اقتباس او د حنان شاعري

څېړونکې: شېبه ګهیځ

1,349

اقتباس: د بدیعي علوم هغه ادبي صنعت دی چې شاعر د خپلې وینا په ترتیب کې کوم ایت یا حدیث یا کومه فقهی مسله راوړي. د حنان بارکزي په اشعارو کې هم د اقتباس ادبي صنعت شته، د شعرونو په بیتونو کې یې له ایت او حدیث څخه کار اخیستی. دلته به یې بېلګې راوړم:

وایه رَبنا ظَلمًنَا ډېر حنانه

چې توبه دې که قبوله کردګار    (حنان، ۱۳۸۸: ۵۶)د

په دغه بیت کې له الاعراف سوره له ۲۳ایت څخه یوه برخه اخیستل شوې ده: (رَبنا ظَلمًنَا انَفُسَنَا و اِن لَمْ تَغًفَرَلًنَا و تَرْحَمْنَا لَنَکُونَنَّ مِنَ الْخاسِرِینَ.)ژباړه:(خدایا! موږ پر ځان ستم کړی، او که موږ ونه بخښې او رحم ونه کړې قطعاً له ضرر کارانو نه به و. )

دا هغه دعا ده چې کله حضرت ادم (ع) له جنت څخه ویستل شو ویل یې. اوس حنان هم وایي وای ددې لپاره چې الله تعالی دې دعا قبوله کي نو دا دعا ډېره وایه.

تر څو پروت یې پورته شه وقت دی د کار

ولوله مُسًتَغًفِرِیًنَ بِالاَسًحَارِ  (حنان، ۱۳۸۸: ۵۶)

په دغه بیت کې د (ال عمران سوره ۱۶ـ۱۷ایتونو ) څخه اخیستنه شوې ده.

(اَلصَّبِرِیًنّ والصَّدِقِیًنَ والًقَنِتِیًنَ وَالمًمُنَفِقِیًنَ  وَالمًمُسًتَغًفِرِیًنَ بِالاَسًحَارِ  ) ژباړه:(صبر کوونکي، رښتیا ویونکي، فرمان وړونکي، هغه څوک چې خیرات ورکوي، او ټول هغه کسان چې د شپې په اخره او سهار ته نږدې د مغفرت دعا کوي.) په ده بیت کې هم راغلي چې انسان به تر کومه ځان په لټ توب وهي، انسان به تر کومه پرتوت وي باید پاڅېږي د خپلو ګناهونو نه دې توبه وکړي.

د ریا زهد زاهد کړي پرې پوهېږم

چې په غاړه یې دی حَبَلٌ مًنْ مًسَدَ  (حنان،۱۳۸۸: ۵۳)

په دغه بیت کې د تبت یدا سوره اخري ایت څخه اخیستنه شوې ده.(فِیْ جِیْدِهَا حَبْلٌ مِّنْ مَّسَدٍ)ژباړه: (او په غاړه کې به یې کلک پړی وي. )په بیت کې حنان وایي چې له ګناه څخه لرې والی کې هم زاهد ریاکوي ځکه خو د ګناهونو پړی به یې هر وخت په غاړه وي.

و من یعمل مثقال ذره دی

له غروره په قران نه یې خبر  (حنان، ۱۳۸۸: ۵۷)

په دغه بیت کې د الزلزل سوره دغه ایت څخه اخیستنه شوې ده. (وَ مَنْ یَّعْمَلْ ِمثْقَالَ ذَرَّهٍ شَرٍّا یَّرّه) ژباړه:(او که چا د یوې ذرې په اندازه بدي وکړي بیرته یې ګوري.) حنان هم وایي چې د ذره ذره اعمالو حساب له انسان څخه اخیستل کېږي؛ خو ته دې خپل غرور کې یې او د قران نه نا خبر.

وَ اذَا حَکَمْتُمْ بَیْنَ النَّاسِ واوره

حق باطل سره جدا کړه مه یې نغاړه (حنان، ۱۳۸۸: ۱۲۳)

په دغه بیت کې د نسا سوره ۵۸ ایت ته اشاره شوې ده.

(وَ اِ‌ذَا حَکَمْتُمْ بَیْنَ النَّاسِ انْ تَحْکُمُوا بِالْعَدْلِ.) ژباړه:( کله چې د خلکو منځ کې حاکم شوئ؛ نو په عدل سره حکم وکړئ.) په ده بیت کې حنان هم وایي چې تل په عدالت سره حکم وکړئ او حق او باطل سره جلا کړئ.

که امین و که په دا روح الامین

د رقیب ځای شه اسفل السافلین  (حنان، ۱۳۸۸: ۹۵)

په ده بیت د والتین والزیتون سوره دغه ایت څخه اخیستنه شوې ده. (ثُمَّ رَدَدْنَهُ اَسْفَلَ سَفِلِیْنَ)ژباړه:( او په بدو اعمالو مو د دوزخ کندې ته غورځول کېږئ.) روح الامین د (ر) او (ح) په پېښ سره حضرت جبریل امین ته ویل کېږي. اسفل سافلین د کنایې په ډول د اووم دوزخ به معنا راغلی؛ نو دده بیت مانا داسې راوځي چې د رقیب ځای دې په اووم دوزخ وي.

للانسان عدوا دی

ته دوستي کړه له شیطان (حنان،۱۳۸۸: ۱۹۹)

په دغه بیت کې د اسرا سورې ۱۷ ایت څخه للانسان عدوا اخیستل شوی.( وَ قُل لّعِبَادِي یَقُولُو الَّتِي هِيَ اَحًسَنُ اِنَّ الشَّیًطَانَ کَانَ لِلِاًنسَانِ عَدُوًّا مُّبِينًا) ژباړه: (زما بنده‌ګانو ته ووایه نیکې خبرې دې وکړي؛ ځکه چې شیطان په بد الفاظو د دوی تر منځ فساد خپروي او شیطان د انسان ښکاره دښمن دی.)نو په ده بیت کې هم ویل شوي چې شیطان د انسان ښکاره دښمن دی نو ایا د شیطان دوستي کول ښه دي.

ته الا لیعبدون یې

د خوړو د اوبو زیان  (حنان، ۱۳۸۸: ۱۹۳)

په دغه بیت کې د ذاریات سوره ۵۶ ایت څخه اخیستنه شوې ده. (وَ ما خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْاِنْسَ اِلَّا لِیعْبُدُونِ.)ژباړه: (جن او انس یوازې د الله(ج) عبادت ته پیدا شوي دي.) بیت کې هم دا راغلي چې الله (ج) جن او انسان یې ددې لپاره پیدا کړي چې عبادت وکړي ددې لپاره نه چې خواړه او اوبه ورته یوسي. مقصد هم د بت پرستانو نه دی چې هغوی خپل خدایانو ته خواړه او اوبه ور وړي.

ده پخپله د لولاک خلعت درواغوست

ستا له رویه یې پیدا کړ سلسبیل (حنان، ۱۳۸۸: ۱۹۲)

هم لولاک ورله عطا الله وده کړ

هم صلاح و صلح کار هم واړه سم

په دغو بیتونو کې دغه حدیث قدسي ته اشاره شوې ده. (لولاک لما خلقت الافلاک) ژباړه: (که ته محمد نه وای افلاک به نه وای.) په بیتونو کې هم دا راغلي چې الله (ج) د محمد(ص) له مخې یې دا افلاک پیدا کړي او هغه ته یې د ښو او بدو لپاره د لارښوونې پوره صلاحیت ورکړی. سلسبیل هم به جنت کې د یوې چینې نوم دی.

کُّلُ شَی ءٍ هَالِکٌ دی

الا وَجْهَهُ نادان (حنان،۱۳۸۸: ۱۹۵)

په دغه بیت کې د قصص سوره ۸۸ ایت څخه اخیستنه شوې ده.(وَلاَ تَدْعُ اللهِ اِلَهًا آخَرَ لَا اَلَهَ هُوَ کُلَّ شَیْ ءٍ اِلَّا وَجْهَهُ لَهُ الْحُکْمُ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُونَ) ژباړه: (او خدای ته شریک مه راوړئ چې پرته له هغه بل خدای نشته؛ له هغه ذات پرته نور هر څه له منځه ځي فرمان د هغه دی او بیرته هغه ته راګرځو.)

بیت کې هم راغلي چې پرته له هغه لوی ذات څخه هر څه فنا کېږي او ته تر اوسه ناپوه یې.

ولوکـنـتم فی البروج

دا خبر دی له قران  (حنان، ۱۳۸۸: ۱۹۵)

په دغه بیت کې د النسا سوره ۷۸ ایت څخه اخیستنه شوې ده. ژباړه:( هر چېرته چې اوسئ مرګ تاسو پیدا کوي که څه هم هغه لوړ منارونه وي.) لومړۍ مېسره په همده معنا او دوهمه بیا دا مانا چې قران کې دا خبره ثابته ده.

څه جبین دی که سحر د شب قدر

چې خاور دی او که دی مطلع الفجر (جنان، ۱۳۸۸: ۲۰۰)

په دغه بیت کې له انا انزلنه سوره اخري ایت څخه مطلع الفجر اخیستل شوی.

دلته هم مطلع الفجر په همده مانا راغلې ده او خپل د یار تندی یې تشبیه کړی چې دومره سپین دی لکه سهارنۍ سپیدې چې ټوله نړۍ روښانه کوي.

په لا تنقطو حنانه

امیدوار شه له قدوس (حنان،۱۳۸۸: ۶۹)

تا دې فرمایلي ولاتنقطو خوشحال یم

فضل دې بسیار دی د بنده ګناه مه وینه(حنان،۱۳۸۸: ۱۹۶)

په دغو بیتونو کې د زمر سوره ۵۳ ایت څخه اخیستنه او اشاره شوې ده.(لَا تَنْقَطْوا مِن رَّحْمَهِ اللهِ) ژباړه:( د الله (ج) له رحمتونو څخه تمه مه پرېکوئ.) نو بیتونو کې هم دا راځي چې ستا رحمتونه ډېر دي ځکه ستا له درباره نه ناهیلې کېږم. او ګناوې مې راته وبخښې.

تا ویلي فلاتنهر سائل یم

زما حاجت راکړه لایق ددې صفات یې (حنان،۱۳۸۸: ۱۹۶)

په دغه بیت کې د ضحی سوره ۱۰ ایت څخه فلاتنهر اخیستل شوی.( وَ اَمَّ السَائِلَ فَلا تَنْهَرْ)ژباړه:( سائل له ځان څخه لرې مه شړئ. )حنان هم بیت کې داسې وایي چې زما تا ته حاجت دی؛ نو د هغو صفتونو او د دعا غوښتنې لایق ته یې زما حاجت راکړه او ما له ځان نه بغییر بل ته مه محتاجوه.

ماخذونه
۱: قرانکریم .
۲: بارکزی، میرزا حنان؛(۱۳۸۸ل)؛ د میزا حنان بارکزی دیوان(سریزه، سمون او لغتنامه: معصوم هوتک)؛ لاهور: صحاف نشراتي موسسه.
۳: پاینده، ابوالقاسم؛(۱۳۸۲ش)؛ نهج الفصاحه؛ تهران: دنیای دانش.
۴: مشایخ، فاطمه؛(۱۳۸۱ش)؛ قصص الانبیا؛ تهران: انتشارات فرحان.
۵: همکار، محمد ابراهیم؛(۱۳۸۸ل)؛ د بدیع فن او پښتو شاعري؛ وردګ: کابل د میدان وردګو ولایت مقام.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.