د پشې او موږک ټولنه _ د ماشومانو لپاره لنډه کیسه

ژباړنه: رڼاګل اریوبزی

1,432

یوې پشې غوښتل چې د موږک سره انډیوالي وکړي، نو موږک په ستایلو او د هغه سره دخپلې ژورې مینې په بیانولو نه ستړې کیدهږ موږک چې د پشې د مینې ډک بیانونه او خبرې واو ریدلې، ويې منلې او له هغې سره يې پّ یوه کور کې په ګډ ژوند کولو هوکړه وکړه. دواړو پریکړه وکړه چې په دې کور کې به یو ځای اوسیږو، په ګډه په يې ګټو او په ګډه په يې څټو. پشې موږک ته و ویل چې اوس نو باید دژمې له پاره تیاري ونیسو او که نه په ژمې کې یه مو لوږه ورنځوي او ته خو موږکه، هرې خوا ته تللی هم نه شي، ځکه کیدای شي چې چیرته بند پاتې شې.» دا مشوره عملي شوه او دغوړو یو ډک ژی يې را ونیو، خواوس په دې نه پو هیدل چې دا ژی څنګه او چیرته وساتي. له ډیر سوچ نه وروسته پشې و ویل:« چې زما په فکر کلیسا د بل هر ځاي نه دژي د ساتلو له پاره د ډاډ وړځای دی، ځکه هیڅوک دا جرأت نه شي کولی چې د کلیسا نه کوم شی غلا کړي. موږ به ژی هلته په کلیسا کې د مقدس میز لا ندې کیږدو او تر څو چې اړتیا نه وي لاس به نه وروړو.» په دې ډول يې ژی په یوه ډاډمن ځای کې کیښود، خو لا ډیر وخت تیر نه و چې دپشې خوله ورته اوبه اوبه شوه او موږک ته يې و ویل چې:« موږک جانه! غوښتل مې درته و وایم چې زما یوې خپلوانې یو ښکلی بچی دنیا ته راوړی دي، پوستکی يې سپین دی او نصواري ټکي لري. زه دهغه د مخ لیدو له پاره ورځم او ته به ګوښی په کورکې خپله چاره په خپله وکړې.» موږک ورته و ویل چې:« هو هو! ځه د خدای په نامه لاړه شه، کله چې خوندور خواړه خورې، نو ماهم دریاد کړه، خوږو ممیزو او پتاسو ته زما هم زړه کیږي.» په حقیقت کې دا ټول درواغ وو، پشي هیڅ خپلوان نه درلودل او مخ لیدوته هم نه وه بلل شوې. دا نیغ په نیغه کلیسا ته ورغله، په کلیسا کې دغوړیو ژي ته ور وښوئيده، د ژي غوړ پوست يې پاک وڅټه او ځان يې ښه موړ کړ. بیا يې د ښار په بامونو يو ښه چکر و واهه، ورپسې لمر ته پریوته او سمه وغځیده، بیا يې خوله او بریتونه پاک سوتره و مینځل او کله چې ماښام شو کور ته را وګرځیده. موږک ورته و ویل چې:« ښه نو ته بیرته راغلې، خدای دې وکړي چې ورځ دې خوشاله تیره شوې وي.» پشې و ویل چې:« بده نه وه.» بیا موږک و پوښتله چې:« په ماشوم مو کوم نوم کیښود ؟» پشې په وچ غږ ورته و ویل جې:« پوست پاک » موږک و ویل چې:« داخو عجیب نوم دی، ایا داسې نوم ستاسې په کورنۍ کې دود لري؟» پشې ورته و ویل چې:« په دې کې نو څه بد دي، دا خو « د زړو لتوغل » نوم نه، چې په تاسې کې دود دی، بد نوم نه دی.»
د دې سوال او ځواب نه لا ډیر وخت نه و تیر شوی چې غوړو ته د پشې خوله بیا اوبه اوبه شوه او موږک ته و ویل چې:« موږکه، یو ځل بیا دا نیکي راسره وکړه، ته د کور چارې یوازې سرته ورسوه. زه مې خپلوانې بیا بللې یم، دا ځل يې د ماشوم غاړه سپینه ده، نو ځکه مې د خپلوانې غوښتنه نه شم ردولی.» موږک له ښه نیته د پشې دا خبره هم ومنله، خو پشه دښار د دیولونو تر شا بیا کلیسا ته ورغلله، دغوړیو ژي نیمه برخه يې وخوړله او په دې ډول ژی نیم تش شو. بیا يې له ځان سره و ویل چې:« ځان ته يې وخورې، ډیر ښه خوند کوي.» پشه د دې ورځې په کړو وړو ډیره خوشاله وه.کله چې ماښام کور ته راغله، موږک وپښتله چې:« داځل مو په ماشوم کوم نوم کیښود؟» پشې ځواب ورکړ چې:« نیم تش » موږک له ځان سره زمزمه کوله چې:« دا څه وايي، دا نوم خو مې په ژوند کې هم نه دی اوریدلی. زه په دې شرط کوم چې په جنترۍ کې هم نه دي لیکل شوی.»
پشېبیا ښو خوړو ته رړه وشو او بیايې خوله اوبه اوبه شوه او موږک ته يې و ویل چې:« له نیکه مرغه او دري شول. زه مې بیا خپلوانۍ غوښتې یم،دا ځل ماشوم له سره تور دی، یوازې پښې يې سپینې دي او په نور ټول بدن کې يې یو سپین ویښته هم نه شته او دا په هرو څو کلو کې یو ځل پیښیږي. ته خو ماته د ورتګ اجازه راکوې؟» موږک په سوچ ډ وب شو او په همدې حال کې يې ورته و ویل:« پوست پاک، نیم تش، دا خو عجیب اوغیب نومونه دي او دا نومونه مې په سوچ راولي.» پشې ورته و ویل چې:« ته ټوله ورځ په توره خړه ځاله کې ناست يې او د باندې نه ګرځې، نو ځک له هر څه بې خبره پاتې يې.»
موږک د پشې په غیاب کې دکور چارې تر سره کړې او هر څه يې ځای په ځای کړل. پشه بیا کلیسا ته ورغله او په ژي کې ړچې څه غوړي پا تې وو، هغه ټول وخوړل او ژی تش ټول تش شو. ځان سره يې دو ویل چې:« اوس مې چې ټول غوړي وخوړل، نو ارامه هم شوم.» کله چې ښه چاغه شوې او په مړه ګیډه دشپې کورته راغله، موږک ور څخه د دریم ماشوم دنوم د نوم پوښتنه وکړه وکړ. پشط ورته و ویل چې دا نوم به دې هم خوښ نه شي، نوم يې « ټول تش » دی. موږک چیغه کړه چې:« ټول تش! دا تر ټولو د اندیښنې وړ نوم دی، دا نوم تر اوسه هیڅ چیرې نه دی لوستلی. ټول تش! دا نو څه مانا لري؟» موږک په اندیښنو کې ډوب شو، سر يې وخوخاوه، ځان يې راټول کړ او ویده شو.
سر له دې ورځې بیا پشه دخپلوانې له خوا ونه بلل شوه. کله چې ژمی را ورسید او دباندې دخوړو څه نه پیدا کیدل، موږک دخپلې زیرمې په فکر کې شواو پشې ته ۍې و ویل چې:« راځه چې غوړیو ژي ته، چې د دې وخت له پار مو ستلی و، ورشو او خوړل به يې ښه خوند وکړي.» پشې ورته و ویل چې :« هو! داسې خوند به درکړي، لکه چې دکړکي نه سر اوباسې او په تشه هوا کې خوړل پیل کړې.» دواړه غاړه په غاړه دکلیسا په لور روان شول او چې ورسیدل تش ژی په ځای پروت و. موزک چې تش ژی ولید، چیغه يې کړه او و ویل چې:« اوس پوه شوم چې څه پیښ شوي دي. اوس هرڅه په ډاګه شول. دا ته زما رښتینې ملګرې وې چې ټول غوړي دې هغه وخت وخوړل چې ویل به دې، خپلوانې مې غوښتلې یم: اول پوست پاک، بیا نیم تش……» پشې ور غږ کړ چې:« چپ شه او که نه و به دې خورم.» د « ټول تش » نوم لا د پې وسه موږک په ژبه و او له خولې يې لا نه و راوتلی چې پشې ور ټوپ کړ او دسترګو په ري کې يې نس ته تیر کړ. د دنیا چارې په دې ډول دي
Liste von Märchen – Grimms Märchen – Grimmstories.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.