د طالبانو شپږ میاشتې: افغانان خوندي خو بې وزله او لږ هیله مند دي

666

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ شپږ میاشتې کيږي. دغه هیواد د څو لسیزو په پرتله د امنیت احساس کوي او تاوتریخوالی پکې لږ شوی، خو د نورو پر مرستو ولاړ اقتصاد یې له سقوط سره مخ دی او بې وزلي په ډیریدو ده.

Afghanistan I Taliban stellen Sieg über die USA zur Schauله هغه وخت راهيسي چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي له دغه هيواد څخه په زرونو په تیره بيا لوستي کسان وتلي یا هم ویستل شوي دي. دغو ټولو وتلو کسانو یا د ځان په اړه یا د خپل راتلونکي اقتصاد او یا هم د طالبانو تر کنټرول لاندي د آزادۍ له نشتوالي ويره لرله.

طالبان چې کله په لومړي ځل په ۱۹۹۰ لسیزو کې واک ته ورسیدل هغه مهال یې د خپلو عقایدو او باورونو پر اساس نجونې له ښوونځیو منع کړې او ښځې یې له کوره بهر کار ته نه پریښودې.

نن سه شنبه د ( فبروروۍ ۱۵مه) شپږ میاشتې پوره شوې چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په پټه له افغانستانه ووت او واک طالبانو ته په لاس ورغی. اوس د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې طالب جنګيالي په کوڅو او سړکونو کې دي او لا هم خلک د دوی په لیدو ډاریږي، خو ښځې په لارو کوڅو کې لیدل کیږي او ځوانان غربي جامې اغوندي. د ۱۹۹۰ لسیزې برعکس، طالبانو ځینو ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړې ده.

د طالبانو د روغتیا او پوهنې په وزارتونو کې ښځې بېرته خپلو دندو ته ستنې شوې دي او همدارنګه د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې، هم ډېر وخت د نارینه وو تر څنګ ښځي لیدل کیږي. خو ښځې اوس هم په نورو وزارتونو کې کار ته د ستنیدو له پاره په تمه دي. په زرگونو دندې د اقتصادي سقوط له امله له لاسه ورکړل شوي چې تر ټولو ډېر زیان پکې ښځو لیدلی.

طالبانو د هغو ښځو د اعتراضونو مخه نیولې او ځورولي یې دي چې د خپلو حقونو له پاره یې د افغانستان په مختلفو سیمو کې لاریونونه کول. همدا تیره اونۍ طالبانو دوه هغه بهرني خبریالان چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره يې کار کاوه، د لنډ وخت له پاره توقیف کړي ول او بیا وروسته یې بیرته آزاد کړل.

بل لوري ته د لومړي ټولګي نجونې زده کوونکې ښوونځي ته ځي او په ډېرو سیمو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته نه ځي، خو طالبانو ژمنه کړې ده چې د نوي لمریز کال له پیله به ټولې نجونې ښوونځي ته ځي. پوهنتونه هم په تدریجي ډول پرانیستل کیږي، خو په همدومره موده کې خصوصي پوهنتونه او ښوونځي نه دي تړل شوي.

په افغانستان کې بي وزلي ورځ تر بلې ډیریږي او هغوی چې پیسې هم لري له ستونزو سره مخ دي. سربیره پر دې د بانکونو مخ ته د خلکو اوږده کتارونه ولاړ دي. ځیني وخت په اونۍ کې خلک د ۲۰۰ ډالرو د اخیستلو له پاره ورځې او ټوله ورځ ورته په تمه کیږي.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د افغانستان تر ۹ میلیارده ډېره شتمني کنګل شوې. تیره اونۍ د امریکا ولسمشر جو بایدن اعلان وکړ چې په امریکا متحده ايالاتو کې کنګل شوې د افغانستان زېرمې چې تقريبا اووه ميليارده ډالره کیږي، پر دوو برخو به ووېشل شي: ۳،۵ ميليارده ډالره به د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو د قربانيانو کورنيو ته تاوان له پاره وساتل شي او باقي برخه به يې په افغانستان کې د بشري مرستو له پاره مصرف شي.

د جوبايد دغي پريکړي ډېر افغانان ناراضه کړي دي. پخوانیو سياستوالو، پيژندل شويو شخصيتونو او طالبانو دغه پرېکړه ناسمه بللې ده او تور پورې کوي چې امریکا د افغانستان پیسې اخلي. طالبان هڅه کوي چې په رسمیت وپیژندل شي او ټینګار کوي چې د یو ټولشموله حکومت ټول شرایط یې پوره کړي دي. خو نړیوال پر ټول شموله حکومت، د ښځو او اقلیتونو د حقونو پر تضمین ټینګار کوي.

د نړیوال کړکېچ او اسیا ګروپ پرواګرام لوړ پوړی سلاکار ګریم سمیټ وایي چې دا بندیزونه به برعکس پایله ولري. هغه وايي چې پر طالبانو اقتصادي فشار به د دې لامل شي چې خلک به له افغانستان څخه تښتي او د مهاجرت یو بل بحران به رامنځ ته کړي.

نوموړي وویل: «د طالبانو د واکنۍ تیري شپږ میاشتي په تیرو څلور لسیزو کې تر ټولو امنې وې چې افغانستان ترې خوند اخیستی.»

طالبانو د هيواد د پاسپورت دفتر بېرته پرانیستی دی او هره ورځ زرګونه خلک دغې ادارې ته مراجعه کوي خو بیا هم په دې برخه کې وخت نا وخت د ستونزو خبر ورکول کیږي. افغانان کولای شي د مناسبو اسنادو په درلودلو سفر وکړي.

د پخواني حکومت یو شمیر پخواني چارواکي چې متحده ایالاتو یې ملاتړ کوه بیرته افغانستان ته راستانه شوي. له راستنو شویو کسانو څخه یو هم پخوانی سفیر عمر زاخیلوال دی.

هغه وویل چې د طالبانو له خوا هیڅ ډول کرکې او کینې سره نه دی مخ شوی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.