جمهوریت؛ پخواني چارواکي ولې د ولسمشر خلاف دي؟

کبیر حقمل

779

حامد کرزي د ۲۰۰۱ کال په مني کې په هغه ښار کې قدم کېښود، چې د مارشال فهیم د امنیت له زندانه په کې په جادويي‌ډول ژوندی وتلی او له هیواده بهر شوی و، خو دا ځل د یوه عادي افغان یا سیاستوال په توګه نه؛‌ بلکې د ولسمشر په توګه.

کابل ته د تلو‌ پر مهال او بیا تر اوسه د نوموړي تر ټولو ستره غلطي په ګوندي سیاست نه باور او د هیواد د سیاسي‌ ثبات لپاره د یوې منسجمې عملي نظریې نه لرل و.

نوموړي ته په لومړیو کې امریکایانو د زرګونو په شمېر کې یوازې وسله والو ساتونکو او سرتېرو لګښت منلی و،‌ خو دی تش لاس او پرته له کوم محافظه دداسې یوه سیستم په راس کې ودرېد، چې له سره تر پښو د ډلو او تنظیمونو له کسانو ډک او مالامال و.‌ د ښاغلي کرزي استدلال دا و، چې افغانستان د ګوندونو له امله وېشل شوی او نوی پېر یې داسې یوه چاته ضرورت لري، چې هره ډله او هر ګوند په یوه سترګه وویني او ټولې خواوې ورباندې راټولې شي. هغه څه، چې نوموړی یې اوس هم د خپل وخت له مهمو لاسته راوړنو څخه بولي.

که څه هم ولسمشر کرزي له دې امله کله نا کله ستایل کېږي، خو دا ښايي‌ د هغه له سیاسي موقف او پرېکړو ډېر په هغو امکاناتو، څوکیو او واک پورې تړلي وي‌، چې نوموړي د مختلفو ګوندونو په تېره بیا جهادي ډلو مشرانو او غړو ته ورکول او هغوی یې له برکته د ژوند تر ټولو خوږې ورځې لرلې.

که څه هم تمه وه، چې د وخت په تېرېدو به د پخواني‌ ولسمشر دا پالیسي بدله او په یوه سیاسي محور به فکر وکړي، خو دا کار یې تر پایه ونکړ،‌ حتی د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې، چې هر سړي‌ باور کاوه نور له پخوانیو ډلو ستړی او یو څه مستقل کار ته تیار شوی، بیا هم هغه د شمالي‌ ټلوالې تر ټولو مخکښ او موثر غړی مارشال فهیم خپل لومړی مرستیال کړ او په دې ډول یې د خپل ۸ کلن کار ثمره بېرته په هغو ډلو پورې وتړله،‌ چې ده ته یې په اړه په وار وار شکایتونه شوي و او هغه یې هم په اړه مختلفو بیانیو کې خبرې کړې وې.

ولسمشر غني او نوې هیلې

د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې د لومړي ځل لپاره د وخت د ولسمشر پر وړاندې یو منسجم ګروپ،‌ چې ډېری غړي یې فکري او خود جوشه ځوانان و او پر پخوانیو تنظیمي او قومي ډلو نه و تړلی، د محمد اشرف غني په مشرۍ رامخې ته شو. که څه هم په ټاکنو کې ددې ډلې نتیجه مایوسوونکې وه، خو زرګونو ځوانانو ته یې ددې فکر پیدا کړ، چې د یوه نوي سیاسي حرکت لپاره فضا ایجاد شوې او باید ګټه ترې واخیستل شي. فکري‌ ځوانانو هغه مهال په ټاکنو کې د بایلې خپګان په دې خوشالۍ کماوه، چې ګنې ښاغلی غني د یوه سیاسي غورځنګ په جوړېدو کار کوي او د ۲۰۱۴ ټاکنو ته به په یوه نوي انداز مخې ته کېږي، چې متاسفانه داسې ونشول.

په ورته وخت کې یې په ولس کې هم د سیاسي نفوذ او جوړښتونو هڅه ونکړه او دا تشه یې په ټاکنو کې له دوستم او خلیلي سره د ائتلاف له لارې ډکه کړه. که څه هم په سیاسي لحاظ ده د دوو مخکښو قومي سیاستوالو معلومې او په حساب پوره رایې خپلې کړې، خو دې کار تر نظام ډېر هغه څه ته زیان ورساوه،‌ چې ده خپل کاري اصول او نورمونه ګڼل. د ټاکنو له ګټلو وروسته له عبدالله سره په توافق او د اجرائیې ریاست په جوړولو ښاغلي غني د خپلو فکري پلویانو هغه ټول آرمانونه، چې د جهادی، قومي او جنګي ډلو له نفوذه د پاک افغان دولت تمه یې لرله، له مطلق اضمحلال سره مخامخ کړل. که څه هم هغه هڅه وکړه، چې خپل دا تصمیمونه توجیه کړي او په مختلفو ناستو کې یې ځوانانو ته و هم ویل،‌ چې په دې اړه جدي غبرګونه ونه ښيي، خو ورانی شوی او کار هغه ډول، چې تمه یې وه، نه و پر مخ تللی.

یو دولت او دوه واکمنۍ

د حکومت نوي جوړښت هغه څه، چې د ولسمشر کرزي پر مهال خلکو ترې سر ټکاوه، تر پخوا بدتر کړل. هغه ادارات، چې د توافق بل اړخ ته رسېدلي و، عملا د داسې څه شاهد و،‌ چې یو دولت او دوه واکمنۍ بلل کېدلای شي. ولسمشر غني که څه هم تر پایه هڅه کوله پر خپل ټیم او کسانو هغه اصول‌، چې ده باور ورباندې درلود عملي کړي، خو بلې خوا ته بیا بل څه روان و. دا کیسه تر پایه وغځېده. له بي بي سي سره په وروستیو خبرو کې یې هم دې ته اشاره کړې،‌ چې آن لا د ولایت د امنیه قوماندان تر ټاکلو‌ پورې ملحوظاتو ته کتل کېدل.

له مخالفانو سره توافق او د هغه حکومت نیمايي برخه داسې ډلو ته سپارل،‌ چې له پخوا یې د لوړې او منځنۍ کچې ډېری څوکۍ له هغوی سره وې یوازنۍ ستونزه نه وه. ولسمشر دا هم ونکړل، چې خپل نژدې ټیم او وزیران له هغو کسانو وټاکي، چې فکري لوبېدل او د مسلکيتوب ترڅنګ یې سیاسي لید هم درلود.‌ ددوی ځای په لومړي سر کې په هغو کسانو ډک شو، چې ظاهرا د نظام کادرونه یا مدني او فرهنګي فعالان بلل کېدل خو په اصل کې د ولسمشر له مفکورې او لارې سره کلک مخالف او هغو ډلو ته وفادار و، چې نیم نظام یې له بلې لارې خوړه او یا هم مستقیما د ولسمشر پر وړاندې ولاړ و. یو شمېر نور مهم ځایونه په هغو کسانو ډک شول، چې یا له بهره راغلي و او یا یې هم په کور دننه په یوه ډول نه یو ډول ځانونه تر ولسمشره رسولي او د هغه باور یې تر لاسه کړی و. دوی د ښاغلي غني د ډېرو هغو حساب وړ پلویانو او ملاتړ کوونکو ځای ونیو، چې غوښتل یې د ولسمشر د آبادۍ، پرمختګ او ښه نیت د پروګرامونو پر بنسټ افغانستان، په یوه نوي لوري روان کړي. هغوی نه موثر کار وکړلای شوای، نه یې په ولس کې ځای و او نه یې هم د هغه ولسمشر سیاسي او ملي داعیې ته خیر ورساوه، چې تر نورو یې پر دوی ډېر باور کړی او فرصتونه یې ورته برابر کړي و.

نن خوږ سبا تریخ

 د پورته یادو شویو معیارونو پر بنسټ ټاکل شوي ډېری کسان به، چې کله له څوکۍ لرې شول، سبا به د ولسمشر د مخالفانو په کتار کې ولاړ و. موږ په خپلو سترګو داسې کسان لیدلي، چې نه یوازې د ولسمشر؛ بلکې د ارګ د نژدې حلقې د متوسطې پایې غړو ته به یې هم له لرې سلامي وهله، خو چې له دندې به لرې شول بیا به یې هغه څه ویل، چې د اورېدو نه و. همدې ستونزې ته په کتو مو په وار وار د ښاغلي غني د ټیم تر ټولو لوړ پوړو مشرانو ته ور یاده کړه، چې هیواد د یوه ملي او رغنیز فکر پر بنسټ سیاسي جوړښت رامنځته کېدو ته اړتیا لري، خو چا جدي فکر ورباندې ونه کړ او دا چاره په نن او سبا وسپارل شوله.

د ارګ په دیوالونو کې په تېره بیا د پښتنو مشرانو لپاره لویه ستونزه داده، چې کله ورننوځي بیا بې کچې ملي شي. له دې مو هدف دا نه دی، چې قومي سیاست دې وشي،‌ خو که ملیوالی ددې لامل شي، چې د ولس هرڅه د یو څو سیاسي‌لورو یا اشخاصو د خوشالولو او یا د قومي او متعصبو مطبوعاتو د خولو بندولو لپاره قربان شي، دا یې بیا تر ټولو بده طریقه او کړنلار دی. موږ متاسفانه هم د ولسمشر کرزي او هم د ولسمشر غني په دورو کې له همداسې یوه حالت سره مخامخ و. دا وړاندیزونه په وار وار مطرح شوي‌، چې لږ تر لږه دې د ولسمشر او نژدې سیاسي او تصمیم نیوونکې حلقې شاوخوا د باور او اعتماد داسې کسان ځای پر ځای شي،‌ چې هم په کار پوه وي، هم یې پر وطن زړه سوځي او هم له سیاسي‌ لحاظه ولسمشر او فکرونو ته یې ريښتیني وي.

نن یوازې غني ملامت دی

همدا کیسه وه، چې نن پر هیواد د راغلو ټولو ناخوالو پړه یوازې پر ولسمشر او دده پر حلقې لوېږي. د خدای دنیا ده. هغه کسان، چې تر بل هر چا مشرتابه ته نژدې پاتې شوي، د ولسمشر خوله او ژبه به و یا یې د دفتر ټول کارونه او صلاحیتونه ورسره و، نن هغه په تعصب یا د نورو په نه منلو تورنوي. ددنیا په هېڅ ډیموکراسۍ کې داسې نه دي شوي، چې یو ټاکل شوی ولسمشر دې د خپل سیاست او دفتر دروازه د خپل فکر نه لرونکو کسانو پر وړاندې دومره پرانیستې پرېږدي لکه ولسمشر غني، چې پریښې وه. جالبه خو داده، چې له ټول دولت او ځواک سره اوس ولسمشر په دې هم ګنهکار دی، چې ملي امنیت سلاکار او د چارو ادارې لوی رئیس یې له خپل ټیمه و. موږ ددې کسانو د کار پر موثریت او نه موثریت څه نه وایو، خو هغو ته، چې نه له ولسمشر سره په فکر کې یو و، نه یې د کمپاین غړي و، نه یې هغه ته صداقت درلود، خو بیا یې هم هیواد ته د خیر رسولو په ګمان د ولسمشر خوا کې مهم ځایونه نیولي و، څنګه دا خبره خولې ته ورځي؟

څه باید وشي؟

خلک یې د نورو له تجربو زده کوي، خو موږ افغانان متاسفانه خپله تجربه کوو او بیایې هم نه ترې زده کوو. په سیاست او هر کار کې مو، چې د کومې بدۍ له امله وهل خوړلي وي، بېرته په راسمېدو هغه کارونه له سره پیلوو او د خپل ځان د خرابۍ اسباب په خپله برابروو. همدا اوسني طالبان وګورئ. دا جنابان هغه کارونه ښه په درز کې کوي،‌ چې یو ځل پخوا یې له امله په غرونو او پاکستان شوي و. همداسې به زموږ ملګري او مشران هم که بل چانس ورته برابرېږي پر هغو لارو روان وي، چې پخوا ورباندې تللي او د هیواد د اوسنیو لانجو د یوې برخې لامل شوي دي.

د هیواد او طالبانو حالاتو ته په کتو متاسفانه او متاسفانه دا هیواد یو بل بدلون هم په مخ کې لري. ددې بدلون د ښه مدیریت او د ولسمشر کرزي او ولسمشر غني د وختونو د منفي تجربو او ځینو ناسمو سیاستونو د نه تکرار لپاره بیا هم ډېره اړینه ده، چې په یوه سیاسي جوړښت فکر وشي.‌ داسې سیاسي جوړښت، چې افغانستان د خپل وجود او امکاناتو په آئینه کې وګوري، نه د اروپا او غرب د مجللو اقتصادونو او پرمختللو ټولنو او نه هم د پاکستان او نورو اسلامي او عربي هیوادونو لخوا د تزریق شویو فکرونو او تنګ نظریو پر بنسټ جوړو شویو خیالي دنیاو.

ولسمشر غني د یوه شخص، متخصص او مشر په توګه لاهم د لکونو ځوانانو او افغانانو په زړونو کې ځای لري. دا ځای نه د طالب په واکمنۍ څوک نیولای شي، نه د پخوانيو چارواکو په کنځلو او تورونو او نه هم داسې بدلونونو، چې اوس راغلي. ددې ځای قدر کول او له هغه موثره استفاده په کار ده.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له سقوط وروسته ددوی مشر ملا محمد عمر جالبه خبره وکړه. ویې ویل،‌ چې امارت فاسد شوی او سقوط یې دې ته لار خلاصوي، چې فاسد کسان ترې لرې او بېرته د هغه په تعبیر یو سوچه امارت رامخې ته شي. د ولسمشر غني او د هغه د همفکرو لپاره هم دا سقوط یو داسې چانس کېدلای شي، چې په تېرو شویو ټولو ناکامیو له سره کتنه وشي. پورته کښل شوي توري یو هم د پیغور او طعنې په توګه نه دي مطرح شوي؛ بلکې هغه نا مناسب تصمیمونه او پرېکړې یادې شوي، چې اوس به یې خپله ولسمشر او دده نژدې حلقه هم مني. همدې ټکي ته په کتو ددې اړتیا ده، چې د هیواد ژغورنې لپاره پر منسجم فکر کار وشي، ملي استعدادونه او له بدو نیتونو او فکرونو پاک شخصیتونه سره راټول او افغانستان په ښه لوري سوق شي. دا هم د نړۍ په ګټه ده، هم د هیواد او هم د هغو کسانو، چې په خپل ملک کې په عزت او د خپل ولس لپاره د خدمت ژوند غواړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.