د طالبانو له لوري نیول شویو بندیانو برخلیک څنګه کیږي؟

418

طالبان په کابل او ولایتونو کې نږدې هره ورځ د بېلابېلو جرمونو په تور د یو شمېر کسانو د نیولو او زندان ته اچولو خبر ورکوي. دغه بندیان شکایت کوي چې بې دوسیو په زندان کې ساتل کیږي او برخلیک یې معلوم نه دی. خو طالبان څه وایي؟

BG I Das verlassene Gefängnis der Taliban-Häftlinge in Kabulد تیر میلادي کال د اګست میاشتې په نیمايي کې د افغانستان د پخواني حکومت تر پرځیدو او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، طالبانو نه یوازې په کابل او پروان کې د پلچرخي او بګرام سترو زندانونو په ګډون د هیواد په ټولو ولایتونو کې زندانونه مات کړل او ګڼ شمیر زندانیان یې آزاد کړل.

په دې بندیانو کې د سیاسي بندیانو ترڅنګ ډېر شمېر جنایي بندیان هم آزاد شول، چې په سړي تښتونه او لویو جنایي جرمونو کې تورن پیژندل شوي وو.

اوس طالبان نیږدې هره ورځ په کابل او ولایتونو کې د سړي تښتونې، موټرو غلا، نشه یي توکو او یو شمېر جنایي جرمونو په تور د کسانو د نیولو خبرونه ورکوي. اوس د هېواد ډېر زندانونه بیا له بندیانو ډک شوي دي، خو اندیښنه دا ده، چې آیا د بندیانو قضیو ته رسیده ګي کیږي؟

د خوست مرکزي محبس چې طالبانو ورته د نږدې سلو پورې کسان د بېلابېلو جرمونو په تور راوړي، بندیان د خپلو قضیو په اړه شکایت کوي. دغه بندیان وایي، چې د څو میاشتو په تیریدو نه پوهیږي په څه جرم بندیان دي او تر اوسه هیڅ دوسیې ورته نه دي جوړ شوې.

زندانیان: محکمه نشته چې دوسیې مو وڅیړل شي

د خوست محبس یوه بندي چې خپل نوم بدري معرفي کوي وایي، څلور میاشتې کیږي چې زندان کې بندي دی، خو د خپلې دوسیې په اړه نه پوهیږي، چې نور به څومره دلته پاتې وي.

هغه وایي: «درې څلور میاشتې مې کیږي، چې دلته پروت یم، محکمې نشته، څارنوالان نشته وروه. دلته نور داسې کسان شته، چې پنځه او شپږ میاشتې یې کیږي، چې برخلیک یې معلوم نه دی. زموږ دا غوښتنه ده، چې موږ ته څارنوالان راشي او د چا چې څه جرم وي، هغه ته سزا ورکړل شي.«

Afghanistan Bildergalerieيوه څارنوال وويل په عمومي کچه کشفي ارګانونه له قانوني سرغړونو سره مخ کیږي او د مظنونینو حقونه تر پښو لاندې کوي

دا یوازې خوست نه دی بلکې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خلک د طالبانو له لورې د نیولو شویو بندیان د خپلو قضیو په اړه شکایت کوي او د خپل راتلونکي په اړه اندیښمن دي.

د کابل یوه اوسیدونکي سیداغا دویچه ویله ته وویل چې یو خپلوان یې دوه میاشتې وړاندې بندي شوی، تر اوسه معلومه نه ده، چې طالبانو هغه په څه جرم نیولی او ولې یې په اړه پریکړه نه کیږي.

نوموړی له طالبانو غواړي: «دعدالت تامین له پاره بندیان له نیول کیدو سره باید وروسته دوسیې ورته جوړې شي او محکمه یې په اړه عادلانه پریکړې وکړي، چې جرم یې څه دی، جزا یې څه ده او څومره وخت به زندان کې تیروي.«

د بامیانو په ولایت کې هم ځایي اوسیدونکي شکایت لري، چې په دغه ولایت کې طالبانو یو شمېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان کړې دي، خو د دوسیو یې کوم څرک نه لګیږي.

د دغه ولایت یو مدني فعال چې خپل نوم عباس موسوي راپیژني دویچه ویله ته وویل: «په تېرو میاشتو کې ځینې کسان طالبانو بندیان کړې دي. ځینو کورنیو موږ سره معلومات شریک کړې دي، چې بندیان به یې کله خلاص شي. موږ چې پوښتنه کوو، تر اوسه یې دوسیې نشته او زندان کې همداسې پرته دي. موږ له طالبانو غواړو چې د دې کسانو په اړه باید څارنوالي او محکمه پریکړه وکړي.«

دا په داسې حال کې ده چې حقوق پوهان بیا په دې باور دي چې د قوانینو له مخې پولیس یوازې د جرمونو د کشف او تورنو کسانو د نیولو دنده لري.

د حقوقي چارو کارپوه څارنوال شفیق دویچه ویله ته وویل چې د افغانستان د جزایي اجراتو قانون چې اوس هم د تطبیق وړ بلل کیدلی شي حکم کوي، چې پولیس مکلف دي په ۷۲ ساعتونو کې د تورن شخص د اجراتو محضر، د قضیې اړوند سندونه او راټول شوي دلایل ټول له قضیې او مظنون سره یو ځای څارنوالي ته وسپاري.

BG I Das verlassene Gefängnis der Taliban-Häftlinge in Kabulپه کابل په پلچرخي زندان کې يو طالب جنګیالی

څارنوال شفیق له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «دلته ستونزه دا ده، چې په عمومي کچه کشفي ارګانونه له قانوني سرغړونو سره مخ کیږي او د مظنونینو حقونه تر پښو لاندې کوي، که څه هم پخوا هم دا سرغړونې کیدې، خو پخوا څارنوالانو متخلف کشفي او جنایي پولیس تر عدلیي تعقیب لاندې نیول او دوسیې یې نظامي څارنوالۍ ته لیږل کیدې.«

داسې ویل کیږي چې تر اوسه په کابل او ولایتونو کې څارنوالانو خپلې دندې نه دي پیل کړي او له همدې امله د بندیانو په دوسیو هم کار نه دی شوی.

د افغانستان د سترې محکمې د عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس مولوي عبدالبصیر مشعل، دویچه ویله ته وویل چې په کابل کې د سترې محکمې او په ولایتونو کې د استیناف محکمو په مشرۍ د یو شمېر ادارو ګډ پلاوی ټاکل شوی چې د طالبانو له لورې د نیولو شویو بندیانو په اړه پریکړه وکړي.

مشعل وویل: «د مختلفو ارګانونو یو هئیت جوړ شوی دی، چې مشري یې ستره محکمه کوي. دا هئیت زندانو ته ورځي او هلته د بندیانو قضیې او دوسیې ګوري او برسي کوی یې، ځینې چې دوسیې یې سپکې وي، سمدستي ازادیږي او د چا چې جرمونو لوی او دوسیې سختې وي، د هغوی قضیې به ابتدایه محکمو ته لیږل کیږي.«

اوسمهال په کابل او ولایتونو کې د طالبانو حکومت له لورې نیول شوي زرګونه بندیان په زندانونو کې ساتل کیږي، دا چې آیا رښتیا به هم نږدې راتلونکي کې د دغه بندیانو قضیو ته رسیده ګي وشي دا به راتلوونګي په ډاګه کړي. بل لوري ته د رپوټونو په حواله، د طالبانو په حاکمیت کې ګڼ شمیر کم سنه مجرمین هم په زندانونو کې ساتل کیږي چې له حقوقي پلوه هم دغه کار د سرغړونې په توګه ګڼل کیږي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.