طالبانو کابل کې په مظاهره کوونکو ښځو ‘اوښلن ګاز’ پاشلی

532

په لسګونو ښځو نن د جنورۍ په ۱۶ (مرغومي ۲۶) په کابل کې یو ځل بیا مظاهره کړې او ویلي یې دي چې پر ښځو باندې د طالبانو له لورې د محدودیتونو د لګولو پر وړاندې چوپ نه پاته کیږي.

دغو ښځو د عدالت – عدالت، له اسارت نه سټړي یو، “عالیه چیرته ده او زینب مو ولې ووژله؟” شعارونو په ورکولو سره خپلو مظاهرو ته دوام ورکړ او همداشان د هیواد په مختلفو برخو کې یې د طالب افرادو تاوتریخوالی محکوم کړ.

طالبانو د ددغو ښځینه مظاهره کوونکو د خپرولو لپاره “د اوښلن ګاز” نه کار اخیستی چې یو شمیر ښځو په موقتي توګه د سترګو دید له لاسه ورکړی و.

یوې مظاهره کوونکې هدا خموش، وویل: “مونږ نن د عالیه عزیزي لپاره د عدالت غوښتنې او د هغې د ازادیدو او د مزارشریف د نجونو لپاره راوتلي یو او اعتراضونه کوو، خو د امارت له لورې د کابل پوهنتون او ده بوري په برخه کې محاصره شوو او نجونو ته یې برقي شاکونه ورکړل او د یو شمیر نورو پرمخ یې د مرچکو سپرې وشیندله.”

دغو ښځو ویلي چې تیره اونۍ طالبانو د دولت یوه پخوانۍ کارکوونکې زینب عبداللهي، د کابل په لویدیځ کې د طالبانو په یوه تالاشئ کې وژلې او همداشان د پولیسو یوه پخوانۍ منصبداره عالیه عزیزي یې نیولې ده.

دغو اعتراض کوونکو ښځو ویلي چې میرمن عزیزي د څلورو میاشتو راهیسې د طالبانو په توقیف کې ده او برخلیک په اړه یې هیڅ خبر نشته.

یوې مظاهره کوونکې مدینه دروازي وویل: “نن د خپلو مبارزو ملګرو سره بیا کوڅو ته ووتلو، هیڅکله نه ډاریږو او هیڅکله سکوت نه کوو، لغمانۍ نجلۍ او هغه نجلۍ یې چې په برچي کې یې په ډزو وویشتله نه هیروو. تر څو چې یو څاڅکی وینه زمونږ په بدن کې شته دریږو.”

طالبانو په افغانستان کې له واکمن کیدو وروسته پر ښځو یو لړ محدودیتونه ولګول او اوسمهال اکثر ښځې او نجونې د کار او زده کړو له حق څخه محرومې دي، او یواځې د شپږم ټږلګي پورې نجونې ښوونځیو ته ځي.

طالبانو همداشان د خپلې واکمنۍ په پنځو میاشتو کې په پرله پسې توګه فردي ازادۍ، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ازادۍ محدودې کړې دي او امر یې کړی چې ښځې “حجاب” واغوندي.

په کابل کې دغو ښځینه مظاهره کوونکو همداشان نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې ویلي چې “افغانې ښځې او نجونې” لاهم پدې هیواد کې ساه کاږي، دوی له ټوبو ښځو غوښتي چې د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې غږ پورته کړي.

که څه هم چې طالبالن د خپل لومړي ځل واکمنۍ – ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ پورې – د یو پراخ بنسټه او معتدل اسلامي حکومت د جوړولو ژمنه کړې، خو زیات شمیر افغانان په ځانګړې توګه ښځې د دوی ددې ادعا په هکله بدبینه دي او ډاریږي چې ښایي خپل هغه حقونه له لاسه ورکړي چې په تیرو دوو لسیزو کې ترلاسه کړي.

طالبانو تل ویلي چې د “اسلامي شریعت په چوکاټ کې” د ښځو حقونو ته ذژمن دي، خو د طالبلانو د دولت ټول غړي نارینه دي او اکثر ښځې تر اوسه خپلو کارونو ته د تللو اجازه نلري. طالبانو ویلي دي چې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار کولو لپاره باید “شرایط” برابر شي.

www.pashtovoa.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.