نیوزيلندۍ ژورناليسته: طالبانو راته وويل-انديښنه مه کوه هرڅه به ښه شي

566

په افغانستان کې یوې نیوزيلندۍ حامله ژورنالیستې ويلي دي چې د خپل ماشوم د زيږولو له پاره يې خپل هیواد ته تلله خو هیواد يې ورتلل رد کړي دي. هغه وايي طالبانو ورته ويلي دی چې کولی شي افغانستان کې خپل ماشوم راوړي.

انځور له آرشیف څخه

نیوزیلند په وروستیو کې په بهر کې میشتو خپلو اتباعو پر مخ د کرونايي شدیدو لګول شوو محدودیتونو له کبله بندري سهولتونه لغوه کړي دي. په دې اساس په کابل کې میشته دغه نیوزیلندۍ ژورنالیسته هیواد ته يې د تلو واجد شرایط نه ده.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، چارولته بلیس د يکشنبې په ورځ په کابل کې يوې نیوزیلندي راډيو سره په مرکه کې وويل: «دا صرف اعتماد څخه د سرغړونې په څیر ښکاري.»

خو میرمن بلیس چې په افغانستان کې د الجزيزه شبکې له پاره کار کوي، وايي چې هغه تر هغه وخت پورې چې د قطر په پلازمينه دوحه کې د رسنیز شرکت په مرکزي دفتر کې وه، نه پوهیده چې حامله ده.

په قطر هیواد کې له واده کولو پرته حامله کيدل غیرقانوني دی، ځکه خو بلیس نیوزیلند ته د بیرته ستنیدو له پاره د خپلې حاملګۍ خبره پټه ساتلې وه.

هغې ته يو ځل ويل شوي وو چې د نیوزیلند د بندري سختو لګول شوو کرونايي محدودیتونو پر اساس، هیواد ته د ستنیدو واجد شرایط نه ده. بلیس ويلي دي چې هغې د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي سره اړيکه نیولې او ورته ويل شوي دي چې کیدی شي خپل ماشوم په افغانستان کې وزيږوي.

شارولته بلیس په يوې مرکه کې وويل چې طالبانو هغې داسې وويل: «موږ خوشاله يو چې ته دلته ېې، ته کولی شئ دلته راشې او ته به هيڅ ستونزه ونه لرې.»

هغې، نیوزيلند هیرلاد نومي رسنئ ته وويل، طالبانو راته دغه راز وويل چې «ته اندیښنه مه کوه، هر څه به ښه شي.»

هغې زیاته کړه: «د نیوزیلند حکومت ما ته د اړتيا په وخت کې وويل چې دلته نه شئ راتللی، په داسې حال کې چې طالبان تاته د یوې غیرواده شوې حامله ښځې په توګه د امن ځای وړانديز کوي، ته پوهیږې چې وضعیت دې څومره ګدوډ دی.»

بلیس وويل، دا چې وخت به مې له طالبانو څخه پوښتنه کوله چې تاسو د ښځو او نجونو د حقونو د تضمین له پاره څه ډاډ ورکولی شئ، يو«بیرحمانه پيغور» وو. هغه اوس هماغه پوښتنه له خپل حکومت څخه کوي.

بلیس وايي کله چې يې وضعیت په ډاګه او حقوقپوهان په کې ښکيل شول، له نيوزيلندي چارواکو سره په اړيکه کې شوه او هغوی ورته وویل چې ستا رد شوی درخواست تر څیړنې لاندې دی.

د نیوزیلند د کرونا پر وړاندې د مبارزې وزیر کریس هيپکنس په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې هغه له چارواکو څخه غوښتنه کړې وه چې وګوري آیا د بلیس په قضیه کې مناسب طرزالعملونه په نظر کې نيول شوي دي که نه کوم چې «په لومړي سر کې ښکاره شوه چې لا ډيرو توضیحاتو ته اړتیا لري.»

نیوزیلند په روستیو ورځو کې د کرونا د اومیکرون ډوله ویروس له خپریدو څخه خبر ورکړ او دې سره يې له هیواده بهر د خپلو اتباعو د بیرته ستنیدو سهولتونه لغوه او پر ځای يې خپل بندرونه وتړل.

د تیرکال په اګست کې چې طالبان په افغانستان کې قدرت ته رسیدلي له افغان میرمنو سره د چلند په برخه کې د طالبانو پر دريځ باندې نیوکې کيږي.

د طالبانو د حکومت چې شاوخوا ۶ مياشتې يې کیږي، تر اوسه هيڅ هيواد په رسمیت نه دی پيژندلی. ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه له طالبانو څخه د همه شموله حکومت د جوړيدو او د ښځو حقونو د درناوي غوښتنه کوي.

طالبانو پر افغانستان د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر وخت چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کال تر منځ وه، د ښځو په برخه کې يې سخت قوانین وضع کړي وو. هغه مهال ښځو او نجونو ته د تعلیم او کار اجازه نه وه او دوی نشو کولی حتی له نارینه محرم پرته سفر وکړي. تر هغې دورې راوروسته په افغانستان کې د تیرې شل کلنې جګړې پر مهال حتی ځینې وخت داسې پیښې هم شوي چې د هغه وخت د حکومت وسلوالو مخالفو ډلو په حملو او بریدونو کې حامله ښځې په نښه او له منځه وړل شوي دي.

که څه هم اوسني واکمن طالبان ادعا کوي چې د پخوا په پرتله يې په خپل سیاست کې نرمښت راوستلی دی، خو لا هم پر دوی باندې د ښځو د حقونو په برخه کې نیوکې کيږي او په عمل کې څرنګه چې تمه ده اقدامات نه دي شوي.

طالبانو د ښځو د چارو وزارت لغوه کړی او د خپل موقت حکومت په کابینه کې ېې هيڅ میرمنې ته ځای نه دی ورکړی. د دوی په واکمنۍ کې د يو شمیر محدودو ادارو پرته نورې ټولې ښځینه مامورانې په کور کينول شوي دي. د نجونو د تعلیم په برخه کې لا هم ستونزې حل شوي نه دي. د افغانستان په ډيرو سیمو کې نجونې يوازې تر شپږم ټولګي پورې ښونځيو ته د تلو اجازه لري، خو د طالبانو حکومت خوشبينه ښکاره کړې چې دوی به د راروانې مارچ مياشتې په پای کې د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي فعاله کړي.

تیره اوونۍ د طالبانو یو پلاوی د ناورې هیواد په بلنه د دغه هیواد په پلازمینه اوسلو کې له لويديځ هیوادونو سره د بشري مرستو او بشري حقونو په هکله درې ورځنۍ خبرې اترې درولودې. هغه وخت لويديځوالو په ډاګه کړه چې افغانستان سره بشري مرستې د بشري حقونو له رعایت سره تړلي دي. د دوی په غوښتنه کې یوه تر ټولو ښکاره هغه د نجونو د تعلیم غوښتنه وه. لويديځوالو ديپلوماتانو وویل چې دوی په دې برخه کې د طالبانو د هغې ژمنې عملي کولو ته انتظار کوي چې ويلي يې دې د مارچ مياشتې په پای کې به د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

د نیوزیلندۍ خبریالې موضوع چې په ټولنیزو رسنیو کې هم پرې بحثونه شوي، يو شمیر کارونکو ويلي دي چې طالبان غواړي په دې کار سره ځانونه مثبت وښيي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.