د لهجو كمال

ډاکټر محب زغم

178
ځينې كسان د ادبي غونډو په كره كتنو كې د معياري ژبې په پلويتوب خبرې كوي. كه يو څوك په خپل شعر يا نثر كې مثلاً د “هګۍ” پر ځاى “هويه” وليكي يا د “كميس” پر ځاى “خت” وكاروي، نو دوى ورباندې نيوكه كوي چې “هويه” او “خت” معياري كلمې نه دي. داسې بحثونه كله كله د يوې لهجې ويونكي خوابدي كوي او ممكن د ځوانو ليكوالو، شاعرانو د بې لارې كېدو سبب هم وګرځي، دوى به ګومان وكړي چې دا نظر سم دى او بيا به هېڅ كله د خپلې لهجې كلمې استعمال نه كړي.
كلمې كه د هرې لهجې وي، كلمې دي، معياري او نامعياري ګردسره په كې نشته. د هغو كلمو په باب چې په اصل كې يوه وي، خو په مختلفو لهجو كې يې وينګ بېل وي، بيا يې د املا په برخه كې د معياري بڼې خبره كېداى شي. لكه “پښه” چې په ختيزه لهجه كې “خپه” ويل كېږي. دلته لازمه ده چې ټول د كلمې اصلي بڼه (پښه) وليكو، ځكه چې له يوې خوا “خپه” بيا له “خپه = مرور” سره التباس پيدا كوي او له بلې خوا په ليكلو كې د ګډوډۍ سبب كېږي. يا مثلاً د خوست په ځينو لهجو كې واولونه سره بدلېږي، دوى “پلار” ته “پلور” وايي او “مور” “مېر” بولي. كه دوى د خپلې لهجې له تلفظ سره سم ليكل وكړي، نو لويه ګډوډي به راجوړه شي.
دغه مثالونه وګورئ: “ځنډ دې وكړ” ، “تر ټولو تكړه”، “يو شخوند ډوډۍ” دا هغه جملې او فقرې دي چې په لوستلو يې سړى په عذابېږي. “ځنډ” پخپله هم درنه كلمه ده، (ن) او (ډ) دواړه په كې ساكن دي او چې بيا بل ناغږن تورى (د) هم ورپسې جوخت راشي، تلفظ يې لا سختېږي. “تر ټولو تكړه” كې بيا دا غم دى چې په سر كې يې (ت) ورپسې (ټ) او وروسته بيا (ت) په كې راغلي دي. د دې فقرې تلفظ خصوصاً هغو كسانو ته سخت وي چې مورنۍ ژبه يې پښتو نه ده. “يو شخوند ډوډۍ” كې په “د” پسې “ډ” ژبه درنوي چې شخوند دې وويل، مجبور يې يوه شېبه مكث وكړې، بيا ډوډۍ ووايې. د ښه كلام يوه ځانګړنه سلاست دى، سلاست دې ته وايي چې جملې په اسانۍ سره روانې ولوستل شي او ژبه په كې بنده نه شي. پورته مثالونه كه داسې وليكو نو د سلاست ستونزه به يې له منځه لاړه شي: “ډيل دې وكړ” “تر ګردو تكړه” “يوه ګوله ډوډۍ” “ډيل” په كونړي لهجه كې د “ځنډ” معنا لري، په كندهاري لهجه كې “ټول” ته “ګرد” وايي. “ګوله” د غزني او كندهار د سيمې خلك د “شخوند” په معنا كاروي.
موږ په مختلفو لهجو كې د يوه شي لپاره ګڼ نومونه لرو. څومره چې په يوه ژبه كې مترادفې كلمې زياتې شي، هماغومره ژبه ورباندې ښكلې كېږي. ممكن په يوه جمله كې “بېړه” خوند وكړي، خو په بله كې بيا “تلوار” ښه ولګېږي او ښايي بلې جملې ته به “تادي” ښه موسيقي وروبخښي.
د معنا د دقيقې افادې لپاره هم په نورو لهجو كې داسې كلمې او اصطلاحات موندلى شو چې په خپله لهجه كې يې نه لرو. موږ “زړه مې بدېږي” كله د “خوا مې ګرځي” په معنا كاروو او كله د “خوا مې ورته بدېږي” په معنا. “كاڼى”، “تيږه”، “ډبره”، “كمر” او “ګټه” د اندازې له نظره سره يو شان نه دي. “لوى”، “غټ” او “ستر” ته د كارونې بېل بېل ځايونه ټاكلى شو. البته دا كار بايد په طبعي توګه ترسره شي، نه په لوى لاس. زه فكر كوم كه موږ هر يو د هرې لهجې اصطلاحات په خلاص مټ وكاروو، نو ژبه به مو طبعي تكامل وكړي او هرې كلمې ته به خپل نقش وركړي.
داسې خبرې هم شته چې په يوه لهجه كې به نسبتاً ځېږه، خو په بله لهجه كې به يو څه نرمه وي. كه يو چا ته ووايو “ته نه پوهېږې” ممكن رانه خپه شي، خو كه همدا خبره ورته داسې وكړو چې “ستا سر پرې نه خلاصېږي” هغومره به پرې بده ونه لګېږي. دلته د جملو اروايي اثر هم اهميت لري. په اوله جمله كې مخاطب ګرموو، يعنې ګناه ستا ده، ته نه پوهېږې. خو په دويمه جمله كې ګناه د مخاطب د سر پر غاړه اچوو، “سر دې پرې نه خلاصېږي” داسې ضمني معنا هم لري چې ګناه خو ستا نه ده، ګناه دې د سر ده چې نه خلاصېږي. بني ادم تل غواړي بري الذمه وګڼل شي. ځينې ټوكماران په ټوكو كې چا ته وايي: “ته خو ډېر ښه سړى يې، خو هغه ورور دې سخت پدر نالتى دى” دوى سړى داسې ښكنځي چې ډېر بد پرې ونه لګېږي.
په لهجو كې ممكن د هغو شيانو لپاره هم نومونه ومومو چې فكر كوو، زموږ په ژبه كې به نه وي او د نيولوګيزم په مرسته ورته نوي نومونه جوړوو. يوه ورځ مې يوه ملګري ته وويل: زه خو كله كله كلانكاري كوم. هغه وويل: زموږ په لهجه كې كلانكار ته “ستر چارى” وايي. د نيولوګيزم يوه ستونزه دا ده چې اكثره وخت داسې تركيبي نومونو په كې جوړېږي چې تلفظ يې اسانه نه وي او د ښكلا پېژندنې له نظره بدرنګه وي.
كه موږ هر يو د هرې لهجې اصطلاحات سره يو شان وكاروو، نو بالاخره به يوې واحدې ليكنۍ ژبې ته هم سره ورسېږو چې د معياري ژبې پلويان يې د جوړېدا هڅه او تمه كوي. كه داسې وخت هم راشي چې ټول پښتانه لوستي وي، نو د واحدې ليكنۍ ژبې په بركت به ممكن واحده ګړنۍ ژبه هم پيدا كړو او كه داسې وشول، نو د قبيلويت له بنده به يو څه راوځو او د قوميت خوا ته به ورنژدې شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.