د هومر ایلیاد

شېبه ګهیځ

317

سریزه

په لرغونې یونان  کې ادبیات یوازې منظوم وو، منثورو لیکنو ته ادبیات نه ویل کېدل؛ نو حماسې ، تراژیدي او کومیډي ټولې منظومې وې. لرغوني یونانیانو له علمي استعداد سره سره ښه هنري ذوق هم لاره او پر بډایو ولسي ادبیاتو سربیره یې ښه شاعران هم لرل.

حماسه د ادبیاتو یو ځانګړی ژانر دی، هغې لیکنې ته ویل کېږي چې داستاني بڼه او قهرمان ولري. قهرمان یې باید له عادي انسانانو لوړ کارونه تر سره کړي. حماسي ادبیات د شفاهي کیسو ټولګه ده، چې سیینه په سینه له یوه نسل څخه بل ته لېږدېدلي او څه وخت به یې چې د له منځه تلو وېره وه، له اړتیا سره سم لیکل شوي دي.

 تر میلاده اته سوه کاله وړاندې د یوناني او اروپایي ادبیاتو په سرچینه کې دوې سترې بوللې(ایلیاد) او (اودېسه) پرتې دي. ددغو بوللو شاعر هومر دی. هومر د انتیکو اروپایي ادبیاتو پلار او بنسټ اېښودونکی ګڼل کېږي.

ایلیاد د هومر لومړنۍ حماسه ده. ایلیاد له ایلون نه راوتې، چې د ټرای ښار پخوانی نوم دی. په څلرويشتو برخو کې په شپاړس زرو بیتونو کې لیکل شوې. په یونانی هومري سبک لیکل شوی او د یوناني ژبې بیلابیل ترکیبونه پکې دي. په هغه څه چې زه پخپلې مقالې کې پرې بحث کول غواړم د هومر شهکاره لومړنۍ حماسه “ایلیاد” ده. په دغه حماسه کې راغلي کیسې، اتلان، ځانګړنې او د حماسي‌توب ځانګړنې یې دي.

حماسه

حماسه له حَمَس څخه اخیستل شوې کلمه ده چې په لغت کې زړورتیا او شجاعت ته وایي؛ په ادبي اصطلاح کې د پهلوانانو هغه ستایونکی شعر دی، چې د جنګونو منظومې کیسې، زړورتیاوې او د یو ملت قومي او نژادي ځانګړتیاوې راونغاړي. حماسي ادبیات او حماسه په لومړي نظر د لوستونکي ذهن ته د جنګ او فتحې په څېر موضوعات وریادوي؛ خو په واقعیت کې بیلابیل مفهمونه پکې شامل وي. پخوانۍ حماسې منظومې وې، چې د ژوند جدي مسایل او د لرغوني انسانانو د ژوند د مختلفو مسایلو په هلکه د ویاړنې په سبک  په عالي ډول منعکس شوی دی (شمسیا، ۵۸:۱۳۸۷).

ارسطو د حماسې په اړه وایي: (حماسه او تراژیدۍ د ژوند د اعمالو منظومه ده.)

لامارتین د حماسې په اړه وایي: (حماسه د ملتونو د کوچینوالي شعر دی، د هغه وخت چې تاریخ او اساطیر، خیال او حقیقت یې یو له بل سره ګډ کړي او شاعر د ملت مورخ دی.)

حماسو ته لومړني او اصیل ادبیات وایي؛ ځکه چې د لرغوني انسانانو د ژوند، ارمانونو او کلتور هېنداره ده.

د حماسې جوړښت

حماسه په داستاني طرز د پېښو وړاندې کول دي او د کیسې اتلان ټولې پېښې مخته وړي. د حماسې ټولې پېښې په څلورو اصولو انځوریږي:

۱: پیل یې معمولاً د یو خدای یا پاک موجود سره په خبرو کېږي.

۲: د اتل د حالت ناڅاپي بدلون.

۳: د پېښې غوټه چې دواړو قوتونو پکې یو ډول ‎ښکاري.

۴: د غوټې خلاصېدل، په یو کار یا یوې پېښې غوټه خلاصېږي.

د کلاسیکو اروپایي ادبیاتو پلار

“هومر”

تر میلاد اته‌سوه کاله وړاندې د یوناني او اروپایي ادبیاتو په سرچینه کې دوې سترې بوللې(ایلیاد) او (اودېسه) پرتې موجودې وې، چې شاعر یې هومر بلل کېږي. هومر د انتیکو اروپایي ادبیاتو پلار او بنسټګر ګڼل کېږي.

د یونان ادب تاریخ کې راغلي، چې هومر د خلکو په ځانګړې ژبه؛ یعنې پر یونین ژبې خبرې کولې او شعرونه یې ویل او په همدې سیمه کې یې ژوند هم کاوه. د زیاترو پوهانو له نظره هومر د کوچنۍ اسیا په ټاپوزمه کې زیږیدلی دی. دی د (اید) په بیلابیلو لمانځنو او جشنونو کې د کیسه ویونکي سندرغاړي په توګه مشهور شوی دی. هومر پخپلو منظومو کیسو کې د یوناني سندرو کلتوري طرز(هکزامتر) چې ریتم یې سوکه او بې بېړې دی، کاروي.

وسله، جامې او د اتلانو کړه وړه په مفصل ډول بیانوي. د همدغو دقیقو څرګندونو له کبله هومر په جګړو کې د لرغونو یونانیانو د ژوند ځینې اړخونه تر موږه رارسولي دي. د پېښو د ځایونو چې په حماسې کې ورته ځای ورکړ شوی دی دومره دقیق دي، چې لرغونپېژندونکي د هغوی د کارولو له لارې وکولای شول چې د تروا ورانې کنډولې راوسپړي او پیدا یې کړي. همدا راز تاریخپوهانو هم معلومه کړه، چې رښتیا هم تروا یو زرو دوه سوه کاله تر میلاد وړاندې د یونانیانو لخوا نیول شوې ده (امیري، ۱۳۹۴: ویبلاګ).

ایلیاد

ایلیاد د هومر لومړۍ حماسه ده؛ له ایلون نه راوتې، چې د ټرای د ښار پخوانی نوم دی. په څلوویشتو برخو کې په شپاړس زرو بیتونو کې لیکل شوې. د جګړې وروستۍ ۴۹ ورځې د خپلو قهرمانیو سره پکې توصیف شوې دي، په یونانی هومري سبک لیکل شوی او د یوناني ژبې بیلابیل ترکیبونه پکې دي (ښکلی،۲۹:۱۳۹۶).

د ایلیاد کیسه له اودېسې څخه ډېره مشهوره ده. د دغې کیسې پر بنسټ ډېر فلمونه جوړ شوي، چې مشهور فلم یې(ټرای) دی. ایلیاد د یونان په پخواني شعرونو او غربي ادبیاتو کې پېژندل شوې مشهوره حماسه ده.  تقریباً ټول کتاب د جنګ د صحنې روایتونه دي. د دې حماسې اتلان: آشیل، آپاس، هکتور او اودیسوس دي.

هومر د دغه کتاب په لیکلو د حماسي داستانونو او بیا په نړیوالو ادبیاتو کې شهکاره حماسه په میراث پرې ایښې ده. د ایلیاد انساني او غیر انساني کرکټرونو او د پېښو اغېز د دغه اثر ارزښت له اودیسې څخه څو چنده زیات کړی دی. د ایلیاد کیسه او له کیسې سره په تړاو د ټرای جګړه کلونه کلونه په شفاهي ډول له یو نسل څخه بل ته لېږدول شوې؛ خو هومر دغه پاشلي کیسه سره راټوله کړې. هومر وایي د شعر او شاعري د الهې په مرسته مې وکولی شول، خپل شعرونه ولیکم.

عربي پوهان ایلیاد ته د حماسې پر ځای  المـلحمه وایي، چې مانا یې “سختې جګړې” ده. المــلحمه د اخر الزمان هغه خونړۍ جګړې دي، چې د وخت د پیدا کېدو او بیا را ژوندي کېدو نښانې ولري (شمسیا، ۱۳۷ل: ۵۸).

د ایلیاد موضوع

د ایلیاد موضوع د ټرای او سپارټا تر منځ لس کلنه جګړه ده. د دې جګړې په اړه هم مورخان شکمن وو، چې دا یوه فرضي پېښه ده؛ خو اوس تاریخونو د ټرای د ښار له کیندنو ثابته کړې، چې داسې یوه جګړه د دیارلسمې مخزیږدې  پیړۍ په لومړیو کې د اکایانو او د ټرای د ښار د اوسېدونکو تر منځ شوې؛ خو تاریخ یې لاملونه سیاسي او اقتصادي ښوولې (ښکلی،۲۹:۱۳۹۶).

حبیب الله جاج پښتونزوی پخپل  درسي لکچر کې داسې لیکي:( د ایلیاد مضمون د سپارټا او ټرای ترمنځ د لس کلن تاریخي جنګ د وروستیو شپږو هفتو بیان دی، چې د مورخانو په قول د (۱۲۵۰ق.م) په شاه و خوا کې پېښ شوی دی. سره له دې چې د لرغوني روم د ستر حماسي شاعر ویرجل په نظر ددې جنګ زمانه د ۱۹۵۳ق.م شاه و خوا ده.)

د ایلیاد حماسه یوازې د انساني پهلوانانو او اتلانو  ترمنځ جګړه نه ده؛ بلکې خدایان هم په خپلو منځونو کې د ټرای او اخایي وګړو د پلوۍ په موخه جګړه کوي.

 

د ایلیاد ژباړې:

سعید نفیسي په ۱۳۳۳ کال دایلیاد ژباړه وکړه او دا په نثر کې د ایلیاد لومړنی ژباړه ده. دویم ځل میر جلال الدین کزازي په ۱۳۶۸ کال کې ژباړلې ده او دا هم په فارسي ایراني نثر ژباړه ده. د ایلیاد منظومه لومړی ځل تقی‌سائس فرخ ژباړلې ده. دا په فارسي ادبیاتو کې لومړنۍ منظومه ژباړه ده چې چاپ او تر لوستونکو رسېدلې ده.(وېکیپېدیا)

 

د ایلیاد ځانګړنې:

ایلیاد یوازې د جنګ کیسه نه ده؛ بلکې د ژوند رښتیني واقعیتونه هم پکې راغلي، چې دلته یې ځینې ځانګړنې یادوو:

۱: د انسان اوسېدنې سختۍ:

ایلیاد د انساني ژوندد سختیو رېښتينې کیسه ده، په دغه اثر کې جنګیالي او اتلان ټول وژل کېږي او هادس(د مړو نړۍ) ته به ځي. دوی په دې اند دي چې د مړو نړۍ کې به د انسانانو رېښتینی ژوند پیلېږي؛ خو د ځمکې پر سر نړۍ له سختیو او دردونو سره به مینه لري.

۲: یوه ښځه هم د جګړې پیل کېدای شي:

د ایلیاد او اودېسې حماسو کې نارینه‌وو ته ځانګړی ارزښت ورکړل شوی؛ خو ښځې هم دغو حماسو کې ځانته ځای او اررښت لري. هېلن د ایلیاد په داستان کې مهمه او مرکزي کرکټره ده، یا هم داسې ویلی شو چې د ټرای د جګړې بنسټ له هغې سره په تړاو پیلېږي؛ ځکه یونانیان د هېلن د بیرته اخیستو په موخه په ټرای برید کوي. د معشوقې په صفت د هېلن کرکټره دغې کیسې ته ښځینه جذابیت ورکړی دی.

۳: اتلان هم مري:

د ایلیاد پیغام دا دی، چې هیڅ انسان تل پاتې ژوند نه لري او مري به.

۴: د انساني احساساتو سیند:

پېړۍ تېرې شوې؛ خو انسان لا هم بدلون نه دی کړی. جنګ او وحشت اوس د انسانانو یوه برخه ګرځېدلې ده. یو ایرلندي شاعر ایلیاد ته(د غمونو سیند) وایي؛ ځکه انساني احساسات په ښه او واضح ډول پکې ځای شوی دی (نفیسي، ۱۳۷۸ل: ۲۲).

 

په ایلیاد کې حماسي ځانګړنې:

په حماسه کې باید مبارزه موجوده وي، چې ایلیاد کې دغه ځانګړنه شته،لکه د ټرای پر وړاندې د سپارټا جګړه.

په حماسه کې اتل او ضد اتل وي، چې ایلیاد کې اشیل او اودیسیوس له شهزاده هکتور سره جګړه کوي.

په حماسه کې به اسطوروي خصوصیت او خارق العاده پېښې وي. په ایلیاد کې د خدایانو او انسانانو لیدنې کتنې شته. د اشیل نامرګي، چې له پوندې پرته که په بل ځای لګیدلی وای، نه مړکېده.

د حماسې اتل له بدني او فکری پلوه تر نورو پیاوړی او ممتاز وي. په یو ځان له ډېرو سره جنګېدلی شي، د هرې پېښې سم تدبیر کوي او دا ځانګړنه په ایلیاد کې شته. حماسه باید یوه مکمله کیسه وي او ایلیاد دا ځانګړنه لري (ښکلی، ۱۳۹۶ل: ۲۹).

 

د ایلیاد لنډیز:

ایرس په یوه مېلمستیا کي یوه مڼه راوړي، چې (تر ټولو ښکلې مېلمنې لپاره) پرې لیکلي وي د درو الهو د زیوس د ښځې هرا، لور پالاس اتینې او د عشق او د ښکلا د الهې افرودایتې پرې لانجه شي. پرېکړه پر دې وشي، چې د پریام باچا زوی پاریس به دا پرېکړه کوي. دوه نورې الهې ورته نور شیان وړاندیز کړي؛ خو افرودایتې ورته ووایي، چې که ماته دې راوکولوله، د یونان ښایسته مېرمن د منیلاس باچا ښځه (هېلن) به ستا په نامه کړم.

پاریس همداسې وکړي (له همدې امله تراوسه په اروپا کې پاریس د حماقت سمبول دی.)

بله ورځ په خپلې موخې پسې سپارټا ته ولاړ شي. د سپارټا باچا یې ښه درناوی وکړي، ښې مېلسمتیاوې ورکړي؛ خو میلانوس باچا چېرته لاړ شي، دی ترې ښځه هېلن تښتوي. دلته چې باچا خبر شي؛ له غوسې سور واوړي. یو د هلن په تېښته غوسه وي بل په مېلمه ،چې ده یې ډېر درناوی کړی و. خپل پهلونان راټول کړي او د ټرای په لور وخوځېږي. د یوناني لښکرو مشري د میلانوس باچا ورور کوي. هلته چې د ټرای پاچا خبر شی؛ نو له خپل زامنو شهزاده هکتور او پاریس سره د ټرای له کلا بهر جنګ ته ووځي. خدایان څه د ټرای او څه د سپارتا په طرف و. جګړه پیل شوه؛ خو کېده. پر ده سپارټیانو د بری درک نه و هېڅ پرمختګ نه کېده. یونانیان له جګړې ستړي وو؛ نوره پکې شیمه نه وه. بیرته یې تګ ته زړه شو دې وخت کې اشیل هم له جګړې لاس واخیست. د دې ټولو لامل د اګاممنون او اشیل تر منځ خوابدي وه. له غیب ګوی نه چې دده پوښتنه وشوه، هغه وویل چې اپولو خدای خپه دی؛ ځکه چې د هغه د یوه ګروهمن کرایسس لور اشيل تښتولې. له اشیل نه نجلۍ اګاممنون بوتله. په دې د دواړو تر منځ خوابدي راغله او اشېل له جګړې ځان ګوښه کړ، چې اشیل ګوښه شو د یونانیانو سوبه ناشونې شوه؛  ځکه چې اشیل په یونانیانو کې پیاوړی پهلوان و. اشیل د یونانیانو بربادي په سترګو ویني؛ خو هېڅ هم نه وایي. اشیل په هیڅ ډول په ډېرو جرګو هم جګړې ته حاضر نه شو، چې په دې وخت کې د اشیل ماګری(پاتروګل) د ټرای د پادشاه د زوی هکتور چې د ټرایانو زړور پهلوان دی په لاس ووژل شو؛ نو اشیل هم ډیر دردمن شو او بېرته یې په جنګ لاس پورې کړ. په یوه ګړز یې هکتور مړ کړ او اوسپنیز ډال او توره یې ورته دړې وړې کړه.

“خپل ملګري د وژل کېدو له امله ورته اشیل غوسه و، چې مړی یې په اس پورې وتاړه او د جګړې په ډګر کې یې ګرد وګرځاوه. په دې خداییان له اشیله خپه شول. د هکتور پلار راغی او اشیل په ډیر احترام بیرته د هکتور مړی ورکړ. د اشیل له ویرې د ټرای خلک له میدانه وتښدتېدل په ښار ننوتل او دروازې یې وتړلې. د اګاممنون لښکر چې هر څومره انتظار ویوست د ښار دروازه خلاصه نه شوه د محاصرې په حال کې پاتې شو. یونانیان د ښار پر کلا ورختلی نه شول؛ نو خدایانو ورته د پیغمبر په خوله د آس د جوړلو وویل. یونانیان د لرګیو آس جوړ کړ او څه کسان یې پکې د اودیسیوس په مشرۍ کینول  او یو کس پورته کړ. سړی په وینو لت پت د ښار دروازې ته ورغی، دروازه وانانو ته یې وویل چې زه له یونانیانو تښدیدلی یم تاسې ته تسلیم یم. یونانیان نور ټینګ نه شول. وتښدیدل او اس یې پرېښود ټرایان خوشحاله شول دروازه یې خلاصه کړه. سړی یې ننه ایست. ترایانو بیګا ته مېلمه وکړه. ښه شراب یې وڅښل او نشه شول. چې شپه شوه، همدغه سړی پاڅېد دروازه یې خلاصه کړه. له اسه خلک راووتل او د دروازه وانو سرونه یې پرې کړل. ښار یې پرانیست او د ښار خلک یې تر تیغ تېر کړل،  د یونانیانو شهزادګي(هیلن) یې ترې بېرته واخیسته. په دغه جګړه کې د یونانیانو سره د مرستې لپاره د المپیاد ټول خدایان راغلي وو.. .” (ښکلی، ۱۳۹۶ل: ۳۲).

ماخذونه

۱: امیري، مجیب الرحمن؛(۱۳۹۴ل)؛ هومر د یوناني ادبیاتو اتل او بنسټګر؛ ویبلاګ.

۲: رضایي، عربعلی؛(۱۳۷۳ل)؛ ادبیات جهان(جلد اول)؛ تهران: الوان صحافی مهر ایین.

۳: شمسیا، داکتر سیروس؛(۱۳۸۷ل)؛ انواع ادبي؛ تهران: چاپخانه تابش.

۴: ښکلی، اجمل؛ (۱۳۹۶ل)؛ نړۍ ادب؛ کابل: دانش خپرندویه ټولنه.

۵: صفا، مصطفی؛(۱۳۹۶ل)؛ نړیوال ادبیات؛ ننګرهار: ګودر کتاب خپرنځی.

۶: نفیسي، سعید؛(۱۳۷۷ل)؛ ایلیاد؛ تهران: شرکت انتشارات علمي و فرهنګی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.