د ملي امنیت پخوانی سلاکار، حمدالله محب مرکه

1,586

د امریکا او طالبانو په مذاکراتو کې افغان حکومت ګوښه کړای شو

ژباړن: احمد نورزی

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار، حمدالله محب په دې اړه غږېدلی چې څه تېروتنې وشوې، څوک ملامت دی او د هېواد راتلونکی به یې څه ډول وي.

خبریال: لاین اوډونیل

د فارین پالیسۍ یا خارجه پالیسۍ مجلې لپاره او د مسعود حسیني له لوري اخیستل شوی عکس ښيي: حمدالله محب، چې هغه مهال تازه د ملي امنیت سلاکار په توګه ګومارل شوی و، دلته کابل کې د ناټو مرکز کې د قوماندې د لېږد د مراسمو پر مهال ملي سندرو ته غوږ دی، د ۲۰۱۸م کال سپټمبر دوهمه.

د ۲۰۲۲م کال جنورۍ ۲۲مه (فارین پالیسي یا خارجه پالیسي) – د افغانستان اسلامي جمهوریت د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه سقوط وکړ، وروسته له هغه چې د حکومت جګپوړي مشران، چې غربي متحدانو یې ملاتړ کاوه، چورلکو ته وختل او په کابل کې د طالبانو واک ته تر بیا رسېدو مخکې له هېواده وتښتېدل.

پخوانی افغان ولسمشر اشرف غني او تر ټولو نږدې سلاکارانو یې د داسې اوازو په ترڅ کې د نړۍ یو تر ټولو بې وزلی او په فساد ککړ هېواد په میدان پرېښود چې ګواکې دوی د تلو پر مهال د بیا رغونې لپاره مرسته شوي میلیونونه ډالر هم له ځانه سره وړي. د افغانستان ۴۰ میلیونه وګړي اوس له لوږې او بې وزلۍ سره مخامخ دي.

په ۲۰۱۹م کال کې حمدالله محب، د افغانستان د هغه مهال د ملي امنیت سلاکار پر امریکا د (خیانت او غددارۍ) تور پورې کړ، وروسته له هغه چې د هغه مهال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړې، افغان حکومت یې ګوښه کړ، او ژمنه یې وکړه چې د امریکا پوځیان به له دغه هېواد وباسي، او د ۲۰۲۰م کال فبرورۍ په یوه معامله یا هوکړه کې یې په اساسي توګه د طالبانو بریا حتمي کړه.

له افغانستانه له وتلو راهیسې محب له عام نظره او رسنیو ځان لرې ساتلی، لومړی متحده عربي اماراتو کې تبعید و او اوس امریکا کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی. په یوې نادرې مرکې کې، محب د فارین پالیسۍ مجلې ته ویلي چې جمهوریت ولې سقوط وکړ، څه تېروتنې وشوې، څوک ملامت دی، څرنګه وضعیت کڼترولېدای شو، او د روان اقتصادي او بشري ناورین پر وړاندې د افغانستان راتلونکی څه ډول ویني.

دغه مرکه د تفصیل او وضاحت لپاره ایډیټ شوې ده.

فارین پالیسي: د افغانستان وضعیت څه ډول ارزوې؟

حمدالله محب: موږ هیلمن وو چې د لسیزو راهیسې د روانې جګړې فصل ته سولیز پای ورکړو، خو ډېر خواشینی یم چې له څه باندې ۴۰ کلونو جګړې وروسته هم د افغانانو کړاو دوام لري. که څه هم د لویې پیمانې تاوتریخوالی تر ډېره کم شوی، خو په عمومي ډول وضعیت له بشري او اقتصادي پلوه ناوړه دی. ډېر هغه حقونه او ادارې چې په تېرو شلو کلونو کې د هغو لپاره وجنګېدو او کار مو ورته کړی و، له منځه تللي. د اقتصادي سقوط په درشل کې یو. سیاسي تنوع او ازادیانې مو له لاسه ورکړې دي. د اپوزیسون او مدني ټولنې غږونه په فعالته توګه د بندېدو په حال کې دي. رسنۍ په لویه کچه اړې شوې چې ځانونه سانسور کړي. د افغانستان د مهمو ښارونو متحرک ښاري کلتور په ورکېدو دی. هېواد په چټکۍ د ګوښه کېدو په حال کې دی، او نړۍ بیا له افغانستانه سترګې اړولې دي، لکه څرنګه چې یې زموږ په تاریخ کې څو وار مخکې هم افغانستان یوازې خوشې کړی و. په دې پس منظر کې، راتلونکی ناڅرګند دی.

خارجه پالیسي: طالبان ولې بریالي شول؟

محب: یو مهم دلیل یې د امریکا خارجه پالیسۍ د لومړیتوبنو واضح بدلون و، چې دغه بدلون د ټرمپ ادارې کې څرګند او د ولسمشر جو بایډن ادارې کې پلی شو.

په ۲۰۰۱ کال امریکا په افغانستان کې خپل هېواد ته د متوجه امنیتي ګواښونو له منځه وړلو لپاره د یوه ایتلاف مشري وکړه او په افغانستان کې یې یو داسې حکومت رامنځته کړ چې تمه کېده د راتلونکې ګواښونو مخه به نیسي. په داسې حال کې چې امریکا نورو ګواښونو ته مخ واړوه، د مثال په ډول هغه ګواښونه چې سرچینه یې چین کې وه او د سایبر یا انټرنټي امنیت مسله، او لکه څرنګه چې هرې راتلونکې ادارې یعنې بارک اوباما، ټرمپ او بایډن، د امریکا رسنیو کې د (نه ختمېدونکې) جګړې خبرونو بې حوصلې کړي وو، واشنګټن پرېکړه وکړه چې له افغانستانه باید د بهر وتلو او د جګړې پای ته رسولو پلمه پیدا کړی. په افغانستان کې شتون او ورسره همکاري نور د امریکا د بهرنۍ تګلارې لومړیتوب نه و. شاید دوی دا فکر کړی و چې په نورو سیمه ییزو اړیکو او هېوادونو کې د پانګونې له لارې هم په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد ورته پایلې لاسته راوړلی شي (یعنې په افغانستان کې یې د خپلو پوځیانو حضور نور اړین نه ګاڼه).

موږ په دوامدراه توګه دا غوښتنه کړې وه چې پوځیان دې په تدریجي توګه وباسي ترڅو موږ په منظمه توګه ځانونه چمتو کړو، خپلي خاليګاوې ډکې او نیمګړتیاوې پوره کړو، خو داسې و نه شول. چې دلیل یې هر څه و، او مطمین یم چې ګڼ دلایل به لري، امریکا د بایډن حکومت پر مهال د ۲۰۲۱م کال اپریل کې وروستۍ پرېکړه وکړه چې، په هر قیمت چې کېږي، خپل پوځیان به له افغانستانه وباسي. دغه پرېکړه او اعلان د اوج نقطه وه او له همدې نقطې څخه وورسته موږ د وضعیت کنټرولولو کې پاتې راغلو. په همدې بهیر کې، څرګنده شوه چې امریکا لپاره د افغان جمهوریت پایښت نه، بلکې له طالبانو څخه یوازې د امریکا لپاره د تضمین لاسته راوړلو موضوع لومړیتوب دی.

بله مهمه مسله دا وه چې زموږ دښمن ناڅرګند و، په دې اړه ګډې وډې خبرې کېدې. د ۲۰۱۹ کال راهیسې په دوحه، قطر کې د امریکا او طالبانو په مذاکراتو کې افغان حکومت او د افغانستان خلک ګوښه کړای شول، په داسې حال کې چې د دغو خبرو له لارې د طالبانو سیاسي مشروعیت پیاوړی شو. امریکا چې د طالبانو پر ضد جګړه کې زموږ کلیدي متحد و، له همدوی سره معامله او هوکړه وکړه، داسې هوکړه چې په مټ یې واشنګټن جګړه پای ته ورسوله. له امریکا را رسېدونکي ګډو وډو پیغامونو د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو تر منځ یوه ستره ناڅرګندتیا پیدا کړه: طالبانو سره به د امریکا جګړه پای ته ورسېږي، خو موږ ته واضحه وه چې طالبانو پوځي بریا غوښته (موږ په وار وار همدا خبرداری ورکړی و)، او دا چې طالبانو سره به زموږ جګړه دوام ومومي.

له سقوط یوازې څو اوونۍ مخکې، د افغان روغې جوړې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغان رسنیو ته ویلي وو چې روانه جګړه د قربانیو ارزښت نلري. دې خبرې پر افغان ټولنه اغېزه وکړه، او افغان سیاسیونو او اردو دغه خبره په زړه ومنله. مورال تر بل هر وخت ډېر ټیټ و. دا تصور په ژوره توګه حاکم و چې موږ یوازې پرېښودل کېږو. ناڅرګندتیا له کنټروله بهر وه، او دې باور پر خلکو او پوځیانو کلکه اغېزه وکړه. د افغانستان اقتصاد او حکومت په ژوره توګه د امریکا او نړیوالو پر مرستو تکیه درلوده. لکه څرنګه چې اوس ځینې راپورونه او څېړنې ښيي، په ځايي کچه او د زورواکو او مهمو لوبغاړو ترمنځ ډېرې معاملې روانې وې چې په ځینو سیمو کې د تسلیمۍ او ځینو کې په سوله ییز ډول د واک لېږد لامل شوې، او دغه څو پېښې په ټول هېواد کې د ورته نورو پېښو لامل شوې.

فارین پالیسي: ستاسو په اند په سقوط کې پاکستان څه رول ولوباوه؟

محب: دا یوه منل شوی حقیقت دی چې که د پاکستان ملاتړ او همکاري نه وای، نو طالبانو به هېڅ شتون نه درلود. طالبانو سره د پاکستان اړیکو په باب په کافي اندازه شواهد او لیکنې شته. پاکستان د طالبانو لپاه یو داسې کوربه و چې دوی سره یې همکاري درلوده، او دوی ته یې فرصت ورکړی و چې په ازاده توګه هلته فعالیت وکړي، ځانونه منظم کړي، نور ملاتړ لاسته راوړي، جنګیالي پیدا کړي، و یې روزي، له هغه ځایه خپل غږ پورته کړي، مالي مرستې لاسته راوړي، سوداګري او تجارت وکړي، وسلې وپېري، د خپلو زخمیانو درملنه وکړي، هلته خپلې کورنۍ وساتي، د اوسېدو قانوني حق او د سفر لپاره رسمي اسناد لاسته راوړي. له سقوط راهیسې د دغو اړیکو ژورتیا لا نوره څرګنده شوې ده. موږ په وار وار دغه مسله مطرح کړه، هم په علني او هم په خصوصي ډول خو د (پاکستان مسله) تر افغانستان هم د نړیوالو د خارجه پالیسۍ معما وه. زه په دې باور یم چې ډېر هېوادونه هېڅ نه پوهېدل چې د پاکستان مسلې سره څه وکړي، ځکه نو تصمیم یې ونیو چې له دې حقیقته سترګې پټي کړې چې پاکستان د ستونزې اصلي دلیل دی. په دې تړاو ځینو پالیسیو کې پاکستان ته هېڅ اشاره هم نه وه شوې.

فارین پالیسي: دې تورونو ته څه ځواب لرۍ چې غني، تاسو، او حکومت په عمومي ډول د افغانستان له ځمکنیو حقایقو خبر نه وو، په داسې حال کې چې د طالبانو بریا په زیاتېدونکي توګه حتمي شوې وه؟

محب: فکر نه کوم چې موږ له ځمکنیو حقایقو بې خبره وو. له سقوط څو اوونۍ مخکې موده کې د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې ګڼې مسلې په ډېرې چټکۍ راڅرګندې شوې او موږ هڅه کوله په همزمان ډول وضعیت وڅېړو او دا تصمیم ونیسو چې د جمهوریت د پایښت لپاره باید زموږ بل ګام څه وي، او څرنګه د لا نورې وینې تویدنې او د خلکو د بې ځایه کېدو مخه ونیسو. وضعیت په خورا تېزۍ سره د بدلېدو په حال کې و، تر هغو چې د ۲۰۲۱م اګست پر ۱۵مه موږ دې نتیجې ته ورسېدو چې د پایتخت په لارو او کوڅو کې د وینې تویدنې مخنیوي لپاره او د ولسمشر د ممکنه ترور یا یرغمل کېدو مخنیوي لپاره، له وتلو پرته بله چاره نلرو.

اوس چې پرې فکر کوم، باور مې دا دی، که پاتې شوي وای او د ولسمشر ژوند مو له خطر سره مخامخ کړی وای، او کابل ښار کې مو د جنګ خطر منلی وای، حتی که دغه دوه ممکنه حالتونه په واقعت هم نه وای بدل، او په وروستیو شېبو کې په څه ترتیب د قدرت د لېږد تړون شوی وای، نو بیا به هم په اساسي توګه، دا یو ډول تسلیمي وای، چې په کې به افغان جمهوریت د طالبانو حکومت ته مشروعیت ورکړی وای. دا به یو ډېر ناوړه میراث یا ترکه وای، د هغه څه په وړاندې به یو خیانت وای چې موږ یې پخاطر مقاومت کړی و او جګړه مو کړې وه، او زموږ ملي ځواکونو ته به تر ټولو ستره صدمه او زیان وای. په دې هم باوري نه یم چې ګنې دا حالت به په افغانستان کې د باثباته حکومتولۍ لامل شوی وای، لکه څرنګه چې یې نړیواله ټولنه تمه کوي، بلکې ممکن موږ یې په چټکۍ یوې کورنۍ جګړې یا بل سیاسي سقوط په لور سوق کړي وای. امریکایانو لا له وړاندې پرېکړه کړې وه چې د ۲۰۲۱م کال اګست پر ۳۱مه به ځي، او داسې کوم پلان یې نه درلود چې د نوي حکومت د ثبات مشري په غاړه واخلي، او فکر نکوم چې نړیواله ټولنه دې هم دومره موده ایثاره پاتې شوې وای چې یاد رول یې لوبولی وای.

فارین پالیسي: ایا بې وزلي او فساد د ناکام جمهوریت میراث دی؟ ایا اوس د افغانستان خلک د حکومتولۍ په برخه کې ستاسو د ناتوانۍ یا بې میلۍ بیه پرېکوي؟

محب: فساد او بې وزلي له کلونو راهیسې د افغانستان عمده مسلې پاتې شوې دي، او په دې برخه کې د غني حکومت له ستونزو سره مخامخ و. خو غني هڅه کړې وه چې دا مسله خپل لومړیتوب وګرځوي او د اصلاحاتو په اجنډا کې پر وړاندې مبارزه وکړي. په دې لړ کې یې د هېواد د لومړني فساد ضد قانون، د فساد ضد ادارو پیاوړي کولو، او په فساد تورونو کسانو محاکمې لپاره د فساد ضد عدالت لومړني مرکز جوړولو په ګډون، ګڼ قانوني اصلاحات معرفي کړي وو، دغه راز، د حکومتي چارواکو شتمنیو د ثبتولو یو ویبسایټ یې هم جوړ کړی و، دا یې یوازې یو څو هڅې وې. که په واقعي ډول د هغو ارګانونو شمېرې وګورۍ چې فساد څاري، نو و به مومي چې افغانستان د فساد کنترول په برخه کې تدریجي پرمختګ کړی و.

د فساد مسله ګڼ دلایل لري، خو به دې باور یم چې ریښې یې په کلکه په ۲۰۰۱ کال کې دي، هغه مهال چې نړیوالې ټولنې بې له نظارته له حده ډېرې پيسې دغه هېواد ته راوړلې پرته له دې چې له رسمي ادرسونو یې ولګوي، او بیا یې پر همدغو پیسو سیاسي ملاتړ او متحدین پیدا کړل ترڅو د خپلې خوښې سیاسي پایلي لاسته راوړي، چې د مجازاتو وړ کړنو باندې پرده واچوي، ټیک هماغه ډول مفسدې کړنې چې ۱۰ او ۲۰ کاله وروسته، اوس نړیواله ټولنه پرې افغانان ګرم بولي. دا د مسلې اصلي دلیل و، له همدې امله زموږ ادارې کمزورې شوې، مشرانو مو تمه پیدا کړه او پر همدغو پیسو یې تکیه درلوده، او مسله خورا ژوره شوه. دا مسله په دومره اسانۍ حلېدونکې نه ده، او په پای کې، یوازې خواري کښ او عادي افغانان دي چې بیه یې پرېکوي.

اصلي مسله یوازې په ټولنه کې د فساد زغم نه دی بلکې د فساد تمه هم ده. په حکومت کې د دندې پر مهال ګڼو داسې حالتونو سره مخامخ شوم چې په کې په څرګند ډول راڅخه تمه کېده چې شته مالي سرچینو او کومکونو کې نورو ته برخه ورکړم، او چې ګنې د سیاسي ګټو لپاره به نورو ته څوکۍ ورکوم، دوی داسې باور درلود چې د پیسو او څوکیو په تړاو زه حتما خپله برخه په نظر کې نیسم، نو دوی ولې عین کار ونکړي؟ څو وارې شاهد وم چې ځینو اشخاصو د خلکو پر وړاندې د فساد پر ضد خبرې کولې، خو چې فرصت به یې وموند، نو هماغه کارونه او فساد یې ترسره کاوه چې د خلکو پر وړاندې یې غندلي وو.

پر تا او غني تور لګول شوی چې په لویه پیمانه پیسې مو پټې کړې دي. ایا دا واقعت دی؟

محب: نه، دا واقعت نه دی، د فساد تورونه په کلکه ردوم. ما په رښتینولۍ او ایماندارۍ سره د خپل وطن خدمت کړی دی. باور لرم هغو خلکو چې زه یې پېژندلم او له ما سره یې کار کړی و، په دې پوه دي، ان هغوی هم چې له ما سره یې سیاسي مخالفت درلود. او هو، لا له وړاندې له هغو ادارو سره همکاري کوم چې د فساد تورونو پلټنې کوي.

فارین پالیسی:  فکر کوې چې د طالبانو واکمني باید د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژندل شي؟ ایا دوی باید د هېواد بهرنیو مالي سرچینو او هغو پراختیايي مرستو ته لاسرسی ولري چې پخوا یې ژمنې شوې دي؟

محب: فکر کوم یو ناسم تصور شته چې ګنې د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو او د مالي سرچینو نه خوشې کولو له کبله طالبان ښه حکومتولي نشي کولی او هېواد یې له کبله له بشري او اقتصادي بحران سره مخامخ دی. لومړی خو دا چې د مسلې حل دومره ساده نه دی. دوهمه دا چې په غیر رسمي ډول ډېرو هېوادونو طالبان منلي دي او له طالبانو سره مخامخ اړیکې لري، او ځینې یې ان په کابل کې سفارتونه هم لري.

په عین حال، فکر نکوم د نړیوالې ټولنې اوسنۍ تګلاره دې مطلوبې پایلې ولري، په دې دلیل چې تېر کې هم ورته تګلارو نتیجه نه ده ورکړې. اوسنۍ تګلاره دا ده چې د بهرنیو مرستو او په رسمیت پېژندلو په بدل کې له طالبانو تمه کېږي چې د بشري حقونو، سیاسي ازادیو او ترهګرۍ ضد مسلو کې به د نړیوالو غوښتنې پوره کړي.

کله چې په حکومت کې وم، له هغو بهرنیو ملګرو سره مې استدلال کاوه چې باور یې درلود د بهرنیو مرستو او په رسمیت پېژندلو په مټ پر طالبانو خپلې غوښتنې منلی شي. طالبان یو دودیز حکومت نه دی. دوی د خلکو لخوا نه دي ټاکل شوي. دوی په پوځي ځواک قدرت لاسته راوړ. او د ځواک په مټ به حکومت کوی. دوی په اساسي توګه یو سخت دریځی مذهبي او ایډیالوژیک غورځنګ دي، سیاسي غورځنګ نه دي.

هغه مهال مې هم همدا استدلال کاوه او اوس یې هم کوم چې طالبانو سره د اغېزناکه چلند لپاره باید نړیواله ټولنه د طالبانو جهان بینۍ په باب خپل باور او پوهاوي ته بیا کتنه وکړي، ځکه دوی پر جهادي جهان بینۍ باور لري. تر هغو چې یې جهادي ډلې په رسمیت پېژني، طالبان به په دې باور وي چې همدومره رسمیت پېژندنه ورته کافي ده.

په ورته وخت کې، عادي افغانان دي چې د دوامداره سیاسي ناکامیو بیه پرېکوي.

فارین پالیسي: که مو فرصت درلودی چې تېر ته بېرته ستون شۍ، نو مسایل به مو په څه توپیر مدیریت کړي وای؟

محب: لا هم پر خپلو ژورو پښېمانیو فکر کوم، او پښېمانۍ مې ګڼې دي.

لومړی، په ۲۰۱۸م کال د ملي امنیت سلاکار په صفت د دندې په لومړۍ میاشت کې د ملي امنیت لپاره زما تر ټولو مهم لومړیتوب د یوه سیاسي اجماع لاسته راوړل وو. په دې باور وم چې سیاسي پیوستون د امنیتي ځواکونو متحد ساتلو لپاره اړین دي. موږ هڅه کړې وه چې د مختلفو سیمو څخه بېلا بېلو مشرانو او استازو ته په حکومت کې ځای ورکړو، له دوی سره له نږدې کار وکړو، او په درناوي د هغو خلکو غږ واورو چې له حکومته بهر پاتې شوي وو. د ۲۰۱۹م کال ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د دغه هدف لاسته راوړل خورا ګران شو، دغو ټاکنو یو وار بیا د سیاسي پیوستون په برخه کې زموږ ټولې هڅې په بشپړ ډول له منځه یوړې. په دې باور یم چې د سیاسي رقابتونو او د قدرت سرچینو لاسته راوړلو سیالیو له کبله ملي یووالي کې پاتې راغلو او همدا مو د ناکامۍ یو عمده دلیل و.

دوهم، په دې باور یم چې ځينو امنیتي مسلو کې باید ما خپل د نظر اختلاف په لا جدي توګه څرګند کړی وای. د ۲۰۲۰م کال پای او ۲۰۲۱ کال کې ما د امنیتي سکتور د مدیریت په برخه کې د هغه مهال مرستیال ولسمشر امرالله صالح سره د نظر اختلاف پیدا کړ. هغه تحلیلونه او معلومات چې ده په مستقیم ډول غني سره شریکول، د ملي امنیت شورا دفتر له هغو معلوماتو سره یې توپیر درلود چې موږ د امنیتي وزارتونو څخه لاسته راوړل او هم یې له هغو تحلیلونو سره توپیر درلود چې د ملي امنیت شورا دفتر کې زما همکارانو ترسره کړي وو. ولسمشر په سخت حالت کې و، ځکه دوه متفاوته تحلیلونه یې لاسته راوړل. د مسلې حل لپاره، غني پرېکړه وکړه چې پخپله به د امنیتي غونډو مشري کوي، چې په کې د امنیت چارو اړوند وزیرانو، مرستیال ولسمشر، ما او نورو ګډون درلود. تمه دا وه چې دا تګلاره به مطلوبې پایلې ولري او د قاطع او جدي عمل او منجسمو پرېکړو لامل به شي خو اوس په دې باور یم چې یادې تګلارې مسله لا کړکېچنه کړه.

دریم، دا مو تېروتنه وه چې د خطر زنګ ته متوجه نشو، او د خطر زنګ د بایډن له لورې له شرط پرته، او په هر قیمت چې کېږي، د خپلو پوځیانو ویستلو پرېکړه وه، باید متوجه وای چې د دې پرېکړې له امله به هغه سیستمونه له لاسه ورکړو چې زموږ اردو یې فعاله ساتلې وه او زموږ جمهوریت، او اقتصاد ته یې اړینې سرچینې برابرولې او دغه راز ټول هغه څه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې موږ پرې پانګونه کړې وه او قربانۍ مو ورکړې وې. باید واضحه کړم چې بې خبره نه وو او نه مو هم پر دې حقیقت سترګې پټې کړې وې چې نړیواله ټولنه او امریکایان له افغانستانه وځي، خو هغه څه چې موږ یې وړاندوینه نه وه کړې، د پوځیانو بشپړ، بې قید او شرطه او په هر ممکنه قیمت، او د یوه انتقالي پلان بهیر پرته د دوی وتل وو.

ان د بایډن ولسمشرۍ په لومړۍ اوونۍ کې، ما د امریکا په اداره کې له خپلو همکارانو سره خبرې وکړې. په خبرو کې دوی ماته ډاډ راکړ چې د بایډن اداره به د دوحې تړون او په کې راغلو شرایطو ته بیا کتنه کوي، او دا چې طالبان به د افغانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمولو او په دوحه کې د افغانستان له پلاوي سره د جدي خبرو په ګډون خپلو ژمنو پوره کولو ته اړ ایستل کېږي. د ۲۰۲۱م کال تر اپریله موږ ته په دوامداره توګه دغه ډاډ راکړل شوی و. موږ باور درلود چې بایډن به ټولې ښکېلو غاړې راغواړي او د دوی نظرونو ته به درناوی کوي. په سیاسي اداره کې شامل د افغانستان د څېړنې ډلې سپارښتنو هم د همدې باور ښکارندويي کوله چې باید طالبانو سره مذاکراتو کې یوه مشروطه تګلاره خپله کړو، او موږ هم په همدې باور وو. ما پر خپلې ملګرتیا باور درلود.

په بشپړ ډول باوري یم چې که بدیله لاره مو انتخاب کړې وای نو پر افغان حکومت به ډېرې نیوکې شوې وای، خو بیا مې هم د یو شمېر خلکو پر دې استدلال فکر وکړ، چې شاید، که د امریکایانو غوښتنو ته مو غاړه ایښې وای او داسې یو حکومت مو منلی وای چې طالبان په کې مسلط وای او جمهوریت لا هم دوام درلودای نو ممکن افغانانو لپاره یې تر اوسني حالته غوره پایلې لرلای. زما اشاره په تېرو دوو کلونو کې د حکومت پر وړاندې هغو فرصتونو ته ده چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ مذاکراتو پر مهال امریکایانو هڅې کولې یوه انتقالي حکومت ته لاره هواره کړي. ممکن ځینې دېموکراتیکې او امنیتي ادارې مو ژغورلې وای، خو زه په دې باور نه یم. زما په فکر دغه راز هوکړه به د سیاسي بې اتفاقۍ، وېرې او بې باورۍ لامل شوې وای، او ممکن ډېر ژر پر یوې کورنۍ جګړې بدل شوای وای.

فارین پالیسي: اوس مو پلان څه دی؟ ایا غواړۍ په افغانستان کې بیا یوه سیاسي یا کوم بل موقف ته ستانه شۍ؟

محب: زه لا هم نه یوازې د جمهوریت پر له منځه تللو، بلکې د خپل هدف، خپل بیرغ او خپل هېواد په له منځه تللو فکر کوم. دا زما د ژوند تر ټولو ستره غمیزه ده. زه په ژوره توګه ځان مسول بولم، او لا هم وخت ته اړتیا لرم چې له دغه ذهني حالته راووځم، مخکې له دې چې د خپل راتلونکي په باب پرېکړه وکړم. فعلا مې پام د خپلې کورنۍ پر ثبات او د دوی پر اړتیاوو، پر تفکر، زده کړې او مخکې تللو راټول دی. زما هدف دا دی چې د افغانانو او افغانستان خدمت ته دوام ورکړم، او په یوه سالم ډول فعالیت وکړم، که څه هم سیاسي فعالیت نه غواړم. ان هغه مهال د افغانستان په اړه فعاله وم چې بریتانیا کې مې زده کړې کولې. راتلونکي کې به هم د خپل هېواد لپاره فعالیت کوم، او واضحه ده چې یوه ورځ به بیا افغانستان ته ستنېږم. افغانستان زما وطن دی او تل به د افغانستان بچی یم.

فارین پالیسي: فکر کوې چې د ملي امنیت سلاکار دندې لپاره مناسب شخص وې؟

محب: فکر کوم د ملي امنیت سلاکار رول په باب یو ناسم تصور شته چې ګنې دا شخص باید پوځي او د جګړې ډګر تجربه ولري، او ګواکې د ملي امنیت سلاکار (جګړه پر مخ وړي). که له امریکا نیولې تر بریتانیې او نورو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو مشخصاتو او رول ته وګورۍ، نو و به مومۍ چې دا تصور ناسم دی. د ملي امنیت سلاکار موقف په اساسي ډول یو سیاسي رول دی چې عمده مسولیت یې د هېواد ملي امنیت ګټو خوندي کولو لپاره د کورني او نړیوالو سیاسي اړیکو پیاوړي کول او په دې تړاو سلامشورې ورکول دي. افغانستان کې هم د ملي امنیت سلاکار رول همدا دی.

زما د دندې پر مهال د ملي امنیت شورا دفتر یو مهم رول دا و چې د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي زیاته شي، د امنیتي سکتور مشري او قومنده غوره شي، او دغه راز د یاد سکتور بودیجوي او تخنیکي سرچینو ښه مدیریت وشي ترڅو خدمتونه په غوره ډول وړاندې کړي او د ناوړه ګټه اخیستنې او فساد مخه ونیول شي. موږ د ملي امنیت شورا کې داسې څانګې درلودې چې یوازینی هدف یې په یادو پوځي برخو کې د تحلیلونو او د پالیسۍ په تړاو سپارښتنو تولیدول وو، دغو څانګو کې خورا با استعداده افغانو ښځو او سړو کار کاوه چې د کلونو پوځي تجربې یې درلودې. ما د دې کار لپاره په افغانستان کې تر ټولو ښه ټیم جوړ کړی و. زه پر ټولو هغو اشخاصو ویاړ کوم چې له ما سره یې یوځای کار کاوه.

کله چې ولسمشر غني راڅخه وغوښتل چې دغه دنده پر مخ یوسم، نو تر دې وړاندې مې په امریکا کې د سفیر موقف په ګډون په حکومت کې تر څلورو کلونو په مختلفو موقفونو کار کړی و. په دې باور یم چې په واشنګټن کې زما تجربه او زما او د ولسمشر ترمنځ باور د دې پرېکړې دلایل وو. ما دغه موقف په خاکسارۍ او جدیت ومانه او د دندې پر مهال مې خپل کار ته بشپړ لومړیتوب او توجه کړې وه، او پر هغه ټیم ویاړ کوم چې له ما سره یې کار وکړ او ما ترې ډېر څه زده کړل.

فارین پالیسي: د جمهوریت په وروستیو کلونو کې ټولې ملکي او پوځي ګومارنې تا او ولسمشر غني کولې. پر تا تور دی چې په دې کار کې دې له قومي تعصبه کار اخیستی و. خو په پای کې ان د ولسمشر شخصي امنیتي کسان یا د هغه باوري کسان هم له هغه سره و نه درېدل. دغه باور ولې په بشپړ او پرېکنده ډول له منځه ولاړ؟

محب: زما په اند دا یو ناسم تور دی. زما د کار له پیله د درې کاله وړاندې مودې پرېکړو په اړه څه نشم ویلی. خو د ملي امنیت سلاکار په صفت زما د دندې موده کې ما هڅه کړې وه چې امنیتي سکتور کې انډول راولم، او دا د سیاسي پیوستون لپاره زما لومړیتوب و چې زما په باور د امنیتي ځواکونو د یووالي لپاره مهم و. د هغو ګومارنو په اړه څه نشم ویلی چې زه په کې ښکېل نه وم خو کله چې د ګومارنو په اړه له ما نظر غوښتل شوی، نو ما له امنیتي مشرتابه سره مشوره کړې او هغو اشخاصو ته مې لومړیتوب ورکړی و چې د دندو وړتیا یې لرله. کله چې مې د ګورمانو په اړه د نظر اختلاف درلود، او واضحه ده چې ډېر ځله داسې شوي وو، نو ما خپل نظر څرګند کړی و او د مخالفت دلایل مې هم وړاندې کړي وو.

خو د بشري منابعو برخه کې مو جدي ستونزه درلوده. د ځینو دندو لپاره هغو کسانو چې مناسب عمر او تجربه یې لرله، یا یې د پخواني کمونست رژیم ذهنیت درلود یا د پخواني مجاهدینو ذهنیت، چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکو ترمنځ جوړ شوي کلتور سره یې بشپړ توپیر درلود. ډېرو د کمونست ذهنیت لرونکو اشخاصو د نوي اردو لپاره د اړتیا وړ استعدادونه نه درلودل، او د پخوانیو مجاهدینو ذهنیت لرونکو ترمنځ اکثرو د اردو پرتله اشخاصو ته ډېر ژمن او وفاداره وو. موږ د نوي نسل مشرانو ته مخ واړاوه چې د امریکا او ناټو ځواکونو له لورې روزل شوي وو، خو دا ډېر کله د پخوانیو مشرانو چې د یوه متفاوت نسل او ذهنیت لرونکي وو د خوابدۍ لامل کېده.

زه په دې باور یم چې په ټوله کې د سقوط او د مورال له لاسه ورکولو مسله یوازې مشخصو ګومارنو او کورنیو پېچلتیاوو ته نشو محدودولی، باید نړیوال سیاستونه او په دغو سیاستونو کې د افغانستان رول هم په نظر کې ونیسو.

فارین پالیسي: په افغانستان کې د نړیوالو جګړیز ماموریت د ۲۰۱۴م کال دسمبر پر ۳۱مه پای ته رسېدلی و. تاسو پاتې موده کې کافي وخت درلود چې امنیتي سکتور پیاوړی کړۍ. په دې کار کې پاتې راتلل د چا مسولیت ګنۍ.

محب: د یوه پیاوړي افغان امنیتي ځواک جوړولو ماموریت تر شپږو نه بلکې تر ۲۰ کلونو دوام درلود، او تر ډېره یې مشري د امریکا او نړیوالو ځواکونو په غاړه وه، ان په ۲۰۱۴م کال کې د امریکا او نړیوالو په مشرۍ له امنیتي ماموریت څخه د افغانانو په مشرۍ د امنیتي مسولیت تر لېږده. که د افغانستان په څېر هېواد کې د یوه متحد ملي امنیتي ځواک جوړولو ننګونې په پام کې ونیسۍ، له ۲۰۰۱ کال راهیسې، چې پر بهرنیو مرستو یې تکیه درلوده، نو شپږ کاله خو پر ځای پرېږده، ان ۲۰ کاله هم د دغې موخې لاسته راوړلو لپاره کافي نه دي.

سره له دې هم د ولسمشر غني ادارې یو لړ سیستماتیکې هڅې کړې وې چې افغان دولت پر ځان بسیا شي، نه یوازې امنیتي ځواکونه بلکې ټول حکومت، ډېرې هڅې یې د ۲۰۱۴ کال مسولیت له لېږده پیل شوې وې، تر هغو چې د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

له ۲۰۱۴م کال وروسته د امریکا په مشرۍ د روزنې، مشورو او همکارۍ ماموریت په ترڅ کې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو ډېر پرمختګ وکړ. د ترهګرۍ او شورش ضد برخو کې یې د پام وړ مهارتونه پیدا کړل. د افغانستان په ټولو مهمو ښارونو کې د بحران پر وړاندې د غبرګون قطعې جوړې شوې. افغان هوايي ځواکو خپل هوايي امکانات، د تخنیکي حفظ او مراقبت وړتیاوې او د شپنیو عملیاتو وړتیاوو په ګډون تعرضي او دفاعي عملیاتو برخو کې پرمختګونه وکړل. په داسې حال کې چې زموږ اردو تخنیکي مهارتونه زده کړل او وسایل یې لاسته راوړل، د وسایلو فعاله ساتلو لپاره د حفظ او مراقبت او لوژستیک پرمختللي سیستمونه د افغانستان لپاره د امنیتي لېږد ګډې قومندې یا (CSTC-A) لخوا یا د قراردادیانو لخوا ورکړل شوي وو. د روان بهیر پر اساس، ټاکل شوې وه چې د یادو سیستمونو لېږد به تر ۲۰۲۴م کال پورې بشپړ شي. په ناڅاپي ډول د لوژستیکي او حفظ او مراقبت وړتیا له لاسه ورکول زموږ لپاره ستر تاوان و چې موږ یې اغېزه کنترول نشوای کړای.

خو لکه څرنګه چې مې مخکې یادونه وکړه، سقوط یوازې یو ځانګړی دلیل نه درلود، د لوژستیکي او حفظ او مراقبت وړتیاوو له لاسه ورکول یې هم یوازینی دلیل نه و. خو زما په اند دا یې یو عمده دلیل و.

فارین پالیسي: ولسمشر غني په علني ډول ویلي چې امریکا او غربي متحدین د جمهوریت د سقوط مسولین دي. طالبانو سره د ټرمپ هوکړه د جمهوریت د سقوط پیل ګڼل کېږي. فکر نه کوۍ چې دا د هېواد مشرانو په صفت د سقوط په تړاو د مسولیت نه منلو یوه پلمه ده؟

محب: دا منم چې ځینې پرېکنده شېبې زموږ له کنتروله بهر وې او سقوط کې یې رول لوبولی، یوه شېبه یې د ۲۰۲۰م کال فبرورۍ کې د ټرمپ ادارې په مشرۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه وه، او د ۲۰۲۱م کال اپریل کې د ولسمشر بایډن لخوا بې له قید او شرطه د پوخیانو ایستلو اعلان بله شېبه وه. او د دې حقیقت بیانول د مسولیت نه منلو په معنا نه دی، ځکه ناکامي دومره ستره ده چې ټول په کې مسولیت منلی شو. دا یوه ټولیزه ناکامي وه، او ټول باید په کې خپل مسولیت ومنو.

دا چې زموږ دولت او اقتصاد تر ډېره پر بهرنیو مرستو تکیه درلوده، جګړیز ځواک مو هم تر ډېره پر بهرنیو مرستو ولاړ و، د هېواد سیاسي راتلونکي په باب مو سیاسي پرېکړو کې د خپل حاکمیت محدودیتونه په بشپړ ډول په نظر کې و نه نیول. دا داسې یو دام دی چې په تېر کې ډېر افغان مشران په کې ګير شوي دي، ځکه پر نورو اقتصادي تکیه او د سیاسي حاکمیت نشتون بدبختانه زموږ د هېواد تاریخي مسلې دي چې موږ ورسره تل لاس او ګرېوان وو. په دې باور یم چې ولسمشر غني په بشپړ ډول پوه و چې پر بهرنیو مرستو تکیه د افغانستان حاکمیت پر وړاندې ستره ننګونه ده او همدا دلیل و چې دی په ژوره توګه پر حکومتي اصلاحاتو بوخت و چې موخه یې د افغانستان لپاره په اوږد مهال کې اقتصادی پر ځان بسیاینه وه. خو دا داسې پلان و چې په حقیقت کې یې، که ډېر نه وي نو لږترلږه لسیزو ته اړتیا لرله چې نتیجه ورکړي، او په عین حال کې موږ د مطلوبې پایلې لاسته راوړلو لپاره د ټولو هغو اړوندو فکتورنو په یوځای کولو کې پاتې راغلو چې ممکن په تېرو دریو کلونو کې یې د امریکا له سیاسي مصلحت سره اړخ لګولی وای.

خو دا به ووایم چې د مسولیت ستره برخه باید هغوی ومني چې چې تر ټولو ډېر کنترول او قدرت یې درلود.

فارین پالیسي: د افغانستان اقتصاد تقریبا په بشپړ ډول پر مرستو تکیه درلوده. حکومت، چې غرب یې ملاتړ کاوه، ولې اقتصاد و نه غوړاوه، د کار او روزګار فرصتونه یې جوړ نکړل، کوچنیو کاروبارونو او شرکتونو سره یې مرستې ونکړې او لږترلږه یې په افغانستان کې یو پر ځان بسیا اقتصادي جوړښت رامنځته نکړ؟

محب: که څه هم دا زما دنده نه وه، که څوک غواړي پر ځان بسیاینې برخه کې د ولسمشر غني ادارې پلانونه او اجنډا باندې ځان پوه کړي، چې د ولسمشرۍ پر مهال یې عمده پام پر همدې هدف راټول و، کولی شي یو ډېر اسانه انلاین سرچ یا پلټنه وکړي او د اقتصادي پراختیا پلانونو په اړه به معلومات لاسته راوړي او و به مومي چې دغو پلانونو په وروستیو کلونو کې تدریجي پرمختګ درلود.

په دې اړه اسناد شته، ولسمشر په دوامداره توګه ټینګار درلود چې بهرنۍ مرستې باید د ملي بودیجې له لارې ولګول شي ترڅو د خدمتونو او حساب ورکونې بهیر پیاوړی شي، او دا چې د مرستندویانو د مستقیمو مالي کومکونو په پرتله د دولتي او شخصي مشارکتونو او پر بنسټونو باندې اقتصادي پانګونې باید لومړیتوب خپل کړي، او په کلیوالو سیمو کې د کار زمینې برابرولو لپاره باید د حکومت پراختیايي پروګرامونو لکه سیټیزن چارټر (ښاري منشور) کې پانګونه وشي، او دا چې د ټاپي او کاسا ۱۰۰۰ په څېر سترو سیمه ییزو بسټیزو پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي، او د انرژۍ بنسټونو پراختیا (د مثال په ډول به ټول هېواد کې بندونه) جوړ شي. دا یوازې یو څو هڅې وې.

حکومت په دې تړاو ښه پیل درلود، او د اقتصادي پراختیا لپاره یې پر ځان بسایینې اجنډا کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې. د دغو لاسته راوړنو اسناد او د حکومت، مرستندویانو او نړیوالو ادارو لخوا خپاره شوي راپورونه اوس هم شته خو دا چې عام خلک پرې خبر نه دي، د دې ښکارندويي کوي چې دغو هڅو ته په نړیوالو رسنیو کې هېڅ یا ډېر کم پام شوی و، او په تېرو اوو کلونو کې دا اقتصادي خبرونه داسې سرټکي نه وو چې نړیوالې رسنۍ یا ان په کور دننه رسنۍ ورته لومړیتوب ورکړي، دوی تر ډېره د جګړې، سولې او فساد خبرونو ته پام اړولی و.

فارین پالیسي: ستاسو په اند په لنډ مهال او منځمهال کې به په افغانستان کې څه پېښ شي؟

محب: نه پوهېږو چې څه به پېښېږي، او که بل څوک دا ادعا کوي چې په روان ناڅرګند او نازکه حالت کې د راتلونکې په اړه وړاندوینه کولی شي نو ادعا ته یې باید د شک په سترګه وکتل شي. خو هغه څه چې اوسمهال زه پرې پوهېږم دا دي چې زموږ په تاریخ کې له بل هر وخت ډېر افغانان یووالي ته اړتیا لري او نور جګړې او تاوتریخوالي ته اړتیا نه لري.

په دې هم باوري یم چې د طالبانو تر ټولو ستره وېره ملي سیاسي مقاومت دی. دوی له جګړې نه وېرېږي، دوی په وژنو او ځانونو الوزولو کې ډېر تکړه دي. خو د دوی لپاره به د یوېه ملي متحدې سیاسي جبهې خاموشول ډېر ګران وي، په ځانګړې ډول د ټولنیزو رسنیو او د خلکو لخوا د راپور ورکونې په اوسني عصر کې. دغه راز ملي حرکت هغه مهال شونی دی چې سیاسي مخالفتونه او قومي درزونه جوړ شي او په هېواد دننه او بهر ټول افغانان یو موټی شي. طالبان شاید د مقاومت ترمنځ بې اتفاقۍ او مخالفتونو زیاتولو لپاره له پټو تکتیکونو هم کار واخلي.

د طالبانو ترمنځ هم مخالفتونه او د قدرت سیالۍ شته، او سیاسي پېچلتیاوې او کینې به دغه مخالفتونه لا ډېر کړي چې ممکن د طالبانو د کمزوري کېدو لامل شي. خو د دوی ترمنځ دغه داخلي کمزوري به د دوی د ناکامۍ لپاره کافي نه وي. یو مناسب بدیل ته اړتیا شته، او زما په اند دا بدیل یو متحده، ملي سیاسي جبهه ده، خو موږ افغانان دغه راز جبهې جوړولو څخه ډېر لرې یو. لکه څرنګه چې مې مخکې یادونه وکړه، دا مې یو پېښماني ده چې د حکومت په وخت مې د سیاسي پیوستون او یووالي لپاره ډېر کار ونشو کړای. او اوس د دې موخې لاسته راوړل لا ګران ښکاري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.