پښتو توري، ابېڅې، ليکدود او نوي اندونه

لیکوال: شاه محمود کډوال

181

پښتو توري، ابېڅې او ليکدود اوس عربي دي، خو وړاندې يې د (ميخي، ارامي، خروشتي او يوناني) پړاوونه وهلي دي (۳: ۶). په پيل کې غوره ده، چې پورتنۍ نومونې وپېژنو:
۱ ـ توری، حرف (Grapheme): هغه ليد وړ انځور، چې د يوه يا څو آوازونو ښکارندويي کوي.
۲ – ابېڅې، الفبې (Alphabet) د هغو ټولو تورو ډلې ته وايي، چې د يوې ژبې د ټولو آوازونو انځورونه کوي.
۳ – ليکدود (Orthography): د يوه ټاکلي الفبايي سیستم په چوکاټ کې دننه د يوې ژبې د وييونو (کلمو) کښنګ ته وايي (۲: ۱۱).
د (ليکلار) نومونې پېژندنه هم راته اړينه برېښي:
۴ – ليکلار (Orthography): په لیکلار کې ژبني اړخونه او ګرامري جوړښتونه تر پام لاندې نيول کيږي (۱: ۱۴). د (Ortho) معنا کره، سټنډرډ، بشپړه او د (Graphy) معنا هم کښنګ او رسامي ده، چې د دواړو ترکيب (Orthography) په يوه ژبه کې کره، سم او بشپړ کښنګ ته وايي. انګرېزي متن يې داسې دی:
Orthography: The system of spelling in a language (5:677, 1072, 1073)
ابېڅې د يوې ژبې د ټولو آوازونو عيني يا جوليزه بڼه ده. هر توری د يو آواز (Phoneme) استازی دی. له همدې امله وايي، بشپړه ابېڅې هغه ده، چې د يوې ژبې د ټولو آوازونو لپاره توري (Graphemes)ولري. ددې پېژند له مخې زموږ اوسنۍ پښتو ابېڅې بشپړه نه ده، په دې معنا، چې د ټولو آوازونو لپاره توري نه لري، آوازونه ډېر، خو توري لږ دي.
زور او زورکی په يوه توري یا نښه ښوول کيږي، لکه د (تره او تره) په کلمو کې. کله بیا له سره نښه نه لري، لکه (زور) د (لو، پلو او کنډو) په کلمو کې، که څه هم (زور) په وروستیو کلمو کې د غبرګغږ یوه برخه ده؛ خو نښه یا توری ورته په کار دی او يواځې (و) ددې نیمګړتیا بشړتیا نه ده. ددې ترڅنګ (زورکی) هم له همدې نیمګړتیا سره مخامخ دی، لکه د (کټو) په کلمه کې چې يې څرک نشته. د اوږد (o)، لنډ (u) او نيمواک (w) (واو) لپاره هم یوه نښه (و) لرو، لکه اوږد (و) د پښتو، زانګو او پيشو په کلمو کې، لنډ (و) د منداڼو، کدو او منتو په کلمو کې او نیمواک (و) چې د غبرګغږ یوه برخه ده، د (پړاو او کړاو) په کلمو کې، ټول جلا آوازونه دي، خو په يوه توري او ګرافيم (و) ښودل کيږي (۴).
غبرګغږ (Diphthong) چې دوه یا ترکيبي آوازونه دي. زموږ اوسنۍ ابېڅې دا وړتیا نه لري، چې ټول يې وښيي، يو غبرګغږ په ساده يا يوه نښه او توري کې څرګنديږي، لکه د (ay) غبرګغږ، چې په پښتو ابېڅې کې يواځې په (ی) انځوريږي. همدا ستونزه په زورکۍ واله (ۍ) کې هم شته، خو بیا هم (لکۍ) څه ناڅه د دويم آواز ښکارندويي کوي. د ليک بنسټ (توري او ابېڅې) کې نيمګړتیاوې، موږ ته څرګندوي، چې له دې تورو رغېدلی ليکدود هم بشپړ نه دی.
د اوسنۍ ابېڅې د ټاکنې پروخت د يوې کلمې په پيل – منځ او پای کې د توري کارونې یا کښنګ ته سم پام شوی نه دی، ځينې توري د کلمې په يوه برخه کې سم ليکل کيږي؛ خو په بله برخه کې بیا نیمګړي او یا د لیکلو هېڅ شونتیا نه لري، لکه نرينه یا مفرده (ی، ay) چې د کلمو په پای کې سمه لیکل کيږي، خو په په منځ کې ليکل کېدای نه شي. د غیرت، هيبت او پيره (پوځي نومونه) کلمو کې له (غ، هـ او پ) نه وروسته آوازونه د (ی) آواز دی، چې په وینګ کې شته، خو لیک يې د څرګندونې وړتیا نه لري، په غږيزه ابېڅې کې څرګندېدای شي. زموږ په ابېڅې کې يې چاره داسې کولای شو، چې وليکو:
غی رت، هی بت او پی ره، چې دا بیا د یوې واحدې معنا لپاره یوه کارېدونکې کلمه ډېره ټوټه ټوټه کوي او بله ستونزه زيږوي. په اوسني لیکدود کې د (و، ل، ر) د درېوو تورو په وسيله درې کلمې (لور: دختر، لور: داس او لور: رواداري او پېرزوينه) لیکو. په داسې حال کې، چې په وینګ کې يې څرګند توپير شته، په غږيزه ابېڅې کې يې توپير ښه څرګنديږي.
وړاندې مو وويل، چې د کلمو په پيل – منځ او پای کې د پښتو تورو کښنګ توپير لري او بڼې يې بدليږي. (ج) په پیل او منځ کې يو ډول او په پای کې بل ډول ليکل کيږي. همداسې (ش)، (ص)، (ض)، (ې)، (ي)…. په دې ډول یوه ستونزه زور (a) ته ټاکل شوی توری يا نښه رامنځته کوي، لکه په (کامه وال او سيمه ييز) کې، چې کلمه يوځاينې ته نه پريږدي، همدارنګه زورکۍ واله (ۍ) هم د کلمو په منځ کې د يوځاينې وړتیا نه لري، لکه په (څوکۍ وال) کې. که پورتنۍ کلمې او مورفيمونه هر یو د جلا شکل په توګه ويل کيږي، بیا د ګړېدو په بهیر کې معانیزه ګډوډي پېښوي. په دې معنا داسې انګېرل کيږي چې ګواکې دلته واټن د بېلتون په معنا دی. په ځانګړې توګه هغوي ته، چې نوې ژبه زده کوي.
په لاتیني لیکدود کې هر توری جلا لیکل کيږي او يو له بل سره د يوځاينې وړتیا نه لري، ساده کلمې، خو هسې هم يو ځای ليکل کيږي، بلکې مرکبې هم يو ځای کيږي او د يوې معنا لپاره یوه بڼه او جوله خپلوي. ددې ترڅنګ د کلمو ترمنځ معلوم واټن (Space) د ويونکي کار اسانوي او د لیک له مخې د وينا په بهیر کې له ډېرو ستونزو سره نه مخېږي. پر وړاندې يې په عربي بنسټ ولاړ پښتو لیکدود دا ښېګڼې نه لري. که چېرته یوه مرکبه کلمه په بشپړه توګه يوځای لیکل کېدای شوای او ټولو پښتو تورو له یو بل سره د تړون او يوځاينې وړتیا درلودای، لږ به مو ستونزې لږې شوې وای. یا داسې، چې د لاتيني په څېر يې هېڅ د ګډون او تړون وړتیا نه لرلای او د کلمو ترمنځ يې بېلتون هم د لاتین په څېر په معلوم واټن سره کېدای شوای. که په لاتیني بنسټ ولاړ د انګرېزي ژبې لیکدود په پام کې نیسو، دا هم له ستونزو خالي نه دی، خو پورتنۍ ښېګڼې لري، بیا هم د وینګ ستونزه بشپړولای نه شي.
دا خبره تل ويل کيږي او اورېدل کيږي، چې توری یا ګرافيم د يوې ژبې د يوه آواز یا آوازونو ښکارندويي کوي، خو شونې نه ده، چې د يوه توري انځور ته په کتو او پام سره د هغه آواز زده کړو، اړ يو آواز واورو او د غوږونو له لارې يې زده کړو نه د سترګو، د سترګو په وسيله یې يواځې انځور اخلو. دا خبره د توري او آواز او یا وينا او لیک ترمنځ اړيکې هم زیانمنوي او دا پوښتنه رامخته کوي چې د توري او آواز او یا وینا او لیک ترمنځ اړيکه څه ډول ده؟
دا چې وایو، توری د آواز استازی یا د آواز ليدوړ انځور دی دلته دا پېژند تر پوښتنې لاندې نه راځي؟ خو دا موضوع يو څه پېچلې، رواني او طبیعي ده، بل ځای به پرې وګړېږو.
له (Orthography) نه موخه په يوه ژبه کې د کلمو کره او سم کښنګ دی، چې په دې برخه کې پښتو له ځينو نیمګړتیاوو او کړکېچونو سره مخ ده. ددې لپاره ښايي لومړی له تاريخي پلوه د پښتو آوازونو او کلمو تشخيص او څېړنه وشي، چې د پښتو ژبې ټول آوازونه او کلمې څرګندې شي، چې کومې يې پښتو دي او کومې يې له نورو ژبو پښتو ته راننوتې دي؟ خپلې کلمې څنګه وليکو او پردۍ څنګه وليکو؟
د ځينو پوهانو له نظره لیک ښايي هاغسې وشي، چې ويل کيږي، په دې معنا، چې د لیک او وینا ترمنځ توپير لږ او پای شي، که څه هم ستونزمنه ده، ځکه چې لیک د وينا ټولې ځانګړنې په بشپړه توګه، خوندي کولای نه شي، لکه خج، تون، آهنګ او زیروبمي. بله خبره دا ده، چې په هره ژبه کې بېلابېل ګړدودونه شته، که د ژبې په هر ګړدود ګړېدونکی دا کار وکړي، نو بیا بل کړکېچ پېښوي، دلته دا خبره مهمه ده، چې لومړی ښايي په یوه ژبه کې يو ګړدود رامنځته شي.
د (چې څنګه وايو، هاغسې ليکو) نظر ته په پام، په پښتو کې د پښتنو د خپل آر بيولوژيکي او طبیعي جوړښت له مخې ښايي د هغو تورو کښنګ له ليکه وغورځول شي، چې په غږيز سيستم کې يې نشته، لکه (ف، ع او نور عربي آوازونه)؛ خو د دې کار ستونزه به دا وي، چې پښتانه خپل ديني کتاب (قرانکریم) هم خپل آر غږيز سيستم ته واړوي، چې دا بیا معانیز کړکيچ پيښوي، خو دا هم باید هيره نه کړو، چې عادي یا نالوستي پښتانه اوس هم عربي آوازونه ويلای نه شي. دلته دا پوښتنه راولاړيږي چې د جولې (لیک، توري، وینګ) بدلون معانیز توپير پېښولای شي او که یه؟
که دا موضوع په ځينو هغو کلمو کې په نظر کې ونیسو چې له نورو ژبو پښتو ته راننوتي، ګورو چې جوليز بدلون پېښ شوی، خو معنا پرځای ده، لکه: معصوم چې ماشوم شوی دی. همداسې نور ډیر پورويونه چې جولیز بدلون يې منلی، خو معنا يې پرځای ده. که دا لړۍ ټوليزه شي او ټول پورويیونه د همدې فورمول په اډانه کې وکښل شي څه ستونزه ده؟
غوره خبره هم همدا ده، چې لیک هاغسې وي، چې ويل کيږي. لیک باید له يوې خوا معنا خوندي کړي او له بلې خوا وينګ او تلفظ. که موږ په وينا او طبیعي غږيز جوړښت کې ځينې آوازونه نه لرو او په لیک کې يې ولرو، دا څه معنا؟
که موږ (عربي) کلمه (اربي) وايو او په لیک کې (عربي) لیکو، پښتو ژبې ته يې ګټه څه ده؟
راتلونکو څېړنو ته څومره ګټه او څومره زیان لري؟ دلته د عربي ژبې حق خوندي کيږي، خو پښتو نيمګړې کيږي. د پښتو او عربي غږيز توپير څه شو؟ که ټولنه د (عربي) پرځای په (اربي) تړون وکړي، هاغسې چې دود دی، څوک زیانمنيږي؟
که پخوا د دې طبیعي لړۍ مخالفت نه کېده، اوس ولې کيږي؟
همدا د (عربي) کلمې تړوني بڼه په انګریزي کې (Arabic) چې وینګ يې د (عربي) په څېر نه بلکې (اربېک) دی، خو هيڅ انګریز مسلمان د دې موضوع پر خلاف راپانڅېد. ځينې پوهان په دې ټينګار کوي، چې پښتو ته هره راننوتې کلمه په ځانګړې توګه عربي ښايي د هغې د آوازونو په خونديينې سره وليکل شي، لکه (مانا- معنا) باید (معنی) وليکل شي، که څه هم پښتانه يې (مانا-معنا) وايي، خو ماته دا له طبیعت سره جګړه ښکاري؟
دا معنا چې وايي به يو څه خو ليکې به بل څه. دلته بیا دا خبره چې توری یا لیک د آواز یا وينا ښکارندوی دی، بې معنا کيږي.
ژبه يوه ټولنيزه ښکارنده ده او ټولې ټولنيزې ښکارندې د وخت په تيرېدلو سره بدلون مومي، د ژبې په وینګ او لیک دواړو کې بدلون راځي، پښتو وينا او لیک هم همداسې درواخله. کېدای شي ځينو ناپښتو آوازونو اوس زموږ په غږيز جوړښت کې ځای نيولی وي، که هغه په لیک کې هم را اخلو، ستونزه نشته، خو که ځای ونه لري اوبیا هم يواځې په لیک کې کښل کېږي، ستونزه ده.
د پښتو لیک د سمون لپاره ګڼې غونډې شوي، بېلابېل اثار کښل شوي، پرمختګونه شوي، خو ستونزې لا پخلاصې شوې نه دي او لا هم يو کره ليکلار او لیکدود نه لرو. په دې برخه کې، د پښتونخوا ليکدودي ستونزې، خو لا پريږده، چې د سياسي – فرهنګي لاملونو له مخې د اردو تر اغېز لاندې رامنځته شوې دي.
ټولو ته څرګنده ده، چې پښتو ژبه يو ځانګړی غږيز جوړښت لري، خپل آوازونه لري، چې کېدای شي ځينې يې له نورو ژبو سره ورته، خو ځينې يې جلا او توپير لري. د پښتو ژبې طبیعي غږيز سيستم او جوړښت ته په کتو ښايي د لیک او ليکلار موضوع هم وڅېړل شي. د بلې ژبې کلمه باید د پښتو غږیز سیستم تابع شي. که موږ د لیکلار په برخه کې نورې ژبې په نظر کې ونیسو، ګورو، چې هلته د پښتو په څیر ډېر کړکېچونه نشته، د ژبې خپل غږيز سیستم او آوازونه څرګند دي، د هغې په اډانه کې هغه څه ليکي، چې يې وايي.
عربي ژبې ته تلونکې ټولې ناعربي کلمې، هغه ژبه خپل غږيز سیستم ته تابع کوي، پاکستان په باکستان اړوي او لوګر په لوجر یا لوغر اړوي. عربانو په همدې تړون کړی، هېڅوک دا نه وايي، چې د کلمې آره بڼه (پاکستان يا لوګر) دی.
انګريزي هم همدا کار کوي او د نورو ژبو کلمې خپل غږيز سیستم ته اړوي. د (ځ، ذ، ظ، ض، ز) لپاره (z) ليکي د (څ، س، ث، ص) لپاره (s) ليکي او دا خپل طبیعي حق بولي. تردې، چې سپيڅلي نومونه هم اړوي، عربي عبدالله په (Abdullah) اړوي، چې د انګريزي (A) د عربي له (ع) سره انډول نه دی او معانیز ټکر پېښوي، انګریزان يې هم همداسې وايي؛ خو دلته بیا هېڅکله د معانیز ټکر خبره نه کيږي، خو که پښتانه يې (ابدالله) وايي او ليکي بیا د (ګناه) خبره کيږي، چې الله (ج) د پښتون په طبیعت کې عربي آوازونه اچولي نه دي، بیا يې ګرم ولې کړي؟ که داسې وي، بیا هغه ټول ملتونه او ژبې، چې عربي آوازونه نه لري، په ګناهونو کې ډوب دي؟
زه فکر کوم لوستي پښتانه یا نور وګړي، چې له عربي سره سر و کار لري، د عربي له آوازونو سره څه نا څه روږدي دي، کولای شي عربي آوازونه ووايي، خو نالوستي بیا دا کار کولای نه شي او هره کلمه په خپل آر غږيز جوړښت او سیستم کې ورغورځوي، هغه سیستم، چې طبيعي او له نورو اغېزمن شوی نه دی. همدوی دي، چې فکر ته (پکر) او فرهاد ته (پرهاد) وايي او دا د دوی حق دی، څوک يې پرې ګرمولی نه شي. هغه حق، چې د نړۍ د نورو ژبو ويونکي يې ځانته ورکوي. دوی دا کار په شعوري او قصدي توګه نه کوي، بلکې دا کار په طبیعي توګه کيږي، ګناه هم په کې نشته. د دې لپاره چې زموږ سپېڅلی ديني کتاب (قرانکریم) عربي دی او ټول مسلمانان مکلف دي د یاد کتاب د لوستنې لپاره عربي د سم او بشپړ وينګ سره زده کړي، دا کار يوه اوږده لړۍ ده، چې نه يواځې پښتانه، بلکې د نړۍ ټول مسلمانان، چې ژبې يې له عربي سره غږيز توپير لري، د دې کړاو سره مخ دي. په دې برخه کې کړکېچونه او پوښتنې ډیرې دي، چې ځوابول يې د اسلامپوهانو کار دی، خو بیاهم هغه څه، چې څرګند دي، دا دي، چې هره ژبه چې مسلمانان پرې ګړېږي له عربي سره ورته چلند ترسره کوي، که عربي پردۍ کلمې د خپل غږيز جوړښت تابع ګرځوي، هغوی هم عربي کلمې د خپل سیستم تابع ګرځوي. ددې ستونزې حل دا دی چې هر مسلمان باید د اسلام لپاره د عربي ژبې آوازونه هم راخپل کړي چې تر اوسه دا کار شوی نه دی. د پښتو ژبې د تورو او ابېڅې په برخه کې يو وړاندیز دا دی، چې اوسنۍ عربي آره پښتو ابېڅې غږيزې (فونميک) ته واړول شي، چې د ټولو پښتو آوازونو لپاره توري او ګرافيمونه لري، خو ددې پر وړاندې هم خنډونه شته، ويل کيږي چې لرغوني او اوسني پښتو او اسلامي متنونه به له لوست وغورځي، خو که داسې وي، ډير ملتونه شته، چې د هغوی د ديني یا لرغونو متنونو لیک د هغوی له اوسني لیک سره توپیر لري، هغوی له کومو ګواښونو سره مخ دي؟
هغوی له دې امله خپل دين پرې ايښی دی؟
او ایا هغوی د لرغونو متنونو څخه اخېستنه کولای نه شي؟
خو دا خبره هم ډېره د منلو نه ده، که داسې وای، نن به په نړۍ کې يو شمېر دينونه له منځه تللي وو، لکه (یهودیت او عیسايت) او نور، چې لرغوني کتابونه يې په اوسني ليک او تر دې، چې پر ژبه نه دي. پر همدې موضوع خان عبدالصمدخان اڅکزي او محمدګل خان مومند هم بحثونه کړي چې درانه لوستونکي يې د دوی په اثارو کې لوستی شي.
وړانديزونه:
د پښتو اوسني لیک، لیکدود، لیکلار، تورو او ابېڅې د نیمګړتیاوو د سمون لپاره لاندې وړاندیزونه ګټور بولم:
۱ – څرنګه چې روښانه ده پښتو توري د آوازونو په پرتله لږ دي، باید د پښتو آوازونو انډول توري رامنځته شي. دا کار که په همدې عربي آر ولاړه ابیڅې او تورو کې کيږي، ښه خبره ده، که نه ټوله سیستم باید لاتیني (فونیمیک) شي. د همدې ستونزې په بشپړېدو سره به د بېلابېلو آوازونو لپاره د يوې نښې یا توري کارونې ستونزه هم بشپړه شي.
۲ ـ پردې فکر وشي چې د تورو بڼې باید داسې وي چې د کلمې په هره برخه کې ځان څرګند او د نورو کلمو سره د يوځاينې او تړون وړتیا ولري.
۳ ـ د تورو د نومونې په برخه کې هم پام په کار دی، هر توری باید داسې ونوموو چې له بل سره روښانه توپير ولري، لکه اوس چې وایو څلورګونې یاګانې، داچې (ی، ي، ې، ۍ) جلا آوازونه دي. جلا نومونه هم ورته په کار دي. همداسې (و) او (الف) په برخه کې چې وایو (اوږد، لنډ او نیمواک). د (اوږد، لنډ، نیمواک، نرینه، څرکنده، مجهوله. ښځينه…) ستاينومونه ستونزه نه حلوي. که د تورو په آوازونو کې نږدېوالی او ورته والی وي، نومونه يې هم باید همداسې جوړشي. لکه په انګريزي کې که وګورو (0 , u ,v , w) چې د زېږد له مخې راته نږدې ښکاري، نومونه يې لږ سره نږدې خو په ټوله کې جلا (وو، يو، وي او ډبلیو) دي.
پايله:
هره ژبه ځانګړی غږيوهيز جوړښت لري، که له ځينو همريښه ژبو سره ګډې خواوې لري، توپيرونه هم لري، ځکه که دا نه وي د جلا ژبې نوم ورکول بیا بې معنا دي. په هره ژبه کې کارېدونکې کلمې د هماغې ژبې په غږيز جوړښت کې دننه ويل کيږي او ليکل کيږي. پورویيونه يواځې خپله معنا ساتلی شي، خو بڼه يې د دويمې ژبې د غږیز جوړښت تابع ګرځي. کله داسې هم کيږي چې بڼه يې خپله خو معنا يې واوړي، کله هم په کې جوليز او معانیز بدلون دواړه پېښېدای شي. دا د ژبو ځانګړنه ده. شونې نه ده، چې يوې ژبې ته راننوتې کلمې دې د هغې له ټولو غږيزو ځانګړنو او آوازونو سره راولېږديږي. يواځې هغه وخت کېدای شي، چې د لومړنۍ ژبې ټول آوازونه په ورته ځانګړنو سره په دویمه ژبه کې هم شتون ولري.
په ليکنه کې د یادو شویو نیمګړتیاوو له مخې د پښتو اوسني توري، ابېڅې او لیکدود ځينې نيمګړتياوې لري، چې آوازونه او وينا په بشپړه توګه په ځان کې رانغښتی نه شي.
اخځونه:
۱ – زیار، پوهاند ډاکټرمجاوراحمد: پښتوليکلارښود (يوه پښتو- کره پښتو)، دانش خپرندویه ټولنه، پېښور، ۱۳۸۶ ش.
۲ – زیار، پوهاند ډاکټر مجاوراحمد: پښتوپښويه، دانش خپرندویه ټولنه، پېښور، ۱۳۸۲ ش.
۳ – يون، پوهنوال محمد اسمعيل: پښتو ليکنی سمون، يون کولتوري يون، کابل، ۱۳۸۷ ش.
۴ – خویشکی، پوهاند محمد صابر: د ماسترۍ دورې لکچر نوټ، کابل پوهنتون.
5 – Oxford Advanced Learner٬s Dictionary (7th edition), Oxford, Oxford University Press, 2010.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.