د کییف افغانه ښاپيرۍ

لیکنه: شېبه ګهیځ

868

د کییف افغانه ښاپېرۍ کتاب لوستلو ته مې تلوسه له هغه وخت وه، چې کله مې دعوت ویبپاڼې سره کار شروع کړ. یوه ورځ مې له بزګر صېب څخه د کتاب پي ډي اف غوښتنه وکړه؛ خو له نېکمرغه یې دا کتاب څو میاشتې مخکې په کابل کې چاپ شو. چې په دری هم (پری افغان در کییف) تر نوم لاندې د آغلې درخانۍ ذهین ژباړلی او دا هم همدلته په کابل چاپ شوی دی.

لیکوال په پیل کې لیکي (دا کتاب د یوې رښتینې کیسې او پېښې پر بنسټ لیکل شوی دی او تر ډېره هڅه شوې، چې هر څه او ټولې خبرې د یو امانت په ډول تر لوستونکو ورسوم؛ نو له دې امله پرې مرچ او مساله نه ده زیاته شوې او ټول لنګر به دې اچول شوی چې امانت همداسې سلامت وساتل شي.) یعنې دا یوه رښتینې کیسه ده پرته له دې چې سانسور یا انځورونه وشي؛ خو همدا رښتینې کیسه خپله انځوریزه ده، چې په لوستلو یې لوستونکی فکر کوي ورته حالت تجربه کوي. فکر کولو او وړاندوینو ته مو اړ باسي. پېښې دومره جذبونوکي او پرلپسې راغلي چې لوستونکی په یوه ناسته کتاب لوستلی شي.

جنګ انسان هرې ناچارۍ ته اړ کوي ان له هېواده وتل او کډوال کېدو ته؛ خو دا چې جلا وطني او خپله خاوره پرېښودل څومره درد لري او لوی زړه غواړي هغه څوک یې درک کولی شي، چې د کډوالي او جلاوطني شپې او ورځې تېروي. د کتاب کیسه موږ ته د افغانستان هغه تېر حالت پېښې، جګړې، ظلم او د جهاد د پایلې کیسه کوي. کوم چې تر ننه ورځ یې څرک لګي او د افغانستان بیچاره وګړي په ځانګړي ډول ښځې ورته حالت زغمي.

کتاب د مکالمې په بڼه د خبریال او لیلا (هغه افغانه ښځه ده، چې د ژوند کیسه یې شوې او د اوکرایین په زړه کییف ښار کې بدلمنۍ ته مجبوره شوې ده) ترمنځ ده. کتاب د کییف له یوې قهوه خونې موږ ته د افغانستان ښکلا، ښه دودونه او شوو بدو پېښو او ظلمونو پرلپسې کیسه کوي. لومړی د کییف له سړې هوا او په سړه هوا کې د یوې ښځې له ښکلا او مجبوریته مو خبروي، چې بدلمنۍ ته مجبوره شوې او له خبریال څخه مرسته غواړي. بیا مو پنجشیر او پروان ته وړي، هلته مو د جنګي ډلو له ظلمونو، پر یوې ښځې د ښایست په جرم شوي ظلمونه، زیاتي او د مُلا له هغې عقیدې او فتوا مو خبروي چې نن هم ښځې د همدې غلطې عقیدې او فتوا سزا ګوري.

په کیسه کې راغلي موضوعاتو ته لنډه کتنه:

جنګ او جهاد له موږ ډېر څه اخیستي، د ژوند له ډېرو امکاناتو نېولې تر زموږ تر ځان ګران کسان؛ په کتاب کې هم همداسې یوه پېښه موږ ته کیسه کېږي. د یوې جنګي ډلې ظلم، ناروا او وحشت چې انسانان یې ښکار دي. له کتاب څخه یوه برخه دلته لولو. (د یوې جنګي ډلې قوماندان شفیق دیوانه کسانو لومړی نیولی، بیا یې چور کړی، ورپسې یې ورته په سر میخونه ټک وهلي وو او ژوندی یې فکر کوم په سرو کړو غوړو کې سوځولی وو. زه هغه وخت وړه ومه، ډېره پوهه نه شومه… . چیغې مې کړې، کاکا جان مې مخې ته ودرېد، ما ته یې راوړې جامې او خندانه څېره تر سترګو شوه.)

د یوې نجلۍ هیله وي چې ښه کورنۍ کې واده شي، ښه راتلونکې ولري، او په ارامه ساه ژوند وکړي؛ خو اکثریت افغانې ښځې د واده په نوم زندان ته ځي. لیلا سره هم همداسې کېږي. افغانستان ته په دې هیله راځي چې واده به وکړي او ارامه ژوند به ولري؛ خو ټولې هیلې یې خاورې شي او خپله ښکلا ورته بلا ګرځي.(لاړمه افغانستان ته ارمان مې و، د پلار له مرګه وروسته ډاډه نه ومه؛ خو بیا هم خوشحاله ومه، چې خپلې ټولې هیلې او ارزوګانې مې خپل واده پورې غوټه کړې وې، چې واده به وکړم خوشاله ژوند به مې وي، مینه به وي، زه به ډاډه یم، وېره او ډار به راسره نه وي.) دلته افغانستان داسې ځای دې چې د په هر څه کې پړه پر ښځې اچول کېږي او هره ناروا باید  په پټه خوله وزغمي.

لیلا ته چې د افغانانو دومره صفتونه شوي. د میړانې، عزت او وقار خبره شوې هر څه برعکس و. هغه باور چې د افغانانو په هکله یې پلار له ماشومتوب ورته زده کړي و، وروسته له واده داسې نه و. لیلا خپلو خبرو کې وایي: (ما درته وویل چې ما ته مې پلار دا له وړوکوالي ویلی وو، چې افغانه او مسلمانه جینۍ یو میړه او یو وار مینه کوي؛ خو دا یې نه وو ویلي چې نارینه حتی واړه هلکان او مُلایان هم هغه وطن کې ښځې له دوربینه تېروي.) بل ځای وایي: (مېړه مې یوه ورځ ووهلم، ډېره یې ووهلم چې یوه لغته یې زما په خیټه برابره شوه او دوهم ماشوم مې هم ضایع شو. له دې وروسته زه په بشپړ ډول بدله شوم، احساس مې بل رنګ شو، فکر مې واوښت.) لیلا د خلکو فکرونه او د مُلا خبرو په هکله داسې وایي: (هلته چې مُلا هر څه ووایي ډیری خلک یې مني، که تور ته سپین او سپین ته تور ووایي بیا هم خلک څه نه وایي؛ ځکه د مُلا د خبرې نه منل ګناه ده او منل یې ثواب او د جنت مزې.) راشئ نننۍ ورځې ته وګورو له هغه تېر شوي تاریخ څخه هېڅ هم بدلون نه دی کړی. نن هم دا خاوره کې د جنت ټیکه داران حاکمان دي او خپله خبره ورته سره کرښه ښکاري.

د ملا غلطه فتوا، عقیده او هوس ښځې له ډېرو حقونو محرومې کړي دي. له پخوا همدا عقیده وه چې ښځې یا د کور دي یا د ګور. نن هم ګورو چې ښځې په هر ډول ځورول کېږي، له ښوونځیو راګرځول کېږي او کار ته نه پرېښودل کېږي. په کیسه کې هم لیلا د خپل ښایست په جرم د مُلا لخوا په سزا محکومه کېږي. (خاوند مې وویل چې ملا صاحب په ډېر تفصیل راته وویل چې ښځه د شیطان له ذاته ده او ستا ښځه خو کټ مټ همدغه شی دی… . چېرته تیزاب پیدا او د ښځې پر مخ دې وشېنده بیا به ورته خلک نه ګوري هم به ستا ثواب وشي او هم به له دې بېغیرتۍ، تشویش او نور نارینه به د شیطان له وسوسو په امان وي.)

د کیسې پای زما په ذهن کې دوې پوښتنې پیدا کړې؛ خو لومړی به د کیسې د پای مکالمه ولولو!

خبریال لیلا ته وایي:

ــ سبا دې ګورم

لیلا:  بیا ونه وایې ما درته وویل ته د کار نه یې

ــ مننه خو ما خپل کار وکړ

+ څه کار؟

ــ بیا وروسته درته وایم

+ ښاغلیه ته مسلمان یې؟

ــ شپه پخیر

+ افغان یې؟

ــ شپه پخیر

+ که افغان یې او مسلمان یې او نه یې وایې دا ګناه ده… .

کتاب پر همدې مکالمې پای مومي؛ خو هغه څه چې د کیسې له لوستلو وروسته زما ذهن کې پوښتنه پاتې شوه دا ده، چې ولې خبریال لیلا ته ونه ویل چې دی هم د افغانستان او افغان دی. لکه کومې خبرې ډارېده او دا چې ایا سبا بیا هم لیلا د خبریال لېدو ته راغله او که نه؟ که سبا بیا لیلا راغلې وي؛ نور یې څه ویلي دي؟

هیله ده نور افغانستان د پرديو د جګړو او جهادونو ځاله نه وي. هر انسان دې خپل انساني حقوق تر لاسه کړي. افغانان دې پر یو بل له ظلمونو او وحشت څخه تېر او یو د بل لاسنیوی دې وکړي.
په پای کې لوستونکي د دې جذابې او رښتینې کیسې لوستلو ته رابولمه. رب دې بزګر صېب ته د داسې ډېرو رښتینې کیسو د لیکلو توان ورکړي.

د ودان او ارام افغانستان په هیله!

مینه وال کولی شی په کابل کې یې د سروش کتابپلورنځي څخه په لاندې ادرس ترلاسه کړي:
سروش کتابپلورنځی، مینه یار مارکېټ، د درېیمې ناحیې کوڅې ته نږدې، میرویس میدان (کوټه سنګي)، کابل-افغانستان.
0785200212

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.