ادې مې آرامه پرته وه، وږې، تږې او وچ حلق

کبیر حقمل

1,466
په سختۍ یې تنفس کاوهٔ، د سږو خرابوالي له امله یې حلق وچ و، په وار وار یې ماسک له خولې لرې کاوهٔ او خپل نارنجي رنګه بوتل نه یې اوبه څښلې. زه ډاکټرانو له خونې ووېستم، ویل یې دلته نور ناروغان دي اجازه نه لرې، چې واوسې. مور مې د وروستي ځل لپاره خبرې راسره وکړې. وږې وه. له ډاکټرانو مې د څه ورکولو اجازه واخیسته، ویل لږ څه ورکولای شې. په منډه ووتم، څه شیدې، جوس او کیک مې ورته راوړ، چې خونې ته ننوتم، ډاکټرانو یې له ورکولو منع کړم. په احتیاط یې څنګ ته ورغلم، سترګې یې پټې وې، ویل مې چې خوراکي شیان ونه ګوري، زړه به یې ورته وشي. د کورنیو خوراکو اجازه یې راکړه. ورور ته مې وویل، چې ژر یې راوړي او زه د روغتون پهره خانه کې ساتونکو سره کېناستم.
مور مې دا ماښام تر پرون هغه ښه وه، حتی ډاکټرانو راته وېل، چې ښایي عادي بستر ته یې ولېږدوي. چې خواړهٔ مې ور ولېږل، د ورور غمجن غږ راغی، ویل یې راشه دا ډاکټران څه وایي؟ ما وویل مشکل نشته دننه ورشه، ویل یې د ادې حالت ښه نه دی!
ور منډه مې کړه. ډاکټر مې نیولی نفس د عاجلې خونې دروازه کې مخته ودرېد. ورور، ورارهٔ او خوریي مې هم ژړل او هم یې دعاوې کولې. ډاکټر راته کړل، چې یو ځل یې تنفس ولوېد او د وېنټېلېټور تحمل یې ونشوای کړلای، ښایي څو شېبو کې پور پرې کړي. خوریی مې یې سرته ولاړ و، د اوبو بوتل یې له ښایسته لاسه لوېدلی او څوکه یې ماته شوې وه. ورور او ورارهٔ ته مې وویل که د ادې وروستی دیدن کوئ ورشئ. ما له لرې ورته کتل.
تر دې یوه ورځ وړاندې ډاکټر هلال راته ویلي و، چې د مور د پاتې کېدو امکانات دې کم دي. د نوروز ورځ وه. د امیري روغتون د دهلېز په مخامخ ښي کونج کې کېناستم، یوازې وم، همزولو او خپلوانو په فیسبوک کې د نوروز د ورځې انځورونه خپرول، زه لکه مرور ماشوم کونج ته کېناستم او پړنګ په ژړا شوم. له دروازې مې د ماما زامن راغلل، اوښکې مې پاکې کړې او ورته ومې ویل ادې مې ښه نه ده.
چې بېرته راغلل ویل لېونیه رکه روغه ده، خوزه پوهېدم، چې روغه نه ده. د نوروز دوېمه یې ماښام ساه ورکړه. خونې ته ورننوتلم. پر تندي مې ښکل کړه او ورته کړل مې، چې مورجانې ځه الله دې مل شه!
نه پوهېږم څه راباندې شوي و. ټولو ژړل، خو ما په ثابتو قدمونو د مور له تذکرې سره رفتار کاوهٔ. خپلوانو ته مې په آرامه روحیه زنګونه وکړل، چې ادې مې مړه شوه. څاروان ته مې، چې د هر درد او غم د لومړي کتار ملګری مې دی ټیلفون وکړ، چې وروره راځه بل غم راپېښ شو.
هغهٔ زما د شهید ورور په غم کې هم تر بل هر چا لومړی راسره ولاړ و او دا ورځ مې هم د زړه د سکون لپاره دی راوغوښت. ادې مې آرامه پرته وه، وږې، تږې او وچ حلق.
ماته د ۲۰۱۷ کال اوړی رایاد شو. زما د شهید ورور د شهادت درېمه ورځ وه. مور مې د کلي په خټینه کوټه کې له نورو ښځو سره ناسته وه او د شهید ویر یې کاوهٔ. زه هم کېناستم او تر څه خبرو وروسته مې ورته وویل، چې ادې کالي او شیان ټول کړئ، نور کلی پرېږدو. زما یې اوس هم ښکلې او معصومه څېره او سپېڅلې اوښکې یادې دي. راته په چیغو شوه، چې زه مې د زوی دروازه نه شم تړلای. ورته ومې ویل که نن نه وي سبا به مو بیایم، خو نور دلته نه اوسو.
مور مې د ورور تر شهادت وروسته اوبه شوه. په نه خبره به یې ژړل او دا ماته د شهید د یتیمانو او کونډې تر لیدو هم سخت پرېوتل. زما ټول هغه خپلوان بد اېسېدل، چې کور ته به راغلل او زما مور ته به یې زما د شهید ورور کیسې کولې. یوه ورځ له کاره راغلم، یو خپل ناست دی او کیسې کوي او مور مې زار زار ورته ژاړي. هرڅه مې خبر واړوله، خو هغه بیا هم زما ورور یاداوهٔ. هغه سړی مې تر ننه بد اېسي او بیا مې یې مخ ونه کوت.
وحشي ترهګرو زما ډېر معصوم ورور شهید کړ. هغه د مور او پلار لاس او پښې او زموږ د زړهٔ سکون و. د هغهٔ له شهادت سره مې د مور زړه وشړېد او پلار مې ددایمي ناروغۍ پر بستر پرېوت. وحشیانو یوازې زما ورور شهید نکړ، زما مور یې هم په غم راته ووژله، زما پلار یې هم د مرض پر بستر واچاوهٔ او زموږ لویه کورنۍ یې له تدریجي مرګ او دایمي غم سره مخامخ کړه. الله دې دوی تباه کړي لکه ډېری یې، چې تباه او د ځمکې له مخه ورک شول.
نن مې د مور د مرګ درېم کال دی. قبر مې یې لا نه دی لیدلی او ډېر لرې ترې راغلی یم، خو یاد یې تل راسره وي. ډېری وخت یې په خوب وینم. مور به مې “دل” یا “زړهٔ” راته ویل. زه یې وروستی بچی وم او وروستي خبرې یې هم ما سره وکړې.
چې جنازه مو یې لوګر ته رخصت کړه د څاروان موټر کې مې ښه ډېر وژړل. ورته ومې ویل، چې زه د کورنۍ کوچنی یم او هر یوهٔ ناز راکړی. دوی دومره ناځوانان دي، چې اوس د خپل ناز په اندازه غمونه راکوي او ځوروي مې.
زما مور جانه او شهید ورور دې خدای وبښي. ددوی د مرګ ورځې پر ما داسې تېرېږي، لکه سل ځله، چې مرم، خو هېڅ مې له لاسه نه کېږي.
لطفا دوی ته دعا وکړئ او دا هم ووایئ، چې الله دې هر سړی له غمونو وساتي.
مورجانې یادېږې مې، ستا مهرباني، غصه، د لاس خواړهٔ، معصومیت او ښکلې څېره، ټول مې یادېږي، خو څه وکړم، چې ډېر بد سره جدا شولو.
انا لله و انا الیه راجعون

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.