د مورنی ژبی په اړوند: په ډنمارک کی

زمـــری مـــحقــق

1,300

د مورنی ژبی په اړوند :

په ډنمارک کی د اروپایې نهادونو کنفرانس

(1.12.2012–25.11.2021)

 

دغه کنفرانس چی د یوې اونۍ لپاره په ډنمارک کی د افغانانود فرهنګی ټولنۍ په کوربه توب  او د اروپایې ټولنۍ  په مادی ملاتړجوړ سوی وو ،  د یوی اونی  مسلسلو غونډو د جوړیدو وروسته د اجنډا سره سم پای ته ورسیدی .

باید وویل سی چی دا غونډه په حقیقت کی زموږ د څو انلاین مجلسونو او د بن په ښار کی د فزیکی غونډی په دوام جوړه سوی ده.

د غونډو لنډ راپور

 لومړی ناسته : ۲۶.۱۱.۲۱

د ټاکل سوی اجنډا مطابق په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګ د ټولنۍ د مشر تابه هیآت په استازیتوب ښاغلی زمری محقق د دغی فرهنګی ټولنی د جوړښت ، کار او فعالیت په هکله ګډون والو ته معلومات ورکړل .

همدا رنګه د غونډی ګډونوالو هر یوه ، د جرمنی د بن په ښار کی د افغانیک د نهاد په استازیتوب ښاغلی  ډاکتریحیا وردګ ،. د المان د همبورګ دښار څخه اغلی کرنیلینا لیم Ms. Cornelia H. Lehmann  د خپل نهاد

(Wirtschafts A cadimie    (  او ښاغلی عبدالعلی رسول زاده د سویدن د ملمو د ښار څخه د خپلی اتحادیی په استازیتوب ، ښاغلی ډاکتر فضل رحمان د اطریش د (ویانا) څخه د افغان ولس د کلتوری ټولنی په استازیتوب ، د خپلو فرهنګی ټولو نو د معرفی تر څنګ د مورنی ژبو د زده کړی د اهمیت په هکله څرګندونی وکړی .

په پای کی پریکړه سوه چی د دغو غونډو عمومی راپور به د اروپایې ټولنی به مر بوط سایت کی انعکاس مومی .

دوهمه عمومی غونډه (۲۷.۱۱.۲۱)

دا غونده چی د ټاکلی اجنډا سره سم د سهار پر یولس نیمی بجی د زمری محقق په پرانستونکی وینا سره  پیل سول د ما ښام تر نهو بجو یی دوام وکړ.

په غونډه کی د اروپایی ټولنو د راغلیو میلمنو تر څنګ په ډنمار ک کی مشته قلموال ، فرهنګپال او د میډیا استازی د هغی جملی څخه په ډنمارک کی د افغان ږغ راډیو چلوونکی محترم یوسف هیواد دوست ، د بهار د تلویزیو څخه عبدل حنان نوس ، د ډنمارک د افغانانو د شورا څخه( ښاغلی سکندری ، ښاغلی هادی ابوی ، ښاغلی صدقی) همدا رنګه عبدالمالک پرهیز ښاغلی صفر خوارکښ. ، ښاغلی عمرجان ،د موسقی استاد ښاغلی رحمانی ، ښاغلی اصف بهاند او اتیا کلن نارویجن  ښاغلی  فینتس ( چی د نړی په ۲۶ ژبو باندی د هغی جملی څخه پښتو او فارسی باندی خبری کولای سی ) ,هم په دغه غونډه کی برخه اخیستی وه .

د یادونی وړ ده چی د ویانا څخه د محترم ډاکتر فضل رحمان میرمنې او لوریې هم په دغو غونډوکی فعال ګډون کړی وو .

غونډه د ډاکتر شګوال په انانسری سره پر مخ ولاړه ، یو په بل پسی د راغلیو هیوادونو د کلتورری اتحادیو استازو د خپلو ټولونو د کار او فعالیت په هکله مفصلی څرګندونی وکړی . چی تصویرونه یې هم د پروجکټور په مرسته د غټی پر دی پر مخ ښکاریدل .

 په دغه لړکی لومړی ښاغلی زمری محقق خپله مقاله د مورنی ژبی د اهمیت په هکله ، ګډون والو ته واورول او هغه کتاب ( د پښتنودشجرې تاریخی ریښې د بین اسرائلیت په اړوند)  چی په دی وسرستیو وختونو کی یې لیکلی وو هم ګدونوالو ته د سوغات په تووګه وویشئ.

ورپسی اغلی کارنلیلیا د خپل کار، فعالیت او د دغو پروژو د څرنګوالی په هکله هر اړخیزې څرګندونې وکړی .

( اغلی کارنیلیا دغه خبری په جرمنی ژبه وکړی چی محترم عارف وردګ مستقیم ډول په پښتو ژبه ګډون والو ته ژباړلی .)

ښاغلی ډاکتر یحیا وردګ هم د خپل افغانیک نهاد ، د نوموړو پروژو د څرنګوالی او دمورنی ژبی د ارزښت په اړونده وینا وکړل .

وروسته بیا په ډنمارکی کی د فرهنګی ټولنی په استازیتوب ښاغلی عبدلمالک بی کسیار د خپلی ټولنی د شل کلن فرهنګی فعالیت او هلوځلو لنډه یادونه وکړل .

ښاغلی ډاکتر فضل رحمان هم په خپل وار سره په وینا کی د افغان ولس د کلتوری ټولنی د مشر په توګه د خپل نهاد او مورنی ژبی مربوطو کورسونو په هکله خپل وینا واورول .

ښاغلی رسول زاده چی څه د پاسه شلو کلونو په اوږدو کی یې په سویډن کی د مورنی ژبی د تدریسولو عملی تجربی لرلی ،هم په خپل وار سره د مورنی ژبی د ارزښت او د سویډن هیواد د ملمو په ښار کی د مورنی ژبی د زده کړی د بهیر په هکله د ګډون والو سره خپل شل کلنی تجربی شریکی کړی .

 په پای کی ګډون وال د ماښام ډوډی ته چی د فرهنګی ټولنی په تیر بیا د دې ټولنی د فعال غړی او د کورسونو ښونکی ښاغلی ډاکتر انور نایبی په مرسته جوړه وسوی وه ، را وبلل سول .

دریمه غونډه ۲۸.۱۱.۲۱ :

د راسموس په چوکاټ کی د لویو او وړو پروژو په هکله د اغلی کارلینیا او ښاغلی یحیا وردګ له خوا مفصل معلومات ، وړاندی شول . دغه راز د LTTA  (د تدریسی زده کړو مربوط فعالیتونه ) د پروژی د عملی کولو پر لارو چارو باندی رڼا واچول سول .او په دغو پروژو کی د اتحادیو د شمولیت شرایط په ګوته سول ، د اړوندو نهادونو سره د اروپایی ټولنی د ټاکلی لایحی مطابق شرایط په دقیقه توګه بیان اوتوضیح سول .

په غونډه کی په دې ټنګار وسو چی د پروژی د مقرراتو سره سم په اروپا کی میشته بهر نیان باید داسی وروزل شی چی معلوماتی زده کړۍ یې د زمان د دایجاباتو سره سم را لوړی سی .څو دوی وکړای سی چی د مورنی ژبی د زده کړی په مټ ، بهرنۍ ژبی ، کمپیتری معلوماتونه ، او نور علوم په ښه توګه زده او په ټولنه کی د کار کولو جوګه شی .

بر سیره پر دی د نوموړو فرهنګی اتحادیوو استازو ، په ډنمارک کی د افغانانو د فرهنګی ټولنۍ د مورنی ژبی د زده ګړی د کورسونو څځه لیدنه کتنه وکړل ، او په دغه برخه کی یې حپل نظرونه او تجریبی سره شریکی کړی .

د درسی موادو د لیدلو ورسته دا پریکړه وسوه چی د مورنیو ژبو د زده کړی لپار باید یو معیاری او سنډرډ سیستم جوړ سی چی د ټولو هیوادونو د فرهنګی ټولنو لپاره د عملی تطبیق وړ وی .

څلورمه غونډه ۲۹.۱۱.۲۱ :

دغه غونډه زموږ د استوګنی په ځای کی د اروپا د بیلا بیلو هیوادو نو د اتحادیوو د استازو په ګډون د سهار پر لسو بجو پیل او د ماښام تر شپږو بجو یی دوام وکړ .

د دی غونډی زیاته برخه د ښاغلی استاد عبدل لعلی رسول زاده د مورنی ژبو د لوست لیک په هکله د دده د پنځلسو کالو تجربو او عملی فعالیتونو ته وقف سوی وه .

ښاغلی رسول زاده چی څه د پاسه پنځلس کاله یی د سویډن د مالمو په ښار کی د رسمی ښونځی په چوکاټ کی زده کوونکو ته د مورنی ژبو( پښتو او فارسی) د لوست لیک په برخه کی، نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی دی ، د ګډون والو سره یې خپلی تجربی شریکی کړی او خپل ټول هغه کتابونه چی په دغه اړوند یې لیکلی د ګډون والو مخ ته کښیښودل .

ګډونوال دده درسی سیستم او کتابونه د خپلو هیوادونو د کورسونو او درسی موادو سره پرتله کړل . په نتیجه کی دا پریکړه وسوه چی د سویډن ، ډنمارک ، ویانا او بن د درسی سیستم او د لوست لیک د زده کړی په هکله به د یوه معیاری نصاب د جوړیدو په هکله هلی ځلی پیل کړوی څو چی په را تلونکی وختونو کی د یوه سټنډرډ درسی سیستم په موټ وکړای سو چی د زده کړی د نوی ایجاباتو سره سم ، د زده کوونکو د زده کړی په چارو کی اسانتیا وی او پرمختیاوی راسی. .

باید وویل سی چی په سویدن او اوترش په هیوادونو کی د مورنی ژبی زده کړی دحکومتی مادی مرسته په بنسټ په رسمی ښوونځیو کی د نصاب د یوی برخی په ډول تطبیقیږی . خو له بده مرغه په ډنمارک کی چارواکی د بهرنیانو لپاره د مورنی ژبی د زده کړی په هکله کوم خاص پروګرام او مادی سپورت نه لری .

 په ډنمارک کی د افغانانو فرهنګی ټولنه په خپل شخصی لګښت د تیرو څه د پاسه پنځلسو کلونو راهیسی دغه پروسه پر مخ بیایی .

وروستی غونډه ۳۰.۱۱.۲۱ :

ددغی غونډی زیاته برخه د نړی په ګوټ ګوټ کی د مورنی ژبی د زده کړی او لوست لیک

لرونکو ټولنو ته وقف سوی وه ځکه نو دا هڅه وسوه هغه ټولنی چی د مورنی ژبی د لوست لیک د زده کړی په کار او فعالیت لګیا دی باید به لومړی سر کی د آنلاین په مرسته خپلی تجربی سره شریکی کړی څو بیا وروسته وکولای سو چی د دی پروژی د غړیو په توکه یی په پروګرام می شاملی هم کړو .

په دغه لړ کی مو د هالیند د هیواد د فنندال د ښار څخه د ننګیالی بڅرکی سره چی څه دپاسه ۲۲ کلونو راهیسی د احمد شاه بابا د  فرهنګی ټولنی په چوکاټ کی ماشومانو او ځوانانو ته د مورنی ژبی او دلوست لیک د زده کړی په کار اوفعالیت لګیا دی ، د آنلاین په مټ په تماس کی سولو .

دغه راز مو د ښاغلی احسان ارینزی سره د زوم په مرسته اړیکی ونیولی او د هغه د فرهنګی فعالیتونو او کتابونود چاپ په برخه کی معلوماتو نه تر لاسه او سره تبادله کړل . ښاغلی ارینزی د نورو څرګندونو تر څنګ په دی تینګار وکړ چی د مرحوم ابراهیم اعطایی صاحب

د ( پښتنی قیبلو اصلاحی قاموس ) نومی کتاب چی پنځوس کاله مخکی لیکل سوی دی او څه د پاسه ۴۰۰ قبیلو په باب معلوماتونه په کی خپاره سوی دی ، باید نورو بهرنیو ژبو ته و ژباړل سی څو نړیوالو ته د افغانانو لرغونی تاریخی څیره ښه ترا روښانه سی .

همدا رنګه ښاغلی انجنیر بشیر د ډنمارک څځه او ښاغلی طاهر غزیزی د ملمو څځه د انلاین په موټ زموږ سره خپل فرهنګی هلی ځلی او معلوماتونه شریک کړل .

په پای کی پریکړه وسوه چی راتلونکی پروجکټ میټیګ  به د سویډن د مالمو په ښار کی (د ۲۰۲۲ کال د جنوری د میاشت د ۲۳ نیټی څخه تر ۲۵ پوری ) او همدارنګه (د راتلونګی کال د فیبروری د میاشتی د ۲۶ حخه تر ۲۸ ) د اطرش د هیواد د ویانا په ښار کی جوړیږی.

ومن الله توفیق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.