غــــزل

مصطفی آرين

667
که بیزاریم له پخوا یمه له ښاره
راوتلــې ترې بیگاه یمه له ښاره
لږ نژدې شه چې د زړه درزا مې واورې
څه په غوږ کې درته وایمه له ښاره
په قیصو قیصو په چل چل مې ویده کړو
وږې ځوئ مې کورته بیایمه له ښاره
دبدل رنگونو ښار دی نور څه نشته
دلته څه دي تاله راوړمه له ښاره
دنکریځو دوکاندار کفن فروش شو
همغه رنګونه غواړمه له ښاره
ډیر دې وویل له دې ښاره هر څه غواړم
ډیر مې وویل نور څه مه غواړه له ښاره
زه به خپله ترینه وځمه قسمته
په خندا خندا او ویاړمه له ښاره
که د تورې کرښې منځ کې یم آرینه
زه به دې کرښې نه واوړمه له ښاره

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.