د دروغجن نښې

ریاض مقامزی

1,146

د یوې داسې دستګاه لرل، چې هر چېرته له ځان سره یوسې او دروغ پرې معلوم کړې، يوه ښه نظریه ده. مګر داسې کوم انتخاب نه لرو. هغه څه چې موږ په واک کې لرو زموږ دننی حس دی، چې پر مټ یې دروغ معلومولای شو.

که څه هم تاسو ته به عجیبه ښکاري، مګر دا یو حقیقت دی، چې دروغ ویل د انسانانو په منځ کې په پراخه کچه رواج لري. په ځينو ټولنو کې درواغ دومره عام شوي، چې خلکو ته بېخي عادي ښکاري. د دروغو او رښتياوو معلومول اسانه چاره نه ده، مګر بیا هم ځينې علایم شته چې دروغجن پرې معلومولای شئ.

نښې

لومړی ـ ډېرې خبرې کول

هغوی چې دروغ وايي، ژر ـ ژر غږېږي او د موضوع اړوند پر ډېرو جزئياتو هم غږېږي، ترڅو تاسو قانع کړي چې نوموړی دروغ نه وايي. ممکن له دې خبرو سره د “زه رښتيا وایم”، “له تاسو سره په صداقت چلېږم” او ورته نور الفاظ هم مل وي.

دویم ـ د څېرې د حرکاتو جزئيات

ځينې دروغجنان د دروغو پر مهال خپلې وروځې پورته ـ پورته کوي. یا هم د خپلو شونډو په مرسته یو ډول تکراري حرکت کوي. نو که غواړئ دروغجن وپېژنئ دې حالاتو ته هم پام کوئ.

درېيم ـ تضادونه

که چېرې موږ صادق اوسو، ټوله کیسه په بار ـ بار یو ډول کوو. خو که دروغ وایو، حتما د لومړي ځل او دویم ځل خبرو ترمنځ تضاد موجود وي. مثلا یو ځل د باراني هوا یادول او بیا دا ویل چې اسمان صاف و، د دروغو معنا لري.

همدارنګه که څوک غمجنه کیسه کوي او خاندي یا برعکس حالت ولري دا هم د دروغو نښه کېدای شي.

څلورم ـ د پوزې او خولې لمسول

دا دوه نښې په دروغجنو کې ډېر لیدل کېږي. دا غیر عادي حرکات دي. ددې معنا ورکوي، چې متکلم د دروغو جوړلو لپاره فکر کوي. همدارنګه که څوک خپله پوزه لمس کوي، دا خارښت اصلا د پوزې په کوچنيو رګونو کې د آدرنالین د ډېرېدو له کبله منځته راځي. اصلي علت یې د دروغو له وجې د سټریس پیدا کېدل بلل کېږي. خو باید ومنئ، چې دا خبره تل ۱۰۰ سلنه نه تطبیقېږي.

پنځم ـ د ماشومانو په څېر رفتار

په تېز لحن سره غږېدل لکه کله چې له یوه ماشوم او یا عاجز انسان سره غږېږو، یو بل د خطر زنګ دی. که په داسې طریقې سره تاسو ته څوک خبرې کوي دا د دروغو یوه څرګنده نښه ده.

شپږم ـ د سترګو حرکات

که تاسو پر چا د دروغجن شک لرئ، نو د خبرو پر مهال یې سترګو ته ځير شئ. دروغجن انسانان نه شي کولای مخامخ تاسو سره سترګه په سترګه شي. نو که مقابل شخص تاسو ته له کتلو ډډه کوله پوه شئ چې شک مو پر ځای دی.

همدارنګه ژر ـ ژر ساه اخیستل، لاړې تېرول او د ستونې بندېدل هم د دروغو له ډېر بارزو نښو څخه بلل کېږي. ځينې نور بیا خپلې شونډې هم څټي.

له دې ورهاخوا د دروغجن خبرو ته ځير شئ، که له عادي حالت څخه تېزې او یا ورو خبرې کولې، نو دا هم د دروغو عمده نښې بلل کېږي. ځينې نور بیا د دروغو ویلو پرمهال خولې کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.