موږ له خپل هیواده څومره خبر یو؟

670

تاسې که ایراني، پاکستاني، هندي او یا سیمه کې د نورو هیوادونو ځوانانو سره وګوری، هغو د خپلو هیوادونو په جغرافیه، تاریخ، سیاست او عیني واقعتونو ډیر اګاه او برلاسي وي خو بر عکس که موږ افغانان ځانته متوجې شو په بحثونو کې مو لېوالتیا ډیره وي خو د خپل هیواد په اړه ډیر ساده او اساسي معلومات هم نه لرو. که غواړی په بحثونو کې مو ادعاوې کمې او منطق ډیر اوسي نو مطالعه باید ولرو. دلته یوازې د بحث موضوع مطرحه نه ده، که غواړو چې هیواد مو نړۍ کې سیال شي، د هیواد په روانو شخړو او ننګونو مو سر خلاص شي نو اول باید خپل هیواد دقیق مطالعه کړو، بیا باید د سیمو د هیوادونو په اړه کافي معلومات ولرو او په همدې ډول باید د ټولې نړۍ په اړه مطالعه وکړو.

په لاندې لېنک کې د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو په په اړه لس ډیرې ساده پوښتنې لیکل شوي، تاسې وګورئ چې څو پوښتنو ته دقیق او سم ځوابونه لری؟ که معلومات مو کم وو هیله ده چې له اوسه د هیواد د جغرافيې، تاریخ، ادبیاتو، سیاست، ستونزو او فرصتونو په اړه ژوره مطالعه پیل کړئ او بیا خلکو سره منطقي بحثونه وکړئ.

 

لس پوښتنې :

1-                افغانستان څو هیوادونو سره سرحد لري؟

2-                افغانستان د ګاونډیو هیوادونو سره څو بندرونه لري، نومونه یې ذکرکړئ؟

3-                تخار، غور او وردګ ولایتونه د افغانستان په کومو برخو کې موقعیت لري؟

4-                افغانستان کې د تیرۍ اونۍ مهم مسایل په لنډ ډول ذکر کړئ؟

5-                د امریکا وروستي سرتیري له افغانستان څخه کله ووتل؟

6-                د افغانستان د مشهورو سیندونو په اړه څومره معلومات لری؟

7-                د ایران اوسنی جمهور رییس څوک دی؟

8-                د حامد کرزي د دویېمې دورې مرستیالان څوک وو؟

9-                سلما بند کوم ولایت کې موقعیت لري او د کوم هیواد په مرسته جوړ شو؟

10-           افغانستان د کومو هیوادونو سره اوږد سرحد لري، لومړي درې یې په ترتیت ذکر کړئ؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.