غني بابا ته !/مصطفی آرين

0 1,042

خوب مې ليدو يو سپين غمې له تورو كاڼو لوئيږي
لكه يو غوڅ گلاب پخپل اغزينو څانګو لوئيږي

د كابل ارگ چانه ضمير له چانه ساه اخلي
دا څه بلا په ځينو ، ځينو باچاهانو لوئيږي

لكه غني غوندې مظبوط يو كلك ضمير پكار دى
چې لکه تـنــدر د ولس په دښمنانو لوئيږي

څوك د ملت پر اوگو راغئ اوڅوك بار د اوگو
ستا هره ورځ دمينې سيورې په بچيانو لوئيږي

زما خــــاورينه مــنجاوره قـــلندر اشـرفه !
د زيارت خړ گردونه تل په ملنگانو لوئيږي

د وطن مينه چې د شمعې په طواف ماتوې
د لوگي تور داغونه خود په پتنگانو لوئيږي

دا لڼډغر ماته د لوت دقوم قيصې يادوي
بيا خو د نوح دزړه آزار په منكرانو لوئيږي
آرين

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply