خیرات نه سیاست

همدرد یوسفزی

1,167

هغې خپله لوپټه ایله شان په سر کړه . ولې د هغې کاواکې او بې قراره زلفې د لوپټې په دغه ګستاخۍ نورې مرورې شوې او هیڅ یې د پټویدو او نه ړقیدو نه انکار اوکړو .تاؤ راتاؤ زلفې د سپین تندي په فراخه زمکه لکه د جابر او مغروره زمیندار یو سر له تلې او بل سر له ، هغې به په خپلو نازکو ګوتو دغه بې قراګره زلفې یو اړخ ته کړې خو د ریشمي طبعیت له رویه به هغه بیا ټال شوې او د ځان سره به یې په دغه ټالونو کې ډېر خانه خراب ځلمي په جنتي جوټو کې اوځنګول .د هغې په بره شونډو کې نرې تور چاپ به د مسکا سره خور شو ، عین داسې لکه چې د سپرلي په راتګ د د سواراړې ونې اوږدې غزونې اوکړي . نرې مسکا به یې چې په نرو شونډو خوره شوه نو کتونکې به یې په یو بل سمندر لاهو کړل ځکه چې د هغې په ښي اننګي به یو ول جوړ شو چې تا به وې چې دغه منظر دې هم داسې وي دغه منظر دې ورک نه شي .
رشتیا چې حسن مینه او خوښي ځیږوي ، د مینې او خوښې احساس په ژورو کندو کې د لامنتاهي سلسلې پورې د خماره ډک ډوبېده دي . منظرونه د حسي نړۍ تر ټولو حسینه ښکلا ده . ګنې د دهغې د ښي اننګي په ول کې داسې څه ؤ . هغې چې په مخ سنجیدګي خوره کړه نو دغه ولونه به ورک شو او لاندې ناست کچه ځلمو به دغه منظر د خوندي کولو د پاره سترګې پټې کړې او د پټو سترګو په پړق به دغه منظر د ذهن په شاړه جزیره کې خوندي کړو. منظرونه په پټو سترګو لیدل د رڼو سترګو د منظرونه نه زیات ښائسته وي . ځکه چې د حسي نړۍ دغه منظرونه دوکه ورکولې شي خو د پټو سترګو منظرونه تل رشتنې او حقیقي وي .
هغې خله پرانسته د لفظونو بهېر لکه د سوات د سیند د خوږو اوبه په شان روان شو ناست خلک غوږ غوږ ؤً هغې وې
“ زه ستاسو ټولو مننه کووم چې د ژمي په دغه خراب موسم کې تاسو راغلې او زمونږ دغه پروګرام ته مو ښکلا اوبخښله . زما سره هغه لفظونه نشته چې زه پرې ستاسو مننه اوکړم . د دغه پروګرام مقصد صرف او صرف دا دی چې دوطن نه لرې پراته زمونږ په شان مسافر د وطن په شخړو خبر شي د هغه لکونو میلنونو انسانانو او وطنوالو دردونه سره شریک کړو او څه نه څه لارې ورته اوسنجوو . دغه ناروین چې له کومه راغلی چا رواستی قطع نظر د دې نه نن مونږ ته دا کتل دي چې د خپلو کونډو ړندو او بې وزلو خلکو سره کمک اوکړو .
هغه څو لمحو د پاره خاموشه شوه تیز باد د هغې زلفې بیا په مخ انبار کړې عین داسې لکه د ژمي وریځې چې د اسمان په کونج کې لمر پټ کړي هغې زر زر په نازکو ګوتو زلفې په یو اړخ واړولې او غاړه یې تازه کړه
ګرانو ملګرو او مشرانو ! مونږ غواړو چې د دغه ناورین ځپلو خلکو سره هر رقم کمک اوکړو او د سخت ژمي په دغه سړې هوا کې خپل هېواد وال د لوږې تندې او یخې هوا نه اوساتو . خبره دا نه ده چې مونږ څه او څومره کمک کولې شو خبره دا ده چې زمونږ جذبه څومره لوړه ده او نیت مو څومره صفا دی . که د ملت سره په دغه وخت کې مونږ د اروپا میشت کډوال کمکونه اونه کړو نو لرې نه ده چې دغه خلک نور هم د ستونزو سره مخ شي .ایا تاسو دا غواړې چې ګران هېوادوال هم داسې د سوتزو سره لاس او ګرېوان اوسي ؟ ایا تاسو دا غواړې چې زمونږ بچي دې په ارام وي او د هېواد خلک دې داسې سختو شرائطو کې ژوند له دوام ورکړي؟
لاسونه به یو بل له ورکوو او خپل خلک به د دغه ناورین نه راوباسو “
د تالار په اولني قطار کې ناست یو سړی چې د ځان نه یې غټه کمبله تاؤ کړې وه په شونډو او بریتونو کې مسکی مسکی کېدو . او د جینۍ د خبرو نه زیات هغه هم د جینۍ د خبرو نه زیات د هغې د حسن په سحر کې ورک ؤ . هغه په لاس کې نیولې تسبو له ټق ورکړو . پرته له دې چې د هغه د خلې نه کومه کلمه ادا کېده د تسبې دانې په یو رفتار او سرعت په یو بل پسې روانې وې . د تسبو په محراب به چې د هغه ګوته اولکېده نو هغه به د ځان سره اوبګنېدو .
پېغلې جینۍ په یو رفتار دلګیا وه د لوږې او تندې خبرې یې کولې . شیخ په خله کې اوس د تسبو د ټق سره د خوښې او مستې یو نا لېدلې او نااشنا احساس راپارېدو ، خله کې یې لاړې خوږې خوږې شوې .
په دریم قطار کې یو ځلمی داسې هم ناست ؤ چې د پېغلې د حسن او سراپا نه زیات د هغې خبرو ته متوجه ؤ او د هرې خبرې سره یې به یو سخا کنځل د ذهن په وسعتونو کې خواره شو . پدر لعنت ، مر …….
دا نو اوس څه رشخند دی هیڅوک هم د وطن د شخړز په بنیادي نکتو خبره نه کوي . هر سړی خېرات غواړي … او د دې سره به یې بیا یو ناویلي کنځل “
د خېراتي موسسو دلالانو ….. په پدر دې لعنت …..
حلق یې تریخ شو …..
خو په دې به یې زړه ښه شو چې دې جینۍ پسې د دې د تقریر لمبر ؤ ….
جینۍ هم هغه شان لګیا وه …. د ښي اننګي ولونو کې د هېواد د لکونو خلکو لوږه تنده بې وزلي او غریبي لکه د ټائ ټینګ جهاز په ډبېدو وه ….
هغې یو ځل بیا په مسکا ناست خلک ځان ته راجلب کړل …. د سینې په کلیویج کې یې د خولو یو شبنمي رنګ د تالار په د بلب په رڼا کې ځېلدو … چندې راغونډېدل پیل شول …
د دریم قطار ځلمي د خپلې غصې د پاره د کنځلو دغه سلسله اوس د ناکامې سره مخ کېده یعني په کنځلو یې د غصې د کمېدو تسل نه کېدو . هغه د جیب نه ورکوټی شان کاغذ په خپل پتون کېښدو او یو د خپل تقریر د پاره یې اهم نکتې لیکلی …
هغه لیکل “ غربت بې وزلي تنګدستي ، لوږه ، تنده په خېراتونو نه ختمېږي ……. هغه لیکل “ باید هېواد ته د خېرات لېږولو په ځای کوم سیاسي خوځښت باندې کار اوکړو ….. دغه خېراتونه عام اولس ته نه رسي ….
د هغه په سترګو کې د خپل عسکر تره ځوي ویني ویني تصویر لاړ راغې …. د هغه اومه خله بچي یې د زړه په جزیرو کې تېر راتېر شو … د هغوي په اوښکو ډک مخونه … سرې سترګې … بې بسي …. د هغه لاس نه کاغذ ښکته ګزار شو …. حینۍ تقریر ختم کړې ؤ …. هغه خپل نوم ته غوږ شو چې اوس به تقریر کوي او د وطن په ناورین په خېراتي خبرو په ځای سیاسي خبره کوي …
د سټییج سنبالونکي نطاق مخکې له دې چې د هغه نوم واخلي خپل لاس کې ورکړې شوې نوم لړ ته خیال شو چې د راتلونکې وینا وال نوم نه سره کرښه تاؤ شوه وه او مخامخ ورته په سور رنګ لیکلې شوې ؤ “Not allowed “نطاق د هغه د نوم د اخستو او هغه تقریر د پاره د رابللو په ځای د پروګرام پای اعلان کړه ….
د ځلمي د لاس نه پرېوتونکی کاغذ د شیخ د درنو بوټانو لاندې رېز مرېز شوې ؤ … شیخ جوخته پښه راکاږله کاغذ اوس تک تور لکه د شیخ بوټانو په رنګ تور شوې ؤ د هغه په لاس کې نېولې تسبې یو ځل بیا بې د کومې کلمې تر محرابه رسېدلی وې …….

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.