پاکستان د درو ورځو راهيسې له بېلتون غوښتونکو وسله والو سره جنګيږي

491

پاکستاني ځواکونه په بلوچستان آيالت کې له درو ورځو راهيسې د بیلتون غوښتونکو پرضد جګړه کوي. يوه امنيتي چارواکي ويلي چې د وسله والو د بريد مهال او وخت تصادفي نه دی.

 

يوه پاکستاني امنيتي چارواکي ويلي دي چې وسله والو کسانو په بلوچستان کې خپل بريدونه داسې مهال کړي څو چين ته د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سفر ناکامه ښکاره شي. اسلام آباد او بيجينګ په وروستيو کلونو کې ټينګ ارتباطات قايم کړي چې تمرکز يې د يوه اقتصادي دهليز په اوږدو کې پر زېربنايي پروژو دی. دغه دهليز د چين د لويديځ شينجيانګ سيمې څخه د بلوچستان تر ګوادر بندر پورې غځيږي. بېلتون غوښتونکو د کلونو راهيسې د پاکستان په سويل لويديځ کې خپل پاڅون ته دوام ورکړی. دوی په غوسه دي ځکه چې سرشاره طبيعي زېرمو يې له خلکو سره د بې وزلۍ په کمولو کې مرسته نه ده کړې. پاکستان کې پر دغې ډلې بندیز دی.

د چين او پاکستان اقتصادي دهليز لار (CPEC) داسې اندېښنو ته لمن وهلې چې ځايي اوسېدونکو ته د ډېرو نوو پانګونو څخه ګټه نه رسيږي. بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو په وار وار د چين پروژې په نخښه کړې دي. په داسې حال کې چې اقتصادي دهليز د چين له پاره د هند سمندر ته د رسېدو يوه مهمه دروازه ده، د کارکوونکو امنيت يې ډېره موده اصلي اندېښنه پاته شوې وه. تېره چهارشنبه د بلوچ آزادۍ پوځ (BLA) په نوم وسله والو د بلوچستان د نوشکي او پنجګور پر پوځي پوستو غبرګ بريدونه تر سره کړل چې د پاکتساني پوځ په خبره يې اووه پوځيان ووژل شول. پاکستان کې پر دغې ډلې بندیز دی.

د نوشکي بريد د پنجشنبې په ورځ په شا وتمبول شو، خو يوه لوړپوړي امنيتي چارواکي د جمعې په ورځ وويل چې په پنجګور کې لا پوځي عمليات روان دي چې تر دې دمه ۱۳ تنه بېلتون غوښتونکي وسله وال وژل شوي دي. د دغه چارواکي په خبره بریدونه په دې هدف کيږي چې »پاکستان زيانمن کړي« او دا داسې مهال دی چې لومړی وزير يې د المپيک د ژمنيو لوبو پرانیستغونډې له پاره چين ته تللی دی. عمران خان او د چين ولسمشر شي جينپينګ به د دغه چارواکي په حواله پر اقتصادي دهليز هم سره وغږيږي او بريد ښايي د دې له پاره تر سره شوی وي څو »د امنيتي وضعيت په هکله« پوښتنې راولاړې کړي.

Pakistan Gwadar Wirtschaftskorridor mit Chinaد ګوادر بندر د چين له پاره ډېر مهم دی څو د هند سمندر ته لاسرسی ولري.

د هغه په خبره »دغو بریدونو د سفر د سبوتاژ کولو هدف درلود.« د بلوچستان د آزادۍ پوځ په نوم وسله والو ويلي چې په غبرګو بريدونو کې يې ۱۷۰ تنه پاکستاني سرتېري وژلي دي. دغه ادعا چارواکو »بيخي غلطه« بللې ده.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسلوال په تکرار سره د جګړې په ميدان کې د معلوماتو په برخه کې مبالغه کوي په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ هم د وژل شوو سرتېرو شمېرې ټيټې ښيي. د جمعې په ورځ د بلوچ آزادۍ پوځ وويل چې تر بريد ۴۰ ساعته وروسته يې لا يو امنيتي کمپ په تصرف کې وو. خو پاکستاني امنيتي چارواکو ټينګار کړی چې وضعيت »تر ډېر ښه کنترول لاندې« دی او دا چې جاري عمليات د بريد »د پاتې شونو د نيولو« په موخه دوام لري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.