قطر يو ځل بيا له کابله چارتر پروازونه پيل کړي دي

589

د قطر يوه لوړپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ وويل چې دغه هيواد له کابل څخه دوحې ته چارتر پروازونه يو ځل بيا پېل کړي دي. په دې ترڅ کې لومړی چارتر پرواز د چهار شنبې په ورځ دوحې ته رسېدلی دی.

Afghanistan Flughafen Kabul | Flugzeug PIAد يوې سرچينې په حواله د قطر هوایي شرکت دغه لومړی پرواز د امريکا متحده ایالاتو له خوا چارتر شوی وو او د چهار شنبې په ورځ له کابل څخه دوحې ته رسېدلی دی. په دې چارتر الوتکه کې ۲۲۷ ملکيان سپاره ول چې امريکايي اتباع، د ګرين کارډ درلودونکي او د هغوی د کورنيو غړي پکې شامل ول.

سرچينې زياته کړې ده چې قطر دغه ملکي الوتنې له طالبانو سره تر «پراخو خبرو اترو» وروسته پېل کړې.

يوې بلې سرچینې رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې دغه هيواد د دسمبر مياشتی په سر کې د تخلیې پروازونه له طالبانو سره د دې پر سر تر شخړې وروسته چې کومو مسافر ته د پرواز اجازه ورکړل شي، درولي ول.

يوې ديپلوماتيکې سرچينې ويلي دي چې په دې اړه اندېښنې راپيدا شوې وې چې «ځينو فرصت طلبو مسافرو» له کابل څخه تر دوحې دغه پروازونو کې چې یوازې د ملکيانو د تخلیې له پاره په نظر کې نيول شوي ول، د سفر اراده لرله.

د قطر هوایي شرکت د سپتمبر مياشتې له پای څخه د دسمبر مياشتي تر لومړيو ورځو پورې د کابل او دوحې تر منځ کابو هره اوونۍ يو يا دوه چارتر پروازونه لرل.

د قطر دا پروازونه په داسې حال کې بيرته پيليږي چې د قطر واکمن شيخ تميم بن حماد الثاني د جنورۍ پر ۳۱ نېټه د امريکا متحده ايالاتو له ولسمشر جو بايدن سره ملاقات ته چمتووالی نيسي.

امريکا ته د شيخ تمیم د سفر هدف له متحدينو سره د قطر د اړيکو لا پراخول دي چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د راايستلو او تخلیې تر پروسې وروسته قوي شوي دي.

قطر او ترکیې په دې وروستيو کې له طالبانو سره د کابل د نړيوال هوايي ډګر د مديريت چارې پر غاړه اخيستو په اړه خبرې اترې چټکې کړي دي. د کابل هوايي ډګر په وچه کې د راګير هيواد افغانستان له پاره له نړۍ سره د هوا له لارې د اړیکو تر ټولو مهم تړونی دی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.