شعور او لاشعور

خدیجه عزیزی

948

ایا کولای شو لاشعور کې شته منفي/غلط باورونو او عادتونه ته تغیر ورکړو؟ او ایا کولای شو لاشعور کې هغه باورونو ته ځای ورکړو چې د پرمختګ سبب مو شي.
هو، کولای یې شو. څېړنو دا څرګنده کړې چې انسان د لاشعور په باورونو د تسلط وړتیا لري. لکه څرنګه چې غلط باورونه د مشاهدې، اورېدلو، ویلو، ترسره کولو او تکرارولو له لارې لاشعور کې ځای پرځای کېږي، دغسې سم باورونه هم له دغو لارو لاشعور کې ځای موندلی شي. د لاشعور د غلطو باورونو تغیرولو لپاره لاندې طریقو څخه ګټه اخیستلی شئ.

۱- مثبت/ښه چاپيریال، ملګرو او کتابونو سره یوځای شئ. تاسې چې یو مثبت چاپيریال کې یاستئ لاشعور مو هرڅه جذب کوي. د ښو ملګرو خبرې او کړنې ستاسې لاشعور ته مثبتې انګیزې استوي. د ښو کتابونو جملې ستاسې د ذهن احاطه نیسي او په دې توګه ورو ورو ښه باورونه ستاسې لاشعور ته لار پيدا کوي.

۲- نیکې/مثبتې او تاکیدي جملې تکرار کړئ. تاسو به له ډېرو اورېدلې وي که غواړئ کامیابه ژوند ولرئ ووایې چې “زه یې کولای شم” خو چا ونه ویلې چې دا جملې څه ډول مونږ تر کامیابۍ رسولی شي. لاشعور د هغه څه څرګندولو هڅه کوي چې تاسې تل ویلي دي. که تاسې ووایئ ماغزه مې سم کار نکوي، زه دا لوست نشم زده کولای. دا خبر ستاسې لاشعور اخلي او د حقیقت کېدو لپاره یې پوره کوشش کوي. نو تاسې هر وخت مثبتې تاکیدې جملې له ځان سره تکراروئ. لکه: زه یې کولای شم، زه پياوړی/ې یم، زه تکړه یم. زه چالاکه یم. زه ښه او نیک شخص یم. زه باید چاته بد ونه رسوم. زه باید د چا زړه مات نکړم.

۳- د ښو باورونو/شيانو/هیلو تصور وکړئ. لاشعور ذهني تصاویر ډېر زر جذب کوي. تل ښه باورونه تصور کړئ. زه تل خپلې د حقیقت په څېر وینم. هغه څه چې غواړم، تصور کوم چې حقیقت کې یې لرم. همدا دی چې خپل د هیلو په پوره کېدلو پوره باور لرم.

۴- یو ارام ځای ته ولاړ شئ. د شپې یا سهر وختي چې څوګ ستاسې شاوخوا نه وي. خپل لاس په تندي کېږئ او هغه باور یا خبر چې غواړئ لاشعور ته مو لار پيدا کړي، له ځان سره یې ووايئ. مثلا ً سګرت څکول ستاسې په عدت بدل شوي او اوس غواړئ چې دا بد عدت پرېږدئ. کاملا ً يو ارامه فضا او تیاره خونه کې، اوار ځای کې ارام وکړئ او لاس په تندي کېږدئ او دا دېته ورته جملې له ځان سره په ارامه غږ ووایئ. سګرت زما ژوند تباه کوي. زه به معتاد شم. ….. زه فلانکی نور دا کار نکوم. زما اراده قوي ده. هو زه کولای شم دا بد کار پرېږدم…

۵- هیپنوتیزم: دا ډېره پخوانۍ طریقه ده چې پورتنۍ طریقې سره ورته ده خو داسې چې یو بل شخص له تاسې سره مرسته کوي. یو ارام چاپيریال کې، هر ورځ کې یو ساعت مثبتې او تاکیدي جملې درته کاروي. څومره چې شخص مسلکي او پوه وي، هومره زر ستاسې لاشعور ته دا باورونه انتقالولای شي.

پورتنۍ طریقې منظم تکرار او یو منظم وخت غواړي. څومره چې ستاسې د منفي باورونو عمر اوږد وي، نو د مثبتو باورونو ځای نیول ډېر وخت نیسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.