هغه ناروغۍ چې علایم يې په پښو کې څرګندېږي

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

1,400

د روغتیایي لیکنو په لړ کې نن د یوې ډېرې مهمې موضوع په اړه معلومات درکوو. موږ او تاسو به حتما د پښو له درد او یا هم په پښو کې له نورو ستونزو او علایمو سره مخ شوي یو.

که څه هم اکثرا د پښو دردونه او نا آرامي د ستړيا، نامناسبه خوړو او یا د فشار له امله وي؛ مګر په ځينو حالاتو کې د پښو دردونه، ميږي ميږي کېدل، سوخت او … عادي نه وي، بلکې برعکس د یوې ناروغۍ د شتون خبرداری ورکوي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع مفصلې خبرې شوي دي. د لیکنې تر پایه به پوه شئ، چې په پښو کې شته ګډوډي د کومو ناروغیو د احتمال معنا ورکوي.

 

لومړی| د شکر ناروغۍ خطر

موږ او تاسو کله ناکله د پښو میږي کېدل تجربه کوو او عادي یې ګڼو؛ مګر څېړنو ښودلې ده، چې د پښو مېږي کېدل کله ناکله د شکر ناروغۍ احتمال هم ښيي. که له دې نښې سره ـ سره ټپونه مو ژر نه ښه کېږي، تشې بولې مو ژر نه وچېږي نو د شکرې ناروغۍ احتمال لا ډېرېږي.

دویم| د پښتورګو کمزوري  

که په پښو کې د پړسوب، شدید درد او برېښ علایم لرئ؛ نو حتما د پښتورګو معاینات وکړئ. په پښو کې په دوامداره توګه د یادو نښو نښانو شتون ددې معنا ورکوي، چې تاسو د پښتورګو له کمزورۍ سره مخ یئ. په داسې شرایطو کې له روغتياپال سره مشوره کول تاسو ته ډېر اړین دي.

درېيم| امیدواري

که مېرمنې له واده وروسته د پښو پړسوب، ستړیا او درد حس کړي اکثرا د حاملګۍ معنا لري. ددې ترڅنګ د پښو دروندوالی هم یوه څرګنده نښه کېدای شي. ددې علایمو لرونکي مېرمنې کولای شي د حاملګۍ معاینات وکړي.

څلورم| د ورید کمزورتیا

که په پښو کې د پیګمنټیشن (Pigmentation ـ د پوستکي داغونه)، پړسوب او دروندوالي احساس لرئ، نو پوه شئ چې ستاسو په ورید کې ستونزه ده. کله چې په بدن کې وریدونه کمزوري شي او یا کومه بله ستونزه ور پېښه شي؛ نو له زړه څخه د بدن ټولو برخو ته وينه په سمه توګه نه ور رسېږي. له همدې کبله یادې نښې نښانې څرګندېږي. په داسې وخت کې هڅه وکړئ روغتياپال ته ورشئ او لازمې لارښوونې یې عملي کړئ.

پنځم| د تېروئيد غُدې فعالیت ډېرېدنه

که په بدن کې د تېروئيد غُدې فعالیت خورا ډېر شي؛ نو د پښو په برخه کې به د پړسوب، یخوالی او د بدن په نورو عضلاتو کې درد احساس کړئ. په داسې شرایطو کې هم باید روغتیاپال ووینئ، ترڅو ناروغي مو دقیقه تشخیص او درملنه یې وشي.

شپږم| د زړه ضعیفوالی

کله چې د انسان زړه له کمزورۍ سره مخ شي؛ نو د پښو ستړیا او پړسوب ورته پېښېږي. ددې چارې علت دا دی، چې د زړه د کمزورۍ په صورت کې د وینې پمپ کېدنه ورو کېږي او یاد علایم څرګندېږي. پر دې خو ټول پوهېږو، چې د انسان په بدن کې زړه حیاتي ارزښت لري؛ نو پر دې اساس د خپلو پښو علایم عادي مه ګڼئ.

اووم| د ځيګر ستونزه

کله چې په پښو کې د پړسوب او ستړیا احساس مو وځوروي؛ نو باید ژر تر ژره نږدې روغتيايي مرکز ته مراجعه وکړئ. دا ځکه چې یاد علایم په ځیګر کې د ستونزو خبرداری ورکوي او د نه درملنې په صورت کې شاید ډېره درنه بیه یې پرې کړئ.

اتم| د ترومبوسس Thrombosis خطر

ترمبوس داسې یو حالت دی، چې په وینه کې یوه کتله پيدا کېږي او همدا کتله د دې سبب کېږي، چې د وینې جریان ټکنی کړي او د بدن بېلابېلو برخو ته زیان ورسوي.  د پوستکي د رنګ بدلېدنه، د پښد درد، پړسوب، تبه او ستړیا هغه علایم دي، چې ددې ناروغۍ د شتون خبرداری ورکوي. نو که دا علایم لرئ، بابیزه یې مه ګڼئ او ژر یې درملنه وکړئ. ځکه چې دا یوه خطرناکه ناروغي ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.