تور زیړی څه دی او څنګه منځ ته راځي؟

ډاکټر ارمان خان امیري

2,275

د دغې ناروغۍ يا زيړي اړوند ټول معلومات په دغې ليکنئ کې لوستلى شٸ.

زیړی پخپله مرض ندی، زیړی یو عرض دی چی دبعضو نورو امراضو په پایله کې منځ ته راځي، چی لومړی د سترګو د سپینو د زیړوالی او بیا وروسته چی کله دبیلروبین دمادې اندازه زیاته شی نو دټول بدن د زیړوالی سبب کیږی، بیلروبین یوه کیمیاوی زیړ رنګه ماده ده، چی د سرو حجرو دتخریب نه وروسته له یوې خاصې پروسې څخه منځ ته راځی، وروسته تولید شوی بیلروبین دکبد یا ځیګر په واسطه له دوران څخه فلتر کیږی او کبد ته انتقالیږی دکبد نه وروسته کیسه صفراته چی یوه وړه کڅوړه ده له یوشمیر نورو تغیراتو سره ترشح کیږی بیا دکیسه صفرا له لاری وړو کلمومو ته د وړو وړو صفراوی قناتونو له لاری دفع کیږی او بل مهم داچی دا صفراوی ماده دشحمی موادو په هضم کی هم مهم رول لوبوی .
بیلروبین چی کله په نارمل ډول تولیدیږی یوه معیاری اندازه لری چی نارمل حالت یی له mg/dl 0,5 –1,5 پوری دی .
کله چی د بیلروبین اندازه له 3 mg / dl نه واوړی دسترګو په سپینو کی به یی نښې مالومی شي او رنګ به یی زیړ شي

زمونږ وینه له میلیونونو سرو حجرو څخه جوړه شوی ده چی په طبی اصطلاح کی ورته Red Blood Cell یا RBC ویل کیږی، دغه RBC حجری 120 ورځې عمر لري، وروسته له یو 120 ورځو څخه تخریبیږی او په عوض یی نورې سرې حجرې جوړیږی چې همدغه پروسه تر اخره عمره ادامه پیداکوی کله چي حجره تخریب شی د دې حجری منځ کی یوه بله ماده ده چې هیموګلوبین ورته وایی ازادیږی او بیا له یو لړ تغیراتو وروسته زیړ رنګه ماده چی بیلروبین ورته وایی تولیدیږی.
بیلروبین چی کله منځ ته راشی مستقیما کبد کې جذب کیږی او بیا کیسه صفرا کی جمع کیږی او دکیسه صفرا له لاری کلمو ته ځی او بلاخره دفع کیږی او له بدن نه وځي دایی هغه نورماله پروسه ده چی بدن کی تطبیقیږی، خو په مرضي حالاتو کی دغه پروسه له خنډ سره مخ کیږی، او دغه بیلروبین چی زیړرنګه ماده کله چی له یو شمیر خنډونو سره مخ شي فورا یی سطحه په وینه کی زیاتیږی او دناروغ سترګی او دبدن پوست زیړ کیږی.

۱- هغه حالتونه چی دبیلروبین سطحه زیاتیږی:

الف: د سرو حجراتو زیات تخریب:
هغه ناروغی چی دسرو کرویاتو د تخریب لامل گرځی.
* تلاسیمیا
* ملاریا
* سیکل سل انیمیا
* بعضی دواګانې
* ارثی حالتونه
* او داسې نور ……
دا هغه ناروغی دی چی د سرو کرویاتو دتخریبدلو چټک لامل کیږی او په نتیجه کی دکرویاتو دتخریب سطحه له معیاری وخت زیاتیږی او زر زر حجری له منځه ځی او په نتیجه کی دبیلروبین د تولید اندازه هم په خورا زیاته سطحه تولید کیږی، په دې وخت کی بیا کبد دا توان او قدرت نه لری چی ټول تولید شوی بیلروبین له دوران فلتر کړی او جذب یی کړی، کله چی کبد تولید شوی بیلروبین جذب نه شی کړای معمولا بیلروبین به دوینی په دوران کی زیات شي او لومړی به یی نښه د سترګو په سپینو کي ښکاره شي.

۲- هغه حالتونه چی کبد یا ځیګر کی اختلال منځ ته راشی:

* ویروسی او باکتریایی ناروغی لکه HBS, HCV او دالکول خوړل چی دکبد د التهاب سبب کیږی او ورته Hepatic Condition وایی .
* دځیګر کنسر یا سرطان.
*- بعضی دواګانې لکه استامیوفین، استرویدونه او ازونیازید.
* سیروز.
او داسې نور…….

دې حالت کی کبد یا ځیګر دالتهاب سبب کیږی او خپله دنده په درست ډول نه شی اجرا کولای چی دبیلروبین فلتریشن او جذب هم د ځیګر اصلی وظیفه ده نو دالتهاب په صورت کې موجوده او تولید شوی بیلروبین نه شی اخیستلی نو په نتیجه کې دوینې دوران کی یی سطحه لوړیږی او دسترګو او پوست دزیړوالی سبب کیږی.

3- صفراوی نلونو کی بندشت:
هغه حالتونه چی صفراوی لارو ګی بندشت منځ ته راځي.

*-صفراوی تیږی .
*- کیسه صفرا سرطان .
*- پانقراص سرطان .
دې حالت کې صفراوی قناتونو کې بندښت منځ ته راځي او صفرا یا بیلروبین له دی لاری نه شی تیریدلی او بلاخره صفراوی نلونه چوی او دوینې دوران ته بیرته لویږی.

دزیړی نښې نښانې:
*- دسترګو او پوست زیړوالی.
*- دبطن ښی طرف کی درد .
*- بی اشتهایی.
*- سردردي
*-سر ګیچي.
*- دپښو بړسوب.
*- تبه اولړزه .

4–زیړی په نوزادانو کې:
په نویو زیږیدونکو ماشومانو کی هم 60 سلنه زیړی پیداکیږی چی دا یو فزیولوژیک حالت دی او ډیر د تشویش وړ نه دی، دازیړی تر یوی هفتی وروسته خپله ښه کیږی او له منځه ځي .
خو کچیری زیړی دوام پیدا کړی نو بیا باید عاجل داکتر ته مراجعه وکړي تر څو دزیړی علت پیدا کړی او وروسته یی دتداوی په اړه تصمیم ونیسي.

درملنه:
درملنه یی د زیړی په لومړی قدم کی دعلت پیداکول اړین دی
کله چی علت پیدا شی وروسته باید داکتر تصمیم ونیسي
مثلا که یی علت تخریب د حجراتو وی بیا هم باید دحجراتو د تخریب علت پیداکړی او وروسته یی تداوی کړی.
او که یی علت دصفراوی نلونو بندشت وی بیا نو جراحی ته اړتیا ده.
مطلب داچی تداوی یی د زیړی په علت پوری تړلې ده.
(تور زيړى) Hepatitis) hbvs)هيپا ټیټس بي ته په ولسي ژبه کې تور زیړي وايي .دغه ناروغي يوه ساري ناروغۍ ده چه په مختلفو لارو ديوه انسان څخه بل انسان ته انتقالیږي .

د تور زیړې د انتقال لارې:

د تور زیړی ویروس چاپیریال ککړولای شئ او تر اوو ۷ ورځو پورې په لاړو، وینه،سیمین ( دنارینه د سپرم هغه مایعات چې فرکتوز او مالګې لري) اوښکو او د رحم دخولې افرازاتو کې ژوندې وي چې د پوستکې او مکوزا سره د تماس په پایله کې تور زیړی روغ کس ته انتقالیږي.

ځینې وختونه د ټپونو او زخمونو له لارې لکه د پوستکې د لړمۍ کیدلو او د زخم ژیړ رنګه کیدلو سره د تماس په پایله کې تور زیړی روغ کس ته انتقالیږي.

د ځینو شیانو یو ځای کارونه لکه د غاښونو برس ، ککړ شوي مسواک او د ږیري خریلو وسایلو له لارې چې دناروغ کس په وینه ککړ شوی وي د انتقالیدو خطر یی ډیر دی.

ناروغ کس که روغ کس باندې غاښ یا خوله ولګوي نو د انتقالیدو خطر یی شته.

دوینې د ورکونۍ توکي ، وینه ورکونکې کسانو او وینه اخیستونکو کسانو له لارې تور زیړی انتقالیږي.

د جنسې اړیکو له لارې ( که ښځه یا نر پرې اخته وي نو د جنسي اړیکو پر مهال تور زیړی د ناروغ کس څخه روغ کس ته انتقالیږي)

د سلمانۍ د قیچۍ ، یا ککړ شوي پاکۍ او چړي له لارې تور زیړی انتقالیږي .

د ناروغ مور څخه ماشوم ته د حامله ګۍ په وخت کې تور زیړی انتقالیږي.

هغه معتادین چې په نشه یی توکو روږدي دي او د ککړو پیچکاريو په واسطه یو بل ته نشه یی توکي پیچکاري کوي نو یو بل ته تور زیړي انتقالوي.

که چیرې د مور په وینه کې تور زیړی مثبت (شتون ولري) وي او دماشوم په وینه کې هم مثبت (شتون ولري) وي ، د تورزیړي د ناروغۍ انتقال شانس ۹۰ سلنه زیاتوي.

د ماشوم دزیږون په وخت کې ددې ناروغتیا انتقال خطر ډیر زیات دی.

تور زیړي په لاندې حالاتو کې نه انتقالیږي !

تور زیړې د تشو متیازو له لارې نه انتقالیږي.

تور زیړي دهغه لوښو څخه چې ناروغ ګټه پورته کوي تاسې وکاروئ یا ورسره په ګډه ډوډۍ وخورئ نو روغ کس ته ناروغتیا نه انتقالیږي.

تور ژیړی وايروس دروغبړ کولو په واسطه نه انتقالیږي .

له ناروغ کس سره یوځای ناسته او ښکلول یا مچې کولو په واسطه نه انتقالیږي.

د ناروغ کس سره لاس په لاس ګرځيدلو او يو ځاي خواړه خوړلو په واسطه نه انتقالیږي.

که ناروغ کس په عمومي حمامونو کې ولمبیږي ، یا عمومي حوضونو څخه ګټه پورته کړي ، نورو کسانو ته د تور زیړي ناروغۍ نه انتقالیږي.

د ناروغ د درملنې په وخت کې دناروغ د بدن سره دتماس په پایله کې نه انتقالیږي.

په نړۍ کې ۳۵۰ میلیونه انسانان په تورزیړي ناروغۍ اخته دي.

تور زیړی یو ډول ویروسي ناروغۍ ده ، چې ددغه ویروس دفعالیت او زیاتیدنې اصلي ځای ینه ده.

کله چې د تورزیړي ویروس بدن ته داخل شي، نو ینه کې ځای نیسي او په ینه کې په فعالیت پیل کوي، چې د څو اونیو په تیریدو سره یعني تر ۱۲ اونیو پورې یی شتون په وینه کې څرګند یږي، چې د ینې د میکروبي کیدلو او تخریب کولو لامل ګرځي.

په ټولیز ډول تور زیړی په ځینو خلکو کې تر ۶ میاشتو پورې دوام کوي او بیا د ناروغ بدن پخپله ددې ویروس په مقابل کې معافیت ترلاسه کوي او ناروغ ښه کیږي ، مګر که د تور زیړي ویروس په بدن کې تر ۶ میاشتو زیات وخت لپاره پاتې شي او بدن پخپله دهغې په مقابل کې معافیت تر لاسه نه کړئ نو ممکن ویروس په مزمن تور زیړي بدلې شئ او تر ډیرو اوږدو کلونو پورې دناروغ په بدن کې پاتې شئ چې باید په دغه مرحله کې ناروغ تر لازمې درملنې لاندې ونیول شئ.

که د مزمن تور زیړي درملنه ونه شئ نو ممکن ناروغ د ینې په سیروسس او دینې په سرطانونو اخته شئ .

که چیرې ناروغ دینې په سرطانونو یا سیروسس اخته شي نو بیا د د رملنې لپاره یی د روغ کس ځیګر باید نارو غ کس ته انتقال شئ چې د ینې انتقال یوه پیچلې کار دی ، ځکه چې د ینې پیداکول او دهغې نقلول یوه لوی ستونزه ده.

د تور زیړی نښې :

د ډیر ستړیا احساس کول

خوا ګرځیدنه یا سر ګرځیدنه

د بدن وزن له لاسه ورکول

د خیټې پړسوب

د زړه بدوالی او کانګې

د تشو متیازو توروالي

د ډکو متیازو خاورین رنګه کیدل

دبدن د پوستکې زیړوالی

دبدن پر پوستکې دانې راختل

د سترګو زېړ رنګه کیدل

د بدن د بندونو دردونه

د سر او نس دردونه

بې اشتهایي

تبه او لړزه

پر بدن خارښت لګیدل

اسهالات او قبضیتونه.

د تور زیړې تشخيص :

د تور زیړی ناروغۍ دقيق تشخيص په وينه کي دلاندي معايناتوپه واسطه ترسره کيږي.

HBsAg test

له یو څخه تر ۱۲ اونیو پورې د تور زیړې د ناروغتیا د ښودلو لپاره استعمالیږي ، که ناروغتیا تر ۶ میاشتو زیات د ناروغ په بدن کې دوام ومومي نو دا په دی مانا دی چې ناروغ په مزمن تورزیړي اخته شوی دی.

د مزمن تور زیړي د پوهیدو لپاره لاندې درې حالتونه مطالعه کوو.

د تور زیړي د معافیتي زغم پړاو :

په دغه پړاو کې

مثبت وي . HbsAg

دناروغ دوینې په سیروم کې الانین انزایم نارمل وي.

د ینې التهاب او فایبروسس نه شتون یا په حاد شکل.

چې د تور زیړی دغه پړاو ډیری وختونه په ماشومانو کې او دوخت په تیریدو سره په ځوانانو کې ډیر لیدل کیږي.

د تور زیړي د معافیتي فعال پړاو :

په دغه پړاو کې

مثبت وي . HbsAg

دینې التهاب د فایبروسس سره یا پرته له فایبروسس کیدلو څخه.

د ینې د حجرو زیانمنیدل.

اندازې پورته کیدل . ALT /AST د

که دغه پړاو په ناروغ کې دوام ومومي نو ناروغ په مزمن تورزیړي ، سیروزس او دینې په سرطانونو اخته کیږي.

د تور زیړې معافیتي غیر فعال پړاو :

مثبت یا د ویروس شتون والۍHBsAg,

منفي یا د ویروس نه شتون والۍ.HBeAg-

مثبت یا شتون والۍ .Anti-HBe,

د ینې پړسوب او فایبروسس کیدل .

په دغه پړاو کې د ناروغ خطر نسبتاً لږ وي. ناروغ د ینې په سرطان او سیروز اخته شئ.

د تور زیړي د ناروغۍ مخنيوي او درملنه :

د تور زیړې درملنه پيچلۍ ده ،ځکه تر درملنې مخکې د ناروغ عمومي څیړل او ناروغ درملنې لپاره اماده کول یو اړین کار دی .

هغه خلک چې واده لري که یوه له دوي څخه په دي ناروغۍ اخته وي، نو روغ کس بايد واکسین شئ او يا دجنسي اړيکو پر وخت دکانډم یا پوکاڼۍ څخه استفاده وکړئ.

که چیري دناروغ په وینه کې (هیپټایټس سرفس انتي جن ) شته والۍ تر ۱۲ اونیو پورې یا یی په بدن کې نه شتون هم باید د تور زیړې واکسین واخلئ .

دناروغۍ دمخنیوی په خاطر که چیرې د مور او ماشوم په وینه کې د ۷ ورځو لپار ه مثبت نه وي نو بیا امینو ګلوبولین ورته ورکول کیږي.

تور زیړي په خاص ډول کوم مالوم درمل نه لري مګر بیا هم د خطر فکتورونو د مخنیوي لپاره یي دغه درملونه کاروي.

د تابلیت په بڼه :

په ځوانانو کې تور زیړې درملونه :

لامو ویډین درمل

100mg (Epivir HBV)

150mg (Epivir)

300mg (Epivir)

د مزمن تورزیړې لپاره :

Epivir HBV: 100 mg PO qDay

په ماشومانو کې دمزمن تور زیړې د درملنې لپاره :

ددوه کلو څخه کم ماشومانو لپاره د دغو درملو کارونه خوندې نه ده.

که له دوه کلو ماشوم لوی وي نو باید د ماشوم د هر کیلو لپاره ۳ ملي ګرامه د خولې له لارې په ورځ کې ۱۰۰ ملي ګرامه درمل ورکول کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.