جادویي نانځکه _ د ماشومانو لپاره لنډه کیسه

شېبه ګهیځ

1,614

لکه په شین اسمان کې هغه ځلېدونکي ستور تر منځ سپینه سپوږمۍ، سپوږمۍ رڼې سترګې او ښکلې  ځلانده معصوه څېره لرله، له ښکلا سره سره سپوږمۍ د کلي په ماشومانو کې هوښیاره او لایقه هم وه. پلارجان، مورجانه او ملګري یې ترې ښه خوشحاله ول، سپوږمۍ د مور هره خبره منله.

یوه ورځ مور سپوږمۍ ته یوه نانځکه ډالۍ کړه؛ خو له دې وروسته نور سپوږمۍ هغه پخوانۍ سپوږمۍ نه وه، نور سپوږمۍ د پخوا په څېر د مور خبره نه منله.سهار وختي به له خوبه نه پاڅېدله،مور به په غږ کولو ستړې شوه

ــ سپوږمۍ لورې پاڅه ښوونځي ته ناوخته کېږي

ــ ښا مورې اوس پاڅېږم

سپوږمۍ به هماغسې په خوب پاتې وه، مور به سپوږمي له لاسه ونیوله مخ او لاس به یې ورته ومینځل او سهارنۍ ته به یې کېنوله؛ خو د هغې سترګې به اوس هم په خوب کې و داسې وه ته به وایې باڼې یې سره نښتي.

دا پېښه څو ورځې دوام وکړ، دا ځل یې مور سره وعده وکړه چې وخته به له خوبه پاڅېږي؛ خو سهار یې دا وعده هېره وه او همداسې دا ستونزه ډېرېده.

ښوونځي کې  ښوونکې او ملګري هم سپوږمۍ ته اندېښمن ول، ملګري به یې چې کله هم ویل

ــ راشه سپوږمۍ لوبې وکړو

ــ نه زما زړه ورته نه کېږي، غواړم همدلته ویده شم.

ښوونکې هم د سپوږمۍ له داسې وضعیت ستړې شوه، ځکه نور هغې ته ښوونځی او درس مهم نه وو، نور هغه پخوانۍ لایقه نجلۍ نه وه، پر میز به هم ویده وه، کورنۍ دندې یې نه کولې او مدام به په فکر و.

یوه ورځ مور ځان سره وویل: نور باید دا ستونزه هواره کړي ؛ نو ځان سره یې وویل چې دا ځل باید شپې سپوږمۍ ته ویښه پاتې شي تر څو وګوري هغه څه کوي چې داسې شوې ده!

همداسې هم وشول په دې شپه مور د سپوږمۍ د کوټې دروازې شاته په ویښه تېره کړه.

سپوږمۍ د هرې شپې په څېر خپل بسترې ته د ویدېدو لپاره لاړه، کله چې یې غوښتل ویده شي نو؛ نانځکې ویل راشه چې لوبې وکړو.نانځکه بیا وویل:

ــ سپوږمۍ راشه چې رسامي وکړو

ــ سمه ده.

ــ سپوږمۍ راشه پټ پټونی کوو.

ــ ښه ده لوبې به وکړو.

خو دومره به دوی سره لوبې وکړې چې د سپوږمۍ د خوب وخت به تېر شو، ملا اذان به سپوږمۍ ویده کېدله. نو داسې به هغې ته سهار وخته پاڅېدل ستونزمن و.

د سپوږمۍ مور چې دا هر څه له دریڅې لېدله، راغله او نانځکې ته یې وویل:

ــ که ته پرې نه ږدې چې سپوږمۍ شپې ویده شي اړه ده چې دا به بیرته وړي.

نانځکې هم ومنله، ځکه هغې له سپوږمۍ سره مینه لرله او لرې کېدل یې ترې نه غوښتل.

 له سبا وروسته سپوږمۍ شوې وه همغه ښه او لایقه نجلۍ. مور هم خوشحاله وه.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.