د بریل لیک تاریخ

ژباړه: شېبه ګهیځ

246

د جنورۍ څلورمه د بریل ليک نړیواله ورځ ده.
د بریل خط دنړیوالې ورځې موخه د بریل لیک لوست اهمیت ته وده ورکول او د يوې داسې ټول شموله ټولنې ملاتړ دی چې هغو خلکو ته مساوي فرصت برابر شي چې سم ليدل نشي کولی. ددغې ورځې يادول د لاسرسي وړ زده کړو او د بريل معلوماتي موادو ته اړتیا په ګوته کوي او همدارنګه په عامه ځایونو، ټرانسپورټي سیسټمونو، او آنلاین پانو کې د بریل توکو د شاملولو اهمیت ښيي، ترڅو د ټولو لپاره خپلواکي، ازادي او ټول شموليت تضمین شي.

د بریل لیک تاریخ

 لویس بریل د ړندو لپاره د لیکلو او لوستلو سیسټم جوړونکی و. هغه په ​​1809ز کال په پاریس کې وزېږېد. د بریل پلار د څرمن کارګر و، بریل هم د خپل پلار په ورکشاپ کې له کار کولو سره ډېره لېوالتيا درلوده؛ خو له بده مرغه کله چې درې کلن و د “دارفش” په نامه د اوسپنې يوه تېزه راډ يې سترګې ته ننوته او په پايله کې يې يوه سترګه ړنده شوه. دی سخت خوږ شوی و. لږه موده وروسته  التهاب او انفیکشن یې  بلې سترګې ته له خپریدو وروسته  د دې لامل شو چې بله سترګه یې هم ړنده شي.او  بریل په بشپړه توګه خپل نظر له لاسه ورکړي.

لویس بریل خورا هوښیار و د خپل مور او پلار په مرسته یې وکولی شو چې نورمال رسم الخط په ښه توګه زده کړي او د نورو عادي خلکو په څېر لوستل او لیکل وکړي؛ خو یو څه وخت وروسته پوه شو چې د ړندو لپاره د نورمال سکریپټ لوستل خورا ستونزمن او ستړی کوونکی دی. هغه د ښوونځي له کورنۍ دندې پرته خپل ټول ياتې وخت د ړندو لپاره د خط جوړول او بشپړولو ته وقف کړ. د هغه د ژوند ترټولو لوی هدف دا و، چې وکولای شي د ړندو لپاره منظم خط جوړ کړي. کله چې لویس بریل 15 کلنۍ ته ورسید؛ نو د هغه دا نوی میتود دومره ښه بشپړ شوی و چې د ړندو لپاره د انسټیټیوټ رییس “پینیر”  ترې متاثره شو او امر یې وکړ چې دا طریقه په غیر رسمي توګه په ښوونځي کې وکارول شي. بریل په ۱۶ کلنۍ کې په خپلو نه ستړي کېدونکو هڅو سره وتوانید چې په سترګو ړوند کسان د لیکلو او  لوستلو ستونزه حل کړي.

 هغه په ​​1852ز کې د 43 کلونو په عمر د نري رنځ له امله مړ شو.  د بریل په جنازه کې ړندو خلکو ډېره برخه اخیستې وه. دوی  په دې ښه پوهیدل چې د نوي رامنځته شوي خط لپاره دوی د بریل پوروړي دي. بریل چې له  نقطو څخه جوړ دی د ړندو خلکو لپاره یې دا ممکنه کړې چې مختلف انساني پوهه زده کړي. د لویس بریل له مړینې څو کاله وروسته د هغه اختراع په ټوله نړۍ کې د ړندو لپاره د رسمي خط په توګه ومنل شو.

بریل څه شی دی؟

 بریل هغه الفبا ده چې د ړندو خلکو سره مرسته کوي څو د عادي خلکو په څېر لوستل او لیکل زده کړي.  د دې ډول کرښې کارولو لپاره د تماس یا لمس احساس ته اړتیا ده. د لیکلو دا طریقه په هغو ژبو کې چې له کیڼ څخه ښي خوا ته لیکل کیږي ؛ نو د بریل نقطې هم له کیڼ څخه ښي لوري ته ده او په هغو ژبو کې چې له ښي څخه کیڼ ته لیکل کیږي؛ نو د بریل نقطې هم له ښي څخه کیڼ لوري ته ده.

 علي کاظم زاده چې یو ایراني مخترع دی، په دې وروستیو کې د ړندو سره د مرستې لپاره یې یوه نوې کرښه اختراع کړې، چې د دغو خلکو په ژوند کې به لوی بدلون راولي. د لویس بریل لخوا اختراع شوی کلاسیک بریل الفبا 150 نقطې درلودې. په نوي فونټ کې یوازې دوه قالبونه دي چې یو نقطه یي او دوه نقطه یي بڼه لري. د نوي رسم الخط اختراع د ړندو لپاره د لوستلو او لیکلو زده کولو وخت کم کړی، ځکه چې دا رسم الخط لږ شکلونه او کمې ټکي لري د اوږدې مودې لپاره په ساده ډول په ذهنونو کې ځای نیسي. په حقیقت کې د نوي الفبا د زده کړې مرحلې دومره ساده دي چې د ړوند مور او پلار کولی شي په چټکۍ سره دا الفبا زده کړي او خپل ماشوم ته یې ور زده کړي. په کاغذي تختو کې نقاشي شوي بریل ټکې د وخت په تیریدو سره د لمس او همدارنګه دلاسونو د خوله او رطوبت له امله ژر له مینځه تلو؛ خو نوې الفبا هغه پلاستیکي تختې کاروي چې ډیر دوامدار، ارزانه او سپک دي. په زړه پورې خبره دا ده چې پخوا هماغه وسیله چې د بریل د چاپ لپاره کارول کیده اوس هم همدا قالبونه او نقطې لپاره کارول کیږي. د نوي سکریپټ کارول د لیدونکي لپاره د لوستلو او لیکلو زده کړې وخت کمولو کې لوی بدلون رامینځته کوي او د ړندو ټولنې سره یې خورا مرسته کړې.

 د بریل زده کړه

 بریل له شپږو نقطو څخه جوړ دی، چې په دوو کالمونو ویشل شوی دی. بریل په انګلیسي کې له ښي څخه کیڼ لور ته او په فارسي کې له کیڼ څخه ښي خوا ته لوستل او لیکل کیږي.  د بریل الفبا هر توري د دوو کالمونو په بڼه څو مهم ټکي لري. د هر سکریپټ الفبا لکه لاتیني، فارسي، عربي، چینایي او نور، د هر سکریپټ ځانګړي ټکو سره کوډ شوي.  د دې حروفونو د لوستلو لپاره  ړوند  په دوی باندې ګوتې ږدي او د ریښو د موقعیت په پیژندلو سره هغه توري او کلمې پیژني. د بریل او د لوستلو د دې سټایل په کارولو سره یو ړوند انسان کولی شي د نورو خلکو په څېر ژر لوستل وکړي.

لکه څنګه چې مو وویل د لیکلو دا طریقه په فارسي کې له کیڼ څخه ښي خوا ته او په انګلیسي کې له ښي څخه کیڼ ته لوستل کیږي.  په انځورونو کې په ترتیب سره د فارسي تورو، انګلیسي تورو او عددونو اړوند نښې لیدلی شئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.