غزل / مصطفی آرين

0 806

يو څوک راځي ما خوب کې خوځوي بيا رانه ځي
په زړه راته لاس ږدي ما خبروي بيا رانه ځــي

دا سري ماښام ځکه آياتونه په ځان وايم
اول مې تخنوي، بيا ويروي بيا رانه ځي

په څه خوارئ راټول کړمه اوتر، اوتر خيالونه
دئ راشي بس هر څه راته شيندي بيا رانه ځي

دا ټول خلک رانجه کړي يو دا زه يم پکې اوښکه
څو وارې ما له سترگو توئيوي بيا رانه ځي

خيبر غوندې د للمو سپيلنو منځ کې اوسيږم
ځولئ، ځولئ چې ورکړم سپيلني بيا رانه ځي

چا ويل د سپينې خولې د سوال جرئت ځان کې پيدا کړه
خبره مې چې سم خولې ته راځي بيا رانه ځي

خط خط شي چاته نه وايم مذهب او ايمان دواړه
کافر مې کړي سرې شوڼډې راکوي بيا رانه ځي

ساتلې يې هم نشي هڅې زړه راځينې وخوري
په څو خوږو خبرو مې لمانځي بيا رانه ځي

قرارې مخ پر مخ کې راته کيږدي غاړه راکړي
آرينه خلک هم نه خبروي بيا رانه ځي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply