مجاهد: استاد جلال د نظام پر ضد د خلکو د تحریکولو په خاطر نیول شوی دی

583

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د يکشنبې په ورځ وويل چې د «جلال په نامه یو متعصب انسان» د دوی له خوا نیول شوی دی. تر دې مخکې رسنیو هم د کابل پوهنتون د استاد، فیض الله جلال د نیول کیدو خبر ورکړی وو خو طالبانو رد کړي وه.  

مجاهد پر خپلې ټويټرپاڼې ليکلي دي چې فیض الله جلال د «خپلو هغو خبرو د وضاحت له پاره نیول شوی چې په ټولنيزو رسنیو کې يې خلک د نظام په ضد هڅول.» هغه زیاته کړې ده چې دغه اقدام د دې له پاره شوی، تر څو بل څوک د استاد او دانشمند له آدرسه داسې «اوتې بوتې» و نه وايي.

د اسوشتید پریس خبري آژانس په حواله، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، جلال د انسانانو له عزت سره په لوبو کولو باندې تورن کړی دی.

فیض الله جلال چې د تلويزيون په سیاسي خپرونو کې پر سپينو خبرو شهرت لري، څه موده وړاندې يې په یوه تلويزيوني خپرونه کې د طالبانو له ویاند محمد نعیم سره هم له شدیدو الفاظو کار اخیستی وو. هغه واک ته د طالبانو تر رسیدلو د مخه، د پخواني حکومت پر کړنو باندې هم سختې نيوکې کولې.

د فیض الله جلال لور، حسینه جلال پر ټويټر د خپل پلار د نیولو خبر د تائيد تر څنګ، د هغه د آزادولو غوښتنه کړې ده: «زه د خپل پلار پروفیسور فیض الله جلال د سملاسي آزادولو غوښتنه کوم.»

مجاهد د «استاد فيض الله جلال» په نوم، پر يوه ټويټرپاڼه کې د طالبانو خلاف د خپرو شوو پستونو انځورونه هم خپاره کړي دي. په يوه پست کې لیکل شوي دي: «د طالبانو د استخباراتو رئيس خپله پاکستانی دی او د استخباراتو اکثریت کارمندان د آی ايس آی له آدرس معاش خوري.» خو دا چې دغه څرګندونې او په ياد نوم ټويټر پاڼه په ريښتيا د استاد جلال ده او که نه، روښانه نه ده.

د جلال د نیول کيدو خبر د رسنيو تر څنګ پر ټولنيزو رسنیو هم ډیر خپور شوی او تر ډيره خلکو د هغه د آزادولو غوښتنه کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.