلاشۍ، له دندې لرې کول او اخطار ورکول پکې شامل دي.

سرچینې زیاته کړه چې یو سېمه ایز خبریال د راپور جوړولو پر مهال د طالبانو له خوا ۲۴ ساعته برمته شوی وو.

 د طالبانو له خوا د رسنیو نشراتي سانسور

غزني ولایت د خصوصي رسنیو د یو تن مسؤل چې د امنیتي ګواښونو له کبله خپل اصلي نوم نه اخلي، وايي چې د رسنیو ټولې ښځینه کارکوونکې د طالبانو د حاکمیت پر وخت منع شوي او اوس ښځینه خبریالان کورو کې د وزګارتیا شپې او ورځې تیروي.

هغه چې د عبدالشکور په مستعار نوم یې خبرې کولې وويل چې  ځو ځلی یې له طالبانو غوښتي چې خپل درېځ د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې اعلان کړي خو طالبان د رسنیو مسؤلینو ته ویلي دي چې دوی تر اوسه له مرکز څخه په دې تړاو هدایت نه دی ترلاسه کړی.

عبدالشکور اندېښنه څرګندوي چې د طالبانو په راتګ سره د رسنیو ټولې عایداتي سرچینې وچې شوي ځکه د سوداګرو او شرګتونو اقتصادي ستونزې زیاتې شوي او رسنیو ته سوداګریزې خبرتیاوي نه شي سپارلي ترڅو ورته ښه بازار موندنه وشی.

عبدالشکور وویل: «متاسفانه د طالبانو په راتګ سره ټول سوداګریز اعلانونه او پروژې په بشپړ ډول زموږ له لاسه وتلي او اوس د راډیو د سقوط او د نشراتو بندېدو ته رسېدلي یو.»

په ورته وخت کې غزني ولایت یوه خبریاله خدیجه اشرفي وایي، د طالبانو له خوا له دندې ګوښه شوې او کارې دفتر ته هم پرې ښودل شوې نه ده. هغې وويل:

«څلورمه میاشت ده چې ماته د دندې اجازه هم نده راکړل شوې او حتي دومره وخت نه ده راکړی شوې چې خپله حاضري امضا کړم او معاش مې هم نه دی اخیستی. کله چې یوې کارمندې ته اجازه ورنه کړل شي چې هغه دفتر ته ولاړه شي نو د امتیاز خبره هم نه وي او زه دومره خبره شومه چې پرته له کوم لامله زما منفکي مرکز ته تللې ده.»

د هغې په خبره، زیاتره ښځینه خبریالان له خپلو اصلي مینو بیځایه شوي او د خبریالانو د تیاره راتلوونکي لپاره انديښنه لري.

Journalisten in Afghanistan

غزني ولایت کې یو بل خبریال یحی صافی هم د طالبانو له خوا د رسنیو سانسور او محدودولو په اړه انديښنه لري.

هغه وایي، خبریالان اوس نه شي کولای په ازاده توګه هغه سوژې چې د خلکو ګټې په کې خوندې وي، راپور پرې جوړ کړي.

صافي نږدې لس کاله کیږي د ازاد خبریال په توګه غزني ولایت رسنیز فعالیت کوي، ټنګار لري چې مجبورې له لاسه داسې موضوعات تر پوښښ لاندې نیسي چې هم خپله دنده وساتي او هم د طالبانو ګټې خلاف راپور جوړ نه کړي. هغه وويل:«موږ نه شو کولای هغه پېښې چې د بشري حقونو ضد دي  په سمه توګه پوښښ ورکړو. یوازې هغه موضوعات چې د حاکم دولت پورې اړه لري ورته د پوښښ اجازه لرو او پرته له هغه نشو کولای او په دیرو ستونزو او پټه توګه ځیني موضوعاتو باندې کار کوو.»

هغه چې اوس سختې ورځې تیروي وایي، د طالبانو په راتګ سره د رسنیو ۸۰ سلنه نشرات د طالبانو د افکارو او غوښتنو پر بنسټ مخته وړل کیږي، هغه نشرات چې د هغه په وینا د بیان ازادۍ هیڅ ډول تمثیل نشي کولای.

طالبان: له رسنیو سره همکار یو

طالبان بیا ادعا کوي چې له رسنیو سره همکار دي او غزني ولایت کې د رسنیو د نشراتو او فعالیتونو په اړه هیڅ ډول محدودیتونه نه دي وضع شوي.

د غزني لپاره د طالبانو ویاند حافظ عمر له دویچه ویله سره په  خبرو کې وویل، زموږ مشران تل هڅه کوي له رسنیو سره دوستانه اړېکې او برخورد ولري.

هغه وویل: «که ریاستونه دي که د ولایت مقام دی، رسني یوازې په غزني ولایت کې چې کوم ځای ته وغواړي د خپلو راپورونه لپاره ډاډه زړه تلای شي. د ولایت مقام له خوا ورته همداسې هدایت شوی چې له رسنیو سره پوره هماهنګي ولري او د راپورونو لپاره یې ورسره همکاري وکړي.»

هغه زیاته کړه، رسنۍ کولای شي په ازاده توګه خپل نشرات او خبرونه ولري او تر اوسه پورې د طالبانو له خوا ورته هيڅ ډول ګواښ نه دی شوی.

دا په داسې مهال دی، چې وروستیو ورځو کې د افغانستان خبریالانو ټولنه د یوه راپور په نشرولو سره ویلي چې وروسته د نظام له سقوط څخه د افغانستان په کچه له ۷۰ سلنه ډیر خبریالان خپلې دندې له لاسه ورکړي. ددغه راپور پر بنسټ ۵۰ سلنه چاپي، غږیږ او لیدونکي رسنۍ خپل فعالیتونه درولي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.