نادرشاه د انگريزی استعمار په وړاندې د

عبدالرحمن زمانی

786

نادرشاه د انگريزی استعمار په وړاندې د ستر مباز باچا خان په خاطراتو کې

 د هندوستان د خپلواکۍ دسوله ايزی مبارزې  د نامتو اتل ، د سرحد د گاندهي،  باچاخان  د مبارزو  تاريخچه اوږده او لر او بر پښتانه پرې خبر دي .  زه پرته له دې چې د عدم تشدد د پاليسۍ د لارې د دغه مشر او لارښود په هکله، چې د ژوند تقريباْ دريمه برخه يې د انگريزی استعمار په زندانونو کې تيره کړې ده، پدې اونۍ کې د  ليکوالانو خپاره شوي مطالب بيا تکرار کړم، د هغه په خپل قلم ليکل شوي خاطراتو «زما ژوند او جدو جهد» ته مراجعه کوم  او  هغو محترمو لوستونکو ته چې دا کتاب يې لوستلې نه وی، هغه لنډه برخه را اخلم چې د افغانستان په ارتباط د انگريزی استعمار د دسيسو، غازی امان الله خان او د کابل واکمنۍ ته تر رسيدو دمخه د جنرال محمد نادرخان سره د کتلو او وعده خلافيوپه هکله ده .

ارواښاد خان عبدالغفار خان ليکی چې :

«څه وخت چې افغانستان کې شورش شروع شو. دا انقلاب نه ‌و. شورش و امان الله خان قندهار ته لاړو. په کابل بچه سقاو قبضه وکړه انګرېزي اخباراتو د افغانستان برخلاف کيسې.طعنې او خوشحالۍ شروع کړې، نو زه پوه-شوم چې پیرنګيان چې په افغانستان کې د پښتنو ترقۍ ته کتی نه شي نو مونږ به ترې دلته په سرحد کې څه ترقي وکړی شو؟ او فورأً مې دا اراده وکړه چې په دې را ز پښتانه پوهول په کار دي. او دوره مې شروع کړه کلي په کلي.ښار په ښار او علاقه په علاقه وگرزيدم، جلسې مې وکړې، د خدای په فضل ټول پښتون يکدم د خوبه را بيدار شو پوه-شو او د خپل قوم تباهي او بربادي يې محسوسه کړه او د افغانستان د خدمت دپاره يې ملا وتړله» . (عبدالغفار خان، زما ژوند او جدو جهد،  ۳۳۹-۳۴۰ مخونه).

باچا خان د غازی امان الله خان د استعفا، کندهار ته تگ اوبيا د سردار عنايت الله خان د ورتگ او د غازی امان الله خان د حکومت د بيا اعلانولو نه وروسته د لرو پښتنو د ملاتړ  او احساساتو د ويښيدو په هکله ليکي چې:

«زمونږ انجمن هم هرقسم مالي او جاني خدمت ته تیار شو، د افغانستان د پښتنو بربادي او غم د سرحد پښتنو خپل غم او خپله بربادي ګڼله، ځکه چې مونږ يو وروڼه او يو قوم يو.او د سرحد په پښتنو کې د افغانستان د وروڼو د امداد او همدردۍ يوه داسې جذبه پیدا شوه چې زه د هغې بیان کولی نه شم که امیرو که غریب و ،که تعلیمیافته و اوکه بې علمه ښځې وې او که نروو د افغانستان په مصیبت زهیر وو. او د امان الله خان دوباره حکومت قایمولو دپاره هر خدمت ته تیار وو او خلکو به دعاګانې کولې چې ای الله ته زمونږ غمخور بادشاه امان الله خان ته کامیابي ورکړې. په پښتنو کې ډېر بادشاهان تېر شوي دي، ليکن د پښتنو ښځو، نرو چې څومره مینه او محبت د امان الله خان سره و، هغه بل بادشاه سره نه و، امان الله خان به وې چې زه د پښتنو انقلابي بادشاه یم. او د هغه دا خبره بالکل رښتیا وه چې هغه په پښتنو کې يو عجیبه انقلاب پیدا کړو، او زه چې نن پښتنو ته ګورم نو حیرانېږم چې په پښتنو کې دا دومره زر دا تبدیلي د قومولۍ او ورورولۍ احساس پیدا شو او سیاسي شعور په کې راغی. انقلاب یو سېلاب وي، چې راشي نو اوده خلک یوسي اوويښ ترې فایدې اوچتې کړي. د افغانستان انقلاب کې د افغانستان پښتانه لاهو شول، مونږ کوزو پښتنو ترې فایدې اوچتې کړې، ولې چې مونږه ویښ او بیدار وو». (زما ژوند او جدو جهد،  ۳۴۱ مخ).

باچا خان  پدې ترڅ  کې د سرحد د پښتنو او نورو سيمو دمشرانو د هلو ځلو په هکله زياتوي چې:

« د کوزو پښتنو زړه چېرته په تشو دعاګانو او جلسو باندې قرارېده هغوی د افغانستان په دې غم او مصیبت کې عملي شرکت غوښتو او ددې خبرې خواهش يې لرلو چې افغانستان ته لاړ شو او خپلو وروڼو سره په دې غم کې شریک شو. او د خپلو زخمیانو وروڼو دارو درمل وکړو او د هغوی پس ماندګانو سره امداد وکړو، چې څوک مړه دي او بچي او ښځې یې پاتې شوي دي، د دې دپاره مو یوه کمېټي جوړه کړه چې د هغې نوم دافغان هلال احمر» و. او د دې کمېټۍ کار د افغانستان د پښتنو طبي او مالي خدمت و، کلي په کلي علاقه په علاقه خلکو د دې کمېټۍ دپاره د چندې جمع کولو انتظام وکړو او په یو لږ وخت کې يو طبي وفد تیار شو چې هغه زما د مشر ورور ډاکټر خانصاحب په سرپرستی کې تلو ته تیار شو، د افغانستان په امداد کې يو پښتون هم څه کمی کړی نه دی. ليکن د بنو خلک، د ډېره اسماعیل خان گنډي خاندان، د سودم خانان، د بایېزو خانان، قاضي عطا الله خان، علي اصغر خان، علي ګل خان او میا احمد شاه صاحب د ډېر تعریف وړ دي، لیکن پیرنګیانو دا خبره چېرته خوښوله، د هغوی په زړه دا چېرته ځايېدی شوه چې د افغانستان د امداد دپاره دې د سرحد پښتانه لاړ شي ولې چې په دې طریقه خو زمونږ ورورولي او قومولي قائمېده او هغوی چېرته دا غوښتل. مونږ له یې اجازه رانه کړه. ما خو ډېردا کوشش وکړو چې د دوی د اجازې نه بغیر مونږ له افغانستان ته تلل په کار دي، مونږ ته د پیرنګیانو د اجازې او د پاسپورټ څه ضرورت نشته، ولې زما دا خبره کمېټۍ ونه منله او ما دا هم کمېټۍ ته وویل چې تر څو امان الله خان په افغانستان کې وي، مونږ له انګرېزان د تلو اجازت افغانستان ته نه راکوي. خو کمېټۍ به ویل چې مونږ خو که بغير د انګرېزانو د اجازت نه لاړ شو نو بیا به په مونږه دارو او درمل بند کړي. پیرنګیانو خو اول دا اعتراض اوچت کړو، چې تاسو خو د امان الله خان امداد دپاره ځئ. ليکن که هغه هم ستاسو د امداد خواهش وکړي، که چېرې تاسو د هغه اجازت نامه راوړه بیا مونږ تاسوله د تلو اجازه در کوو. زه او میا جعفر شاه د دې کار دپاره مقرر شو چې امان الله خان ته لاړ شو او اجازتنامه ترې راوړو ولې ما کمېټۍ ته وویل چې مونږ خو د قوم او خپلو وروڼو د امداد دپاره ځو، په دې کې د امان الله خان د اجازې څه ضرورت دی او مونږ خود پښتنو د امدا د پاره تلو» . (زما ژوند او جدو جهد،  ۳۴۲ مخ).

باچا خان د انگريزانو د بهانو او غازي امان الله خان ته ددوې د انسانی او روغتيايي مرستو د رسولو د مخنيوي په هکله زياتوي چې:

«مونږ اول د پېښور وکیل تجارت له لاړو چې هغه زمونږ دپاره اجازه را وغواړي، لیکن چې څو ورځې تېرې شوې او هغه اجازه راونه رسېده.نومونږ کندهار ته د تلو اراده وکړه چې د امان الله خان نه اجازتنامه راوړو. په شاهي باغ کې د پښتنو يوه عظيم الشانه جلسه وشوه، ما او جعفر شاه د خپلو تلونه خبر کړل، لیکن دا مې ورته هم ووې چې دا ټولې د پیرنګیانو بانې دي،هغوی پخپل وس زمونږ وفد له د تلو اجازت نه راکوي او دا به تاسو ته ډېر زر معلومه شي، مونږ شپې له نوښار ته لاړو، شپه مو هلته تېره کړه د شپې یوه لویه جلسه وشوه او سبا له مونږ د نوښار د سټېشن نه رېل کې سواره شو. د راولپندی سټېشن ته ورسېدو، مولانا اسحاق صاحب هزاروي او د ښار ډېر مسلمانان زمونږ د لیدو دپاره سټېشن ته راغلي وو، او څه وخت چې زمونږ ګاډی لاهور ته راورسېدو، نو مولانا ظفر علیخان او د مسلمانانو او هندوانو ډېر لیدران زمونږ لیدو له راغلي وو، مونږ يې د ګاډي نه راکوز کړو او د لاهور ښار ته یې بوتلو او یو لوی جلوس یې اوښکلو حالانکه زه د دې نه مخالف وم. په سبا له په لاهور کې د هندوانو او مسلمانانو یوه لویه جلسه وشوه، چې په هغې کې د حکومت د ملامتیا او مونږ سره د امداد او همدردی تقریرونه وشول. او قرار دادونه پاس شول، بله ورځې مونږ د کراچۍ په میل کې د لاهور نه کوېټې ته روان شو، چې سکهر ته ورسېدو، د سنده حضرت مولانا او بعضې د سنده مسلمانان زمونږ لیدلوله راغلي وو، هغوی سره مو ډېرې خبرې وشوې، دلته زمونږ ګاډی بدل شو او مونږ کوېټې ته روان شو، سحر وختي زمونږ ګاډي سېوې ته ورسېدو، زمونږ ګاډی ولاړ دی او مونږ په دې فکر کې یو چې چای به څنګه وڅکو چې په دې کې زمونږ ډبې ته کپتان صاحبزاده خورشید چې د بلوچستان پولټیکل ایجنت و او بل ورسره د پبویو خان چې پولیس کپتان و ، راننوتل زما په زړه کې څه شک پیدا شو، ګني دوی مونږ پسې راغلي دي، هغوی مونږ سره ګپ شپ شروع کړو او بیا یې مونږ ته ووې چې راځئ دلته مونږ سره په آرام چای وڅکئ، نو بیا به ګاډي کې کېنئ کوېټې ته به لاړ شئ، مونږ اصرار وکړو او ورته مو وویل چې ستاسو مهرباني ده، ګاډی به رانه لاړ شي هغه وې چې دلته ګاډي ډېر ساعت ولاړ وي، نو مونږ هغوی سره روان شو، د کپتان خورشید بنګلې ته لارو چای مو وڅکله، مونږ تادي کوله چې ګاډی را نه لاړ نه شي، مونږ ته معلومه نه وه چې حکومت مونږ مخکې تلو ته نه پرېږدي، ګاډی لاړ او مونږ پاتې شو، زمونږ او د دوی په مینځ کې ډېرې خبرې وشوې،د ډوډۍ وخت راغی، ډوډۍ مو وخوړه، حکومت صاحبزادہ صاحب او د پبو خان د دې دپاره راپسې رالېږلي وو، چې مونږ په دې رضا کړي چې په خوښه سره واپس پېښور ته لاړ شو، د هغوی او زمونږ په مینځ کې ډېرې خبرې وشوې، ولې مونږ په واپس تلو رضانه شو او چې مونږ رضانه شو؛ نو مازیګر چې کوم ګاډی راغی په زور يې په هغه ګاډي کې کېنولو، پوليس ته يې په حواله کړو چې مونږ د بلوچستان د علاقې نه بهر وباسي او چې جیکب آباد ته را ورسېدو نو هلته پوليس مونږ په سټېشن د ګاډي نه کوز کړو هغوی را نه لاړل او مونږ پاتې شو، مونږ جېکب آباد ته لاړو او یو وړوکی غوندې ځای مو په کرایه واخیستو او پېښور ته مو اطلاع ورکړه، چې مونږ حکومت کوېټې ته پرې نه ښودو او د سېوۍ د سټېشن نه یې را واپس کړو او مونږ کندهار ته نه پرېږدي او مونږ اراده کړې ده، چې د حکومت دا ناجایزه حکم ونه منو اوسبا بيا د کندهار په طرف روانېږو. په سبا له مونږ د بلوچستان (Resident ) رزدنت له يوتار [ټلگرام] ورکړو، چې مونږ ستا د دې قسم ناجائز حکم منلو ته تیار نه يو او مونږ تا خبروو چې سبا له به بیا مونږ کوېټې ته روانيږو».( زما ژوند او جدو جهد، ۳۴۳ -۳۴۵  مخونه).

باچا خان د بيطرفۍ د پاليسۍ  په بهانه د انگريزانو د ټگۍ او چل  سياست ته د هغوې د يوه افسر د اعتراف يادونه هم کوي او ليکي چې:

«د شپې په ګاډي کې مونږ بیا روان شو او چې سحر بیا زمونږ ګاډی د سېوۍ سټېشن ته ورسېدو نو څه ګورو چې مسلح سپاهیان سره د یو پیرنګي ولاړ دي ګاډی چې ودرېده هغه پېرنګی زمونږ ډبې له راغی او مونږ یې د ډبې نه کوز کړو دا ځل صاحبزادہ صاحب او د پبو خان د دوی سره نه وو ، زمونږ خو دا خیال و، چې جېلخانې ته موبیایي لیکن هغه پېرنګي مونږ په وېټنګ روم کې کېنولو او په وېټنګ روم یې یوه ډبله پیره ودروله دا ډېريو شریف پیرنګی و، ماته یې په خبرو خبرو کې ووې چې زه د دې  حکومت په پالیسۍ نه پوهېږم یو طرف ته خو وایي چې مونږ غیر جانبدار یو او تاسو ته وایي چې لاړ شئ، مونږ له دامان الله خان نه اجازتنامه راوړئ نو تاسو به پرېږدو او بل طرف ته ماله حکم را کوي چې پام کوه چې دا سړي درنه مخکې لاړ نه شي، او بیا تاسو د داسې کار نه منع کوي او ستاسو طبي وفد نه پرېږدي چې په دې کې د خدای د مخلوق د خیر نه بل هېڅ شی نشته. مازېګر چې بیا هغه رېل ګاډی واپس راغی نو مونږ يې په کې کېنولو او د جېکب آباد په سټېشن یې بیا کوز کړو، مونږ ته معلومه شوله چې مونږ حکومت په هېڅ قسم کندهار تللوته نه پرېږدي نو هسې تلل راتلل مومناسب ونه ګڼل او اراده مو وکړه چې دهلي ته به لاړ شو او د افغانستان کونسل جنرل سره به ووینو که هغه زمونږ دپاره څه د اجازه نامې انتظام وکړی شي، دهلي ته روان شو، دهلي ته ورسېدو او کونسل جنرل صاحب مو ولیدو او خبرې اترې مو وشوې، مونږ سره یې ډېره همدردي ظاهره کړه او امان الله خان ته یې تار ورکړو او د تار په ذریعه یې مونږ له اجازتنامه را وغوښته.

 په دغه ورځې مونږ ته په دهلي کې معلومه شوله چې پیرنګیانو د شوربازار د حضرت ورور چې په هندوستان کې په کاټهياوار کې اوسي را غوښتي، او د هغه پاوندو پسې چې د هغه مریدان دي د امان الله خان برخلاف افغانستان ته لېږي، ځکه چې پیرنګیانو ته معلومه شوې وه چې د خلکو څه نه څه همدردي د امان الله خان سره پیدا شوې ده، او هسې نه چې هغه چېرته کامیاب شي. مونږ د کونسل جنرل صاحب نه رخصت واخست او سرحد ته را روان شو، څه وخت چې مونږ پېښور ته را ورسېدو نو مونږ ته معلومه شوه چې د افغانستان وکیل تجارله هم د کندهار نه زمونږ دپاره د امان الله خان پخپل دستخط فرمان رالېږلی شوی دی. د دې دپاسه به بیا هم حکومت چل ول کوو او په مونږ به یې وخت هدوه څه وخت چې زما بالكل دايقين راغی چې حکومت په هیڅ طریقه زمونږ وفد له اجازت نه ورکوي، نوما خپلو د جماعت ملګرو ته ووې چې د حکومت دا ټولې انې بانې زمونږ د پاتې کېدو دپاره دي او که چرې تاسو د حکومت اجازت ته ناست یئ نو همدغه شان به ناست پاتې شئ او هېڅ قسم د افغانستان امداد به ونه کړی شئ او بله دا چې ایا افغانستان کې د دوی سفارت نشته؟ نو بیاد پاسپورټ ضرورت څه دی؟ مونږ خو افغانستان ته د پېرنګيانو په ذمه وارئ نه ځو، مونږ که افغانستان ته ځونو پخپله ذمه وارۍ ځو، نو بیا د پیرنګیانو د راه داری مونږ ته څه حاجت دی؟ لیکن زما د اکثرو وروڼو داخیال و ، زمونږ تلل او راتلل به بند شي او زمونږ د دې وفد په لاره کې به د دارو را غوښتلو په سلسله کې مشکلات پیدا شي او نه به مونږ د افغانستان وروڼو سره مالي امداد وکړی شو. ما ورته ووې چې په دې صورت کې به مونږ دغه شان په انتظار کې پاتې شو، د افغانستان به هډو د هېڅ قسم امداد ونه کړی شو. او امان الله خان چې تر کومې پورې په افغانستان کې وي نو دوی مونږ له اجازه نه راکوي او چې هغه د افغانستان نه لاړ نو بیا به مونږ له اجازه راکړي.

ما او زما یو څو ملګرو دا اراده وکړه چې مونږ بغیرد پیرنګیانو د اجازت نه د افغانستان د امداد دپاره روانېږو او په دې غرض مو په پېښور کې یوه جلسه وکړه او قوم ته مو دا حقیقت ښکاره کړو، چې پیرنګیان مونږ له راهداري نه راکوي، او مونږ د دوی راه داري ضروري هم نه ګڼو، زمونږ افغانستان ورور دی او مونږ خپلو وروڼو له پخپله ذمه وارۍ باندې ځو، چې څوک تلل غواړي او تلو ته تیار وي چې فورة دې مونږ له د راهدارۍ له پاره درخواست راکړي او خپل تصویرونه دې ورسره راولېږي. زه د حکومت په دې خیال پوه شوم ليکن د جماعت اکثرو خلکو را ته ووې چې ستا هسې د دې حکومت نه نفرت دی او د دوی څېره درته د چل او دروغ ښکاري. زه چپ شوم او د راهدارۍ نه بغیرد تلو خیال مې پرېښوده او د راهدارۍ دپاره مو تصویرونه او درخواستونه ورکړل». (زما ژوند او جدو جهد،  ۳۴۵-۳۴۶ مخونه).

د جنرال نادر خان او بيا وروسته نادرشاه په هکله د باچا خان د خصوصی ملاقات او د هغه د ټگيو برگيو نه د پردې پورته کول هم دا افغانستان د معاصر تاريخ د مينه والو د پاره ډير اهميت لری . باچا خان پدې هکله ليکي چې :

«د ډېرو ورځونه په دې ملک کې دا ګونګوسی و، چې نادرخان د خپلو وروڼو سره د فرانس نه را روان شوی دی، بله ورځې راته معلومه شوه چې نادرخان سره د خپلو وروڼو پېښور ته را رسېدلی دی او دوکيل تجار په کور کې دی. زه او ډاکټر صاحب یې هم د لیدو دپاره لاړو، نادرخان او هاشم خان ماد اول نه پېژندل په ښه شان سره مو ملاقات وکړو، ډېرو خلکو پرې زور ولګولو چې قندهار ته لاړ شه او امان الله خان ورپسې ډېر استازي را ولېږل لیکن نادرخان د قندهار د تلو دپاره تيار نه شو.

يوه ورځې زه او نادر خان یوازې يوه کمره کې ناست وو، د افغانستان په مستقبل مو خبرې کولې چې ده ماته ووې زه چې هر څه کوم نو د امان الله خان د پاره یې کوم ماورته ووې چې خلک وایې چې د حبیب الله خان هغه زوی چې ستا خوریی دی تاسو د هغه په حکومت باندې د کېنولو دپاره کوشش کوئ، ده راته ووې چې ته به هم ژوندی یې او زه به هم ژوندی یم، که چېرې ما هغه بادشاه کړو یا پخپله بادشاه شوم، نو ته راشه او مخ را له تور کړه او راته ووایه چې نادره خپله وعده دې پوره نه کړه، څه ورځې پس هاشم خان جلال اباد ته او نادرخان او شاه ولي خان ځاځيو ته روان شول، زه یې په دې خبره مجبور کړم او وعده یې رانه واخستله چې سبا به مونږ ټل کې یو. په سبا له هلته راشه او ماضرور ووینه، زه سباله ټل ته لاړم لیکن نادر خان په مخه تلی و اوټل کې ایسار شوی نه و، د را روانېدو په وخت کې حکیم [ايم ای حکيم د نادر خان سره د انگريزانو رابط] مې په موټر کې وليدو چې د نادرخان د لیدو دپاره ځاځيو ته روان و،هغه له مې یو خط ورکړو او په هغې کې مې نادرخان ته ولیکل چې اوله وعده خو دې پوره نه کړی شوه، نو چې د بلې وعدې به دې څه حال وي؟ .

بغیر زمانه د ټولو خلکو دا خیال و، چې پیرنګیان به د افغانستان د تلو او امداد دپاره مونږ له اجازت راکړي، لیکن زما دا خيال نه و، ولې چې دوی د امان الله خان غوندې د پښتنو خیرخواه بادشاه په افغانستان کې نه غوښتو او زمونږ خوش اعتقاده وروڼه په دې امید کې پراته وو ، چې نن دی که سبا دی اجازت به راشي د فصل وخت و، مونږ د افغانستان دپاره چنده جمع کولو په خیال د بایېزو په دوره وو خلکو را سره ډېر په اخلاص او خوشحالۍ د ټول زکواة د راکولو وعدې وکړي، پښتانه د افغانستان د وروڼو هر قسم امداد کولوته تیار وو».( زما ژوند او جدو جهد،  ۳۴۹-۳۴۸ مخونه).

باچا خان بيا د غازی امان الله خان سره د خپل وروستني ملاقات يادونه داسې کوي:

« زه او خوشحال خان د باريكاو د سخاکوټ په لاره مردان ته را روان شو، چې مردان ته را ورسېدو نو خبر شو چې امان الله خان د جنګ خیال پرېښودی دی او کوېټې ته راغلی دی. د دې خبر په اورېدو په ما ډېر غم او خفګان راغی. خوشحال خان کلي ته رخصت شو، او زه د قاضي عطاالله خان ځای ته لاړم او په يو کټ کې ویړویر پرېوتم څو ورځې پس څه وخت چې امان الله خان بمبۍ ته ورسېد و زه ډاکټر صاحب او نورو دوستانو مجبور کړم چې بمبۍ ته لاړ شه امان الله خان ووینه او د افغانستان متعلق مشوره ورسره وکړه او دا خبره معلومه کړه چې که مونږ د افغانستان سره د څه قسم امداد کول غواړو نو د چا سره وکړو او دا هم معلوم کړه چې د نادر خان او د هغوی د وروڼو متعلق د هغه څه خیال دی؟. زه بمبۍ ته لاړم عبد الهادي خان داوي هم هغه سره و، او د هغه په ذریعه مې د هغه سره ملاقات وشو، خبرې مو وشوې .

ما افغانستان ته د واپس د تلو خبره وکړه، ليکن هغه د افغانستان نه مایوسه شوی و، او د افغانستان خیال یې پرېښی و، د پښتنو نه ډېر موړ معلومېده زما چې ده سره ملاقات وشو،نوما سره یې په پښتو کې خبرې وکړې، د ګفتګو په دوران کې د نادرخان دوی ذکر هم راغی او ما ورته دا وویل چې مونږ سره چې د افغانستان دپاره کوم حساب جمع دی هغه چاله ورکړو؟نو په جواب کې ده راته ووې چې تاسو يې نادرخان ته ورکړئ او د نادرخان امداد وکړئ ملاقات ختم شو، په ډېر خفګان سره مونږ د یوبل نه جدا شو په هغه هوټل کې هغه سره نور هم ډېر سرداران وو. هغوی سره مې هم لیدل كتل وشو او د شپې عبدالهادي خان [داوي] د بمبی د کونسل په کور کې زه مېلمه کړم او د ډوډۍ په وخت کې مې نورو ډېرو سردارانو سره خبرې اترې وشوې. د دې خلکو دا خیال و، چې امان الله خان به ضرور واپس افغانستان ته راځي ځکه چې په موجوده جنګ کې کوم کوم جرنیلان د بچه سقه د لرې کولو کوششونه کوي، هغوی په کور کې بې اتفاقه دي او په یو او بل اتفاق کولی نه شي او د ټولو اتفاق په امان الله خان راتلی شي، دغه جرنیلان يو نادرخان و، چې د ځاځیو په مرسته یې کابل اخیستو او بل غلام نبي خان و، چې د ترکستان د طرف نه په کابل حملې کولو دپاره را روان و ، زه د بمبۍ نه واپس راغلم دا ټولې خبرې مې انجمن هلال احمر ته ورسولې او د امان الله خان خیال او رایې او د نادرخان متعلق خبره مې هم هغوی ته ظاهره کړه، او دا تجویز مې پېش کړو چې دا څومره روپۍ هلال احمر سره جمع دي او کوم سامان چې د طبي وفد دپاره مونږ ته خلکو راکړی دی دا ټول نادرخان له لېږل په کار دي، لیکن په دې کې بعضې وکیلانو چې د هغوی سرغنه ابراهیم خان د چیني و مخالفت وکړو. زما په خيال د هغوی د خپلو چندو واپس اخستو دپاره دا بهانه وه اخر فېصله په دې وشوه، چې څوک خپلې روپۍ نادرخان ته لېږل نه غواړي نو هغوی ته دا حق حاصل دی چې خپلې روپۍ واپس واخلي، حالانکه د هلال احمرد قانون نه دا خبره خلاف وه، او تقریبا اکثرو وکیلانو چې مونږ له څه نه څه چنده راکړې وه، واپس يې واخيسته بيا هم مونږ نادرخان له پنځوس زره نغدې روپۍ او هغه ټول سامان چې مونږ له خلکو را کړی و ولېږه او په علاقه کې مو د چندې دپاره انتظام هم وکړو» . (زما ژوند او جدو جهد،  ۳۵۰- ۳۴۹مخونه).

باچا خان بيا د نادرخان په هکله ليکي چې:

«کابل د ۱۹۲۹ع کال په اکتوبر کې فتح شو او نادرخان د خپلې بادشاهۍ اعلان وکړو، په دې خبره باندې مونږ ډېرحېران شو، ولې چې داسې کار يې وکړو، چې زمونږ په خواب او خيال کې نه و، ځکه چې هغه خو مونږ سره وعده کړې وه چې زه به نه باچا کېږم.

مونږ خو پرېږده چې خپلو خلکو سره يې کومې وعدې کړې وې هغه يې هم ماتې کړې. په دغو ورځو کې عبدالهادي خان چې کابل ته روان و، ومې لیدو زما په لیدو سره یې وخندل او ویې ویل چې کم بخت په یوه وعده هم ټینګ نه شو، که بادشاهي يې خوښه وي نو کم از کم (Monaechy Constitutional) کانستي ټېوشنل مانر کې» اعلان به یې کړی وی. د نادر خان بې وفایی زمونږ په خلکو ډېر خراب اثر کړی و، لیکن مونږ څه کولی شو. مونږ دا خبره خدای ته پرېښوده چې خدای دې سزا ورکړي، چې بیا څوک قوم سره داسې کیسه نه کوي».  (عبدالغفار خان، زما ژوند او جدو جهد،  ۳۵۳-۳۵۴ مخونه).

سرچينه

عبدالغفار خان “باچا خان”، زما ژوند او جدوجهد، ۲۰۰۸ ميلادی کال، د افغانستان د کلتوری ودې ټولنه، جرمنی. د دانش خپرندويې ټولنې تخنيکي څانگه، پيښور.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.