ښوونه او روزنه

شېبه ګهیځ

1,000

ښوونه او روزنه په فزیکي (جسماني) ښکلاییز، روحي، ذهني، اخلاقي او ټولنیز لحاظ د انسان د ودې او انکشاف څخه عبارت دی، چې د هغې په وسیله وکړای شي مهارتونه زده کړي. خپل کلتور درک کړي، کورنۍ مسوولیت په غاړه واخلي، خپل ځانته مسلک وټاکي او د خپلې ټولنې یو فعال او ګټور غړی شي.
زموږ په ټولنه کې د ښوونې او روزنې ارزښت ښوونه او روزنه د دوه سیکې او یا د یوې ونې د څانګې په څېر دی. که د سیکې یو مخ ناچل وي؛ نو د سیکې بل مخ هم د باور وړ نه دی. همدا رنګه که څانګې له وجود څخه پرې شي له منځه ځي؛نو دا ویلی شو چې ښوونه او روزنه دوه دا ډول مفاهیم دي چې یو له بله نه جلا کېږي. لکه چې وایي: ښوونه ښه ده؛ خو روزنه تر هغې لا ښه.
د نن ورځې پرمختللي ښوونه او روزنه، لوړې زده کړې او عصري علوم یو هم سملاسي او بې له یوې سابقې او تسلسله اوسنۍ او پرمختللې مرحلې ته نه دي رسېدلي. ټولو علومو او ورسره تعلیم د پیړیو پیړیو واټن وهلی، لوړې او ژورې یې لېدلي او د انکشافي پړاوونو له تېرولو سره وروسته یې اوسنۍ حالت خپل کړی دی.
اوسني پوهان په دې اند دي چې د ښوونې او رزونې زده کړه یوازې د شیانو سپارل حافظې ته نه دي؛ بلکې زده‌کړه د پوهې، درک، احساس او تطبیق څخه یوه مرکبه عملیه ده. د پوهانو په اند ذهنیت په دوو برخو ویشل کېږي، یو منفي بل مثبت، زموږ هدف دلته یوازې په مثبت برخه دی. ذهنیت هم په فکري او او فزیکي برخو ویشل کېږي. که چېرې د ښوونې په مفهوم کې دا درې اصول چې د مهارت، هدف لرل او زده‌کړې څخه یو اصل پاتې شي ښوونه نېمګړې ده، ښوونه معنا له لاسه ورکوي او هدف ته رسېدل ستونزمن کېږي.
ښوونې ته په اسلام مبارک دین او قران کې هم اشاره شوې ده په ټولو شیانو کې چې الله ج پیدا کړي لومړنی څیز قلم دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.