دا کړنې مو د سترګو دید کمزوری کوي

ژباړه ـ ریاض مقامزی

2,256

د انسان د بدن هر غړی د ځانګړي اهمیت او دندې درلودنکی وي. د سترګو په مرسته کولای شو چې نور خلک او اشیا ووینو. که چېرې د ساتنې په اړه یې بې غوره شو، لرې نه ده چې د لیدلو ځواک مو کمزوری شي او د شیانو له “نه لیدلو” یا “ضعیف لیدلو” به ځورېږو. د دې لپاره چې سترګې مو تر ډېره سالمې پاتې شي او ضعیفې نه شي؛ نو دا لارښوونې هېڅکله مه هېروئ.

 

لومړی| له”لمر ضد” عینکو ډډه مه کوئ!

په افغاني او ځانګړې توګه پښتني ټولنو کې هغو کسانو پسې ملنډې وهل کېږی، چې عینکې په سترګو کوي. په داسې حال کې چې روغتیاپالان تل دا توصیه کوي، چې په لمر کې حتما عینکې په سترګو کړئ. دا ځکه چې د لمر مضرې وړانګې د سترګو شبکې ته سخت زیان رسوي او د وخت په تېرېدو مو سترګې کمزوري کوي.

د یو لوستي او هوښيار انسان په توګه د خلکو ملنډو، خبرو او نورو مسایلو په اړه فکر مه کوئ. عینکې په سترګو کړئ، ځکه چې د خلکو له خبرو څخه زموږ او ستاسو د سترګو روغتیا خورا مهمه ده.

 

دویم| له چککو ډډه وکړئ!

په اکثرو کورنيو کې چې د چا سترګې درد کوي، راسا درملتون ته ورځي او د سترګو چکک اخلي. په طبي لحاظ دا کار ډېر نا مناسب دی. که تاسو پرله پسې له دې قطرو ګټه واخلئ نو د سترګو د شبکې کوچني رګونه انقباض پیدا کوي او د سترګو دید مو ننګوي. که سترګې مو درد کوي، نو د همدې برخې متخصص سره ووینئ او لارښوونې یې عملي کړئ. پخپل سر له درملو اخیستلو ډډه وکړئ.

 

درېيم| له موبایل او کمپپوټر څخه لرې اوسئ!

په یوویشتمه پېړۍ کې له موبایل او کمپيوټر څخه مطلق لرې اوسېدل بېخي ناشونی دی؛ خو دا زموږ په واک کې دي، چې له کمپيوټر او موبایل څخه استفاده کمه کړو.

د سترګو رپېدل له موږ سره مرسته کوي، چې په سترګو کې د اوبو جریان سم ترسره شي. خو که موږ پر له پسې کمپيوټر او موبایل ته کښېنو د سترګو د رپېدو تعداد کمېږي او په دې توګه سترګې وچېږي. پر له پسې دا کار د سترګو د ضعیفېدو سبب کېږي.

 

څلورم| له مصنوعي ښکلا څخه تېر شئ!

هر انسان خوښوي، چې ښکلی و ایسي او نور یې خوښ کړي؛ مګر دا کار تل زموږ په خیر نه وي. کله ناکله له لینز او نورو ارایشي توکو استفاده کومه ستونزه نه پېښوي. مګر همېشه له دې توکو ګټه اخیستل زموږ د سترګو روغتيا ته زیان رسوی. همدارنګه د سترګو له سینګار سره ویده کېدل هم زموږ د سترګو روغتيا له ننګونو سره مخ کوي.

 

پنځم| سیګرټ مه څښئ!

د سیګرټو پر ګڼو روغتيايي زیانونو نږدې ټول خلک پوهېږي؛ خو شاید دا به اوس اورئ چې سیګرټ د نورو روغتيايي تاوانونو ترڅنګ زموږ او ستاسو د سترګو روغتيا ته هم تاوان رسوي. نو کوښښ وکړئ له څکلو یې ډډه وکړئ. همدارنګه له هغو ځايونو لرې اوسئ چې دود او ګردونه پکې وي. که د کاري مکلفیت له مخې مجبور یئ، نو بیا عینکې حتما په سترګو کوئ.

 

شپږم| ژر اقدام کوئ! 

اکثره خلک د سترګو سوځېدل، اوښکي کول او نورې ستونزې عادي ګڼي. په دې توګه د وخت په تېرېدو سره دا ستونزې لویېږي. نو زموږ وروستۍ توصیه همدا ده، چې د سترګو ناروغۍ عادي مه ګڼئ. ژر اقدام وکړئ او له اړوند متخصص سره ووینئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.