کوم خواړه مو حافظه پياوړې کوي؟

ليکنه: ریاض مقامزی 

0 1,679

آيا پوهېدئ، چې خواړه زموږ پر حافظې اغېز کوي؟
کله چې د غذايي رژيم بحث کوو، زموږ فکر یوازې د خپل بدن ظاهري شکل او اندامونو ته وي. په داسې حال کې چې روغتيايي څېړونکي تر هر څه ډېر دې ټکي ته پام کوی، چې د خوړو تأثير پر حافظې څه دی؟ کوم خواړه باید وخوړل شي؟
غذايي مواد، آنتي اکسیدانونه، ګټور غوړ، ويټامينومه او معدني مواد په بدن کې انرژي توليدوي او موږ پر عصبي ناروغيو له اخته کېدو څخه ژغوري.
نو د غذا ډول ته په کتو کولای شو په یوه تير دوه ښکاره وکړو. د ښه او مناسب اندام تر څنګ به ښه حافطه هم ولرو.

 د حافظې او مغز د پياوړتيا لپاره ښه خواړه

 ۱.چغندر
اکثره خلک له چغندر سره علاقه نه لري. مګر باید ووایم چې چغندر یو له مهمو خوړو څخه دی. دغه سبزي ډوله خواړه ددې سبب کېږي، چې د التهاب مخه ونيسي او د زیاتو آنتي اکسيدانونو لرونکی دی نو ځکه خو سرطاني ضد خاصيت هم لري.
که چېرته تاسو سخت تمرینات کوئ نو ډېره انرژي هم درکولای شي. کولای شئ له سلادو سره یې هم وکاروئ. که تاسو په کافي اندازه چغندر خورئ حافظه به مو پياوړې او سالمه پاتې شي.

 ۲. د کوپرې غوړ
د کوپرې غوړو ته حتمن په غذايي رژيم کې ځای ورکړئ. دغه غوړې د روغتيا پالانو له خوا په نږدې ۷۷ حالاتو کې کارول کېږي. د هغو ناروغانو لپاره هم توصيه کوي، چې د حافظې کمزوري لري.
د کوپرې غوړي د حافظې په پياوړتیا مې ډېر موثر تمامېږي. په ځانګړې توګه عمر خوړلو خلکو ته لا ډېر ګټور دي.

 ۳. د هګيو زېړ
که څه په ټوله کې هګۍ د صحت لپاره ګټور دي خو په خاصه توګه د هګيو ژېړ ډېرې روغتيايي ګټې لري. هګيو زېړ په ډېره کچه کولین لري، چې په ښځو کې د جنين د ودې لپاره ډېر ګټور دي. ددې تر څنګ ګڼې نورې روغتيايي ګټې هم لري. که تاسو د کلسترول له وجهې هګۍ نه خورئ نو ښه خبر درته لرم. وروستۍ څېړنې وايي، چې هګۍ د کلسترول په لوړوالي کې هېڅ ډول ونډه نه اخلي. همدارنګه څېړنو ښودلې ده، هغوی چې په کافي اندازه هګۍ خوري. نسبت هغوی ته چې نه یې خوري ډېر ذهين او په ذهني لحاظ فعال وي. تاسو هم خپل غذايي رژيم کې هګيو ته ځای ورکړئ.

 ۴. د خامو زيتونو غوړي
دغه غوړي د مغز او حافظې د پياوړتيا لپاره واقعي خواړه دي. باید هېر نه کړئ، چې دغه غوړي د پخلي لپاره مناسب نه دي. نو هېڅکله کوښښ مه کوئ په دې غوړيو کې خواړه پاخه کړئ. همدارنګه دا غوړي په یخو ځايونو کې وساتئ.

 ۵.غوزان
غوزان د ويټامين E او معدني مواده بهترینه سرچينه ده، کوم چې ستاسو د حافظې په پياوړتيا کې ګټور رول لوبوي. همدارنګه ستاسو د حافظې د چټکتيا سبب ګرځي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply