طالبان: میربچه کوټ کې وژل شوی کس بې‌ګناه نه و

437

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې وژل شوی کس په امنیتي پېښو کې لاس درلود.

د میربچه کوټ ولسوالۍ خلک بیا ادعا کوي، چې د طالبانو امنیتي سرتېرو دغه ځوان پرون دوشنبه د دې ولسوالۍ په باغ‌والي سیمه کې وواژه.

یادو اوسېدونکو د نوموړي جسد پر سړک رایستلی او د اعتراض په ډول یې د طالبانو ضد شعارونه ورکړي دي.

دوی وایي، که څوک مجرم وي باید ونیول شي او بندي شي، نه دا چې د سړک پر سر په ډزو ووېشتل شي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ځانګړو ځواکونو قطعې د کابل ولایت په میربچه کوټ کې د اخلالګرو په خلاف عمليات درلودل چې په پايله کې يې درې کسان ونيول شول یو کس چې له نيول کیدو وروسته يې د تیښتې هڅه وکړه د ځواکونو له لورې په نښه شو او ووژل شو.

دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې داسې اسناد شتون لري نیول شوي کسان ځينې شرارتونو او امنيتي پيښو کې لاس درلود.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.