دولس وروڼه – دماشومانو لپاره لنډه کیسه

ژباړنه: رڼاګل اریوبزی

1,791

وايي چې په لرې تیره زمانه کې یوه پاچا دخپلې ملکې سره دمینې اوخوشالي نه ډک او ارام ژوند درلود. دوی ته خدای دوولس اولادونه ورکړي وو او ټول يې هلکان وو. پاچا خپلې میرمنې ته وویل: « کله چې دیارلسم اولاد دنیاته راوړې اوهغه جلۍ وي، نوباید دا دوولس هلکان ووژل شي، ترڅو چې دا ټوله شتمني او بادشاهي یوازې دې ته پاتې شي.» ده د دوولسو تابوتونو د جوړولو امرهم وکړاوهرتابوت د رندې له توپڼو ډ ک او په هر یوه کې دمړو یو بالښت هم ځای په ځای شوی و. تابوتونه يې یوې کوټه ګنکې ته یوړل. دکوټې کلي يې ملکې ته ورکړه او ورته ويې ویل چې بل چا ته به حال نه وايي. مور يې ټوله ورځ ناسته، په خپګان تیره کړه. ترڅوچې کشر زوی يې، چې همیشه به له دې سره و او زمرک نومیده، ترې وپوښتل چې: « مورجانې! ته ولې دومره خپه يې؟» موريې ورته وویل چې: « ګرانه زویکه! زه دحال ویلو اجازه نه لرم.» خو زوی خپله مور تر هغوی ارام ته نه پریښوده، تر څوولاړه او دکوټني وريې خلاص کړاو دوولس درندې له توپڼو ډک تابوتونه يې وروښودل او بیايې ورته وویل چې: « ګرانه زمرکه ! دا تابوتونه تا اوستا یوولسو وروڼو له پاره ستاسې د پلار په امرجوړ شوي دي. که دا ځل مې یوه جلۍ دنیا ته راوړه، نوتاسې به ټول ووژل شی او په دې تابوتونوکې به ترمځکې لاندې خښ شی. کله چې دا د خبرو په جریان کې په ژړا شوه، نوزوی يې تسلي ورکړه اوورته ويې ویل چې:« مور جانې مه ژاړه، موږ به د ځان دساتنې له پاره څه چاره وسنجوو اوله دې ځایه به چیرته لرې لاړ شو.» مور ورته وویل چې:« ورځه دخپلو یوولس وروڼو سره د باندې ځنګل ته ولاړ شی. هلته یوه تر ټولو لوړه ونه پیدا کړی او وار په وار ور پورته کیږی اود قصر برج ته به ګوري. که چېرې مې هلک دنیاته راوړ نوسپین بیرغ به په برج ورپوم. مانا يې داده چې تاسې کورته راتلی شی. که چیرې مې لور په دنیاراغله، نوسور بیرغ په ودرول شي. په دې صورت کې به په دومره چټکي تښتی چې له لاسه مو کیږې. لوی او مهربان خدای به مو وساتي. هره شپه به را پور ته کیږم او دلوی خدای په دربار کې به دا دعا درته کوم چې په ژمي کې مو له سخت ساړه او په اوړي کي مو له سختې ګرمې وساتي.
کله چې مور خپلو بچیانو ته دعا وکړه، نو بچیان يې راووتل او ځنګل ته و لاړل. هلته هر یو په خپل وار ترټولو لوړې ونې ته پورته کیده او د قصر د برج په لور يې کتل. کله چې لس ورځې تیرې شوې او دزمرک وار راغی، نو ويې لیدل چې یوه جنډه ودرول شوه. دا جنډه سپینه نه وه. د وینې په شان سور رنګ يې درلود. پیغام يې دا و چې دوی به ټول ووژل شي. کله چې وروڼه په دې خبر شول نو ډیر په غوسه شول اوويې ویل چې: « اوس نو موږ باید د یوې جلۍ له پاره د مرګ رنځونه په ځان ومنو! په قسم چې خپل غچ به اخلو. که کومه جلۍ مو پیدا کړه، باید وینه يې تویه شي. له دي وروسته په ځنګل کې ژور ننوتل، منځ ته يې ورسیدل، چیرته چې تر ټولو زیاته تیاره وه.
هلته يې یو وړوکی، په« بد و منل شوی» کورګئ ومیند او ويې ویل چې:« دلته به اوسیږو او ته به، زمرکه، چې تر نورو ټولو کشراو کمزوری يي، دلته په کور کې پاتې کیږې او دکور چارې به سرته رسوې. موږ دباندې ځو تر څو دخوراک له پاره څه راوړو.» دوی ځنګل ته د وحشي غرڅه، سویو، الوتونکو، کوترواونورو هغه شیانو په ښکار پسې ووتل چې غوښه يې د خوړو وه. هغه به يې زمرک ته راوړه. پخلی د زمرک کارو او دد ې له پاره چې وږي شوې وروڼه يې ماړه شي ډوډۍ يې ور ته پخوله. په دې کور کې لس کاله واوسیدل، خو دوی ته داوخت دومره اوږد نه ښکاریده.
هغه جلۍ چې د دوی مور، دبادشا میرمنې، دنیاته را وړې وه، اوس لویه شوې وه. دا جلۍ په زړه مهربانه، په ځوانۍ ډیره ښکلې وه او دسرو زرو ټیک يې په ټنډه ځوړولی و. دجامو د مینځلو په ورځ يې د نورو په منځ کې د نارینه وو دولس کمیسونه ولیدل او له مور يې وپوښتل چې:« دا دوولس کمیسونه دچا دي، دپلار له پاره خو ډیر کوچني دي؟»مور يې په غمګین زړه ځواب ور کړ او ويې ویل چې:«لور جانې! داستا د دوولسو وروڼو کمیسونه دي.» جلۍ وویل چې.« زما دا دوولس وروڼه چیرته دي، ما خو د دوی په هکله هیڅ هم نه دي اوریدلي.» موريې په ځواب کي وویل چې:« یوازې خدای پوهیږي چې وروڼه دې چیرته دي، په ځنګل کې سرګردان دیخوا اوهغې خوا ته کرځي.» بیا يې لورګنکۍ له ځان سره روانه کړه او دهغې کوټې ور يې خلاص کړ، چې پکې درندې توپڼو او دمرګ دبالښتونو سره دوولس تا بوتونه ایښودل شوي وو. هغې ته يې دا تابوتونه وروښودل او ويې ویل چې:« دا تا بوتونه ستا وروڼو له پاره جوړ شوي دي، خو دوی ستا تر زیږیدو وړاندې وتښتیدل.» بیا يې هغه غمونه ورته بیان کړل چې ور باندې تیر شوي وو. په دي وخت کې يې لور وویل چې:« ګرانې مورې! ته مه ژاړه. زه ځم او وروڼه مې لټوم.»
جلۍ دا دوولس کمیسونه له ځان سره واخیستل، روانه شوه اوپه دې لوی ځنګل ور ننوتله. دې ټوله ورځ مزل وکړ او چې ماښام شو، هغه« په بدو منل شوي» کورګي ته راورسیده. کورته ور ننوتله او هلته يې یو ځوانکی هلک ولید. هلک جلي وپوښتله چې:« ته له کومې خوا راغلې او چیرته ځې؟» جلۍ شاها نه جامې اغوستې وې او دسرو زرو ټیک يې په ټنده ځوړو. هلک ددې جلۍ ښکلا ته حیران پاتې شو. جلۍ هلک ته په ځواب کې وویل چې:« زه یوه شهزادګۍ یم اوخپل دوولس وروڼه مې لټوم. ترهغو چې دا اسمان شین وي، زه به ورپسې ګرځم، ترڅو چې پیدا يې کړم.» دې هغه ته ددوی دوولس کمیسونه هم ور وښودل. په دې وخت کې زمرک پوه شو چې دا جلۍ يې خورده او ورته ويې ویل چې:« زه، زمرک، ستا تر نورو کشر ورور یم.» دواړه له ډیرې خوشالۍ په ژړا شول، له ډیرې میني سره غیږ په غیږ شول اویوبل يې ښکل کړل. تر دې وروسته زمرک خپلې خورته وویل چې:« ګرانې خورې! دلته له یوې ستونځې سره مخامخ یو او هغه دا چې موږ که لومړي ځل له پاره دکومې جلۍ سره مخامخ شو، هغه باید مړه شي، ځکه چې موږ د یوې جلۍ په خاطر د خپلې پاچاهۍ پریښودو ته مجبور شوو.» خور يې په دې خای کې ورته وویل چې:« که زما په مرګ مې وروڼه له دې ستونځو نه خلاصیږي، نو په ډیره مینه مرګ ته تیاره یم.» زمرک ور ته وویل چې:« نه! ته باید ژوندۍ پاتې شي. ته اوس دلته په دې صندوق کې پټه شه. کله چې زموږ یوولس وروڼه راشي، زه به خبرې ورسره وکړم او موږ به یوې موافقې ته ورسیږو.» شهزادګۍ هغه څه وکړل چې ورور يې ورته وویل. دشپې درارسیدو سره سم دا نوره هم له ښکاره بیرته راغلل، ډوډۍ هم تیاره وه او کله چې په دسترخوان کښیناستل، نو ويې پوښتل چې:« څه نوي پیښ شويدي؟» زمرک ورته وویل چې:« تاسې خبر نه یاست؟» دوی په ځواب کې وویل چې:« نه.» زمرک خپلو خبرو ته دوام ورکړ اوويې ویل چې:« تاسې په ځنګل کې ګرځی او زه دلته په کور کې پاتې کیږم نو ځکه تر تاسو یوڅه زیات مالومات لرم.» ټولو په یوه غږ وویل چې:« راته ووایه.» زمرک په ځواب کې وویل:« په دې شرط چې، کومه جلۍ چې په لومړي ځل له موږ سره مخامخ کیږي، نه به وژل کیږې.» دوی ټولو په لوړ اواز وویل:« سمه ده، هغه به وبحښل شي، خو زر راته ووایه چې څه پیښ شوي دي؟» ده ورته وویل.« زموږ خور دلته ده.» بیايې د صندوق ور پورته کړ اوشهزادګې، چې شاهانه جامي يې په تن وې او د سرو زرو ټیک يې په ټنډه و، دصندوق نه راپورته شوه اوډیره ښکلۍ او نازنینه ښکاریده. اوس نو ټول ډیر خوشاله، یوله بله غاړه غړۍ شول، په ډیره مینه او د زړه له کومې يې یوبل ښکلول. خوريې دزمرک سره په کور کې پاتې کیدله او دکور په کار کې يې وره سره مرسته کوله. دانور یوولس وروڼه به هره ورځ ځنګل ته په ښکار پسې وتل، هوسۍ، مرغان، کوترې اونور به يې نیول او دخوراک له پاره به يې کورته راوړل. زمرک اوخور يې ډودۍ تیاروله، سابه يې راشکول، دپخلي له پاره يې لرګي راټولول او دیګونه يې په اور باندې کول او دیوولس وروڼو ترراګرځیدو پورې به ډوډۍ تیاره وه. دوی دواړو دکور نظم هم ساته، بړستنې اوبسترې يې هم پاکې او منظمې ساتلې. ټول وروڼه د خور سره خوښ او په خپلو کې په اتفاق وو.
یوه ورځ دواړو ډیره خوندوره ډوډۍ تیاره کړې وه. کله چې ټول سره راټول شول، په دستر خوان کښیناستل په خوشالۍ او مزه يې وخوړل او وچیکل. د« په بدو منل شوي کور» تر څنګ یو کوچنی باغ واو په دې باغ کې دوولس ګلان ولاړ وو. شهزاد ګې دخپلو وروڼود خوشالولو له پاره دا دوولس ګلان وشکول او غوښتل چې د ډوډۍ په وخت کې هر یوه ته یو ګل ور کړي، خو کله چې جلۍ دا ګلان وشکول، په همدې شیبه کې يې له دوولس وروڼو نه دوولس کارغان جوړشول او دځنګل دپاسه والوتل. کور او باغ هم ورک شول. په دې ډول دا بی وزله او بې وسه جلۍ په دې وحشي ځنګل کې یوازې پاتې شوه، خو چې شاوخوا ته يې وکتل، ویې لیدل چې یوه زړه ښځه يې تر څنګ ولاړه وه او ورته ويې ویل چې:« لور جانې دادې څه وکړل؟ دا دوولس سپین ګلان دې ولې په ځای ولاړ پرې نه ښودل؟ داخو ستا وروڼه وو، اوس نو ور څخه د تل له پاره کارغان جوړ شول.» جلکۍ په ژړا وویل چې:« اوس نو د دې حالت نه دهغوی دخلاصون کومه لارشته؟» بوډۍ ورته وویل چې:« نه، په ټوله نړۍ کې د دوی د خلاصون بله لار نشته، یوازې یوه لار شته، خو هغه ډیره سخته او نا شونې ده او وبه نه کړی شې چې په دې لار يې خلاص کړې، ځکه ته باید اوه کاله کونګه پاتې شي، نه به خبرې کوې او نه به خاندې. که د اوه کالونه یوه ګړۍ وړاندې هم یوازې یوه خبره وکړې، نو له دې خبرې سره سم به دې وروڼه مړه شي.»
اوس نو جلکۍ دځان سره په زړه کي وویل چې:« زه اوس په دې پوه شوم چې وروڼه به مې ازاد ګړم.» دا لاړه او د يوې جګې ونې په لټه کې شوه، چې پیدا يې کړه، نو ور پورته شوه او هلت يې په ونه کې ځا محکم کړ، نه يې خبرې کولې او نه خندیده. د خدا کارونه وو چې یوه ورځ یو بل پاچا په ښکار پسې ځنګل ته راووت. پاچا یو غټ با دي سپی درلود. سپي د هغې ونې په خوا منډه کړه، چې شهزاد ګۍ ورختلې وه، اوهلته د ونې په ښاوخوا ګرځیده، ټوپونه يې وهل،غپیده اوچِغيده. په دې وخت کې پاچا هلته ورغی اوشهزادګۍ يې چې، دسروزرو ټیک يې په ټنډه خلیده، ولیده، ښکلا يې زړه ترې یووړ او تري ويې غوښتل چې که غواړي چې دده سره واده وکړي. شهزاد ګۍ خبرې نه کولې، خو سريې یو څه غوندې وخوځاوه. باد شاه په خپله ونې ته وروخوت، دا يې راکته کړه، په خپل آس يې کښینوله او کورته يې راوستله. یو لوی او ښکلی واده يې جوړ کړ، خو ناوې نه خندیده او نه يې خبرې کولې. څو کاله يې له یو بل سره په مینه او خوشالې کې تیرکړل، تر څو دپاچا مور، چې یوه خرابه غوسه ناکه ښځه وه، دځوانې ملکې ځورول اوتحقیرول پیل کړل او پاچا ته يې وویل چې:« دا چې تا له ځان سره راوړې ده، بل څه نه دي، یوازې یوه درویزګره جلکۍ ده. خدا خبر دی چې دا به په زړه کې څه ډول دسیسې جوړوي. که چیرې ګونګه وي، نویووار خو باید وخاندي. څوک چې هیڅ نه خاندي، هغه په رښتیا چې ډیر بد وجدان لري.» پاچا په اول ګې دهغې په خبرو با ور نه کاوه، خو دې بوډۍ مور يې په میر من پوري پرله پسې دومره تورونه وتړل چې په اخرکې يې پاچا تر اغیزې لاندې راغی او خپلې میر منې ته يې دمرګ جزا وټا کله.
د دربار په انګړ کې يې ډیرلوی اوربل کړ او غوښتل يې ملکه په دې اورکې وسوزوې. پاچا هلته پاس په کړکۍ ولاړ و اود هغې دلیدو په وخت يې له سترګو اوښکې بهیدلې، ځکه چې تراوسه ډیره په ګرانه وه. کله چې دا يې په یوه ډانګه پوري کلکه وتړله او داور سرې لمبې يې دکمیس لمنې ته ورورسیدې، په همدې وخت کې داوو کالو وروستۍ شیبې هم پای ته ورسیدې او ورسره سم په هوا کې د چټک حرکت اواز واوریدل شو او که ګوري چې دوولس کارغان دبازانو په شان په چټکۍ دانګړ په مخ راټیټ شول. کله چې پښې يې په ځمکه ولګیدې، دا هغه دوولس وروڼه وو، چې خور يې ازاد کړل. وروڼو يې د اور لرګي دیخوا او هغې خواته خپاره کړل، د اور لمبې يې مړې کړې، خپله ګرانه خور يې خلاصه کړه. زړونه اوځانونه يې یوبل ته نږدې کړل او یوبل يې ښکل کړل. اوس نوچې د خور خوله خلاصه شوه او د خبرو اجازه يې ترلاسه کړه، پاچال ته يې د دې خبرې راز بیان کړ، چې ولې يې ځان ګونګ نیولی و او خندیده هم نه. پاچا چې دا واورید او پوه شو چې میر من يې بې ګناه ده، نو ډیر خوشاله شو او دوی ټولو
خپل ټول ژوند دلته په خوشالۍ او اتفاق کې تیرکړ. د پاچا مور چې کینه کښه اوغوسه ناکه ښځه وه، محاکمه شوه او جزا يې دا شوه، چې د خوټید لو تیلو او زهرجنو مارانونه ډک بیلر کې يې واچوله او په سخت مرګ مړه شوه.
Grimms Märchen: Kinder- und Hausmärchen
Die komplette Liste

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.