مېلمه؛ کومو ټکو ته باید پام وشي؟

ریاض مقامزی

0 2,232

که څه هم مېلمه پالنه د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې دود ده، خو په دغه برخه کې افغانان د ځانګړي نوم خاوندان دي. تقریبا هر افغان د مېلمه په قدر پوهېږي. دغه موضوع زموږ د ديني مسولیت ورهاخوا یوه کلتوري ريښه هم لري. افغانان د ميلمنو ډېر زیات درناوی کوي او تر خپله وسه یې له خدمت څخه درېغ نه کوي.

دا طبیعي خبره ده، چې په ټولنيز ژوند کې ځينې وخت د نورو خلکو میلمانه کېږو او همدارنګه کېدای شي ځينې وختونه موږ د نورو کوربانه اوسو. خو هغه کس چې میلمستيا ته ځي، باید ځيتو ټکو ته پاملرنه وکړي، تر څو کوربه ته توهين و نه شي او نه ورته زړه تنګونګی تمام شي.

۱ ـ له ورتګ وړاندې ځان ډاډه کړئ!

ځينې خلک پرته له دې چې له کوربه وپوښتي د نوموړي کره ورځي. دا کار ډېر نامناسب دی. زموږ موخه دا ده، لومړی ځان ډاډه کړئ، چې کوربه په کور کې شته که نا؟ آيا حجره لري که نا؟ ددې ترڅنګ بله ډېره مهمه خبره د وخت ده؛ تاسو باید له نوموړي وپوښتئ چې کوم ضرور کار خو به نه لري. که تاسو له دې پوښتنو پرته چا کره ورشئ ډېر امکان لري، چې مقابل لوري ته ستړي کوونکي تمام شئ. ممکن د هغه ځينې کارونه ستاسو له وجهې ټکنۍ شي. نو دې برخې ته خاصه پاملرنه وکړئ.

۲ ـ د وخت په اړه وپوښتئ

د یويشتمې پېړۍ ژوند ډېر مصروف ژوند دی. په ځانګړې توګه د ښاري سيمو اوسېدونکي ډېر بوخت وي. نو ښه خبره دا ده، چې که تاسو د چا ميلمانه کېږئ، لومړی ترې وپوښتئ کله اوزګارېږي؟ آيا وخت لري يا نه؟ دا ډېر اړين موضوعات دي. تر څو تاسو پوه شئ چې ورتګ مو مناسب دی او که نامناسب.

۳ ـ خپل نظر کنټرول کړئ

که د هر چا کره مېلمانه یئ باید خپل نظر کنټرول کړئ. دا یوازې په دې معنا نه ده، چې تاسو د هغوی کور ته مه ګورئ. تاسو باید ډېر هاخوا دېخوا سترګې وا نه ړوئ.

همدارنګه دروازې، کړکۍ، مېز او نور ځايونو يا څيزونو ته ډېر ځير ـ ځير کتل هم ستاسو په بې نزاکتۍ دلالت کوي. کوښښ وکړئ، ډېر مؤدب او آرام اوسئ. په دې توګه خپل ځان راحت احساسوئ او له فشاره هم خلاصېږئ.

۴ ـ اختيار کوربه ته ورکړئ

ځينې ميلمانه له کوربه اختيار اخلي. د خوړو، ځای او نورو څيزونو فرمايش پخپله ورکوي. دا کار هېڅ مناسب نه دی. تاسو باید پرېږدئ چې کوربه تر خپلې وسې ستاسو خدمت وکړي. ممکن تاسو داسې څه وغواړئ چې د نوموړي له وسې پوره نه وي، په دې توګه به کوربه د کمترۍ احساس وکړي. دا مه هېروئ چې د ټولو خلکو ژوند یو ډول نه وي. نو ځکه د خپلې خوښې فرمايشات پرېږدئ.

۵ ـ د خوړو ستاينه وکړئ

کله چې خواړه خورئ، د خوړو ستاينه وکړئ. په دې توګه کوربه خوشحالېږي چې تاسو یې خواړه خوښ کړل. دا کار ستاسو په وږيتوب دلالت نه کوي، بلکې تاسو په دې کار سره مقابل شخص ته خوښي ورکوئ.

۶ ـ په خپل سر د باندې مه وځئ 

کله چې د باندې وتلو اړتيا پیدا کوئ، په خپل سر د باندې مه وځئ. لومړی له کوربه وپوښتئ، چې کولای شئ د باندې ووځئ یا نا. همدارنګه له هغوی وغواړئ چې له تاسو مخکې ووځي. دا کار ستاسو په دروندوالي او عزت دلالت کوي.

۷ ـ ورو وغږېږئ!

که څه هم په عادي وخت کې هم په لوړ غږ غږېدل مناسب کار نه دی. خو کله چې ميلمانه یئ په هېڅ صورت خپل غږ مه لوړوئ. ډېر مودب او په مناسب غږ خبرې وکړئ.

۸ ـ د خوړو په اړه ډېر مه غږېږئ

که تاسو له ډوډۍ راوړلو مخکې یا وروسته د هغو خوړو په اړه غږېږئ چې کوم مو خوښېږي او کوم نا. دا کار مو مناسب نه دی. ددې معنا دا ده، چې تاسو د خوړو لپاره راغلي وئ. په دې توګه به خپل ځان بد معرفي کړئ.

۹ ـ موبایل 

هڅه وکړئ، چې په موبایل کې ځان مصروف نه کړئ. ددې کار معنا دا ده، چې تاسو نوموړي ته په ارزښت قایل نه یئ. که غواړئ ارزښت مو لوړ شي نو د نورو ارزښت ته پام وکړئ.

۱۰ ـ د تکلیف بخښنه ترې وغواړئ

کله چې رخصتېږئ له کوربه د هغه د تکلیف بخښنه وغواړئ. دا په دې معنا ده، چې تاسو د نوموړي له کوربتوب راضي یئ او هغه ته په دې ډول خوښي ورکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply