د دولت د شاه ډکون

632

۱۸ دلوې، ۱۴۰۰

په کلیو او بانډو کې چې کوم ځای انجنران، سیند او یا خوړ ته استنادي دیوال جوړ کړي نو د انجنرانو، ولسي خلکو ته اړین هدایت دا وي څو د دیوال شاه ډکه کړي.

د دوی په وینا چې دا یو تخنیکي اصل ده او که مراعات یې نکړي، دیوال نړیږي. بل لور ته د ټولنې د انجن انجنران او همدارنګه د جنګ او معرکې د ډګر انجنران هم عین خبره کوي او وایي، له مخې نه ویره مه لرئ بلکې د اجتماعي استنادي دیوال (دولت) شاه ډکه وساتئ. پورته خبرې چې ما یې د ننۍ ورځې د انجنرانو له خولې حواله ورکړې په اصل کې د دوي خبرې او هدایات نه دي او نه کیدلای شي، بلکې دا د کاڼې د کرښې هدایات او خبرې د بشریت لپاره د رالیږل شوي رحمت اللعلمین (صل الله علیه وسلم) خبرې او ویناوې دي. تفصیل ته یې نه ور داخلیږم ( د احد جنګ او د الله د استازي (صل الله علیه وسلم) استخباراتي کړنلاره دواړه د دولت د پایښت لپاره د استنادي دیوال د شاه د ډکون هدایات دي). نو له همدې لپاره یې د پرون ورځې د اتلانو او د سبا ورځې چې معلومه نده چې دوی به خپله اتلولي وساتلی شي او که د خاورو سره به یې خاورې کړي، خو زه یې د ساتلو په هیله، خپل شته ماده وار د دوی پر وړاندې ږدم.

  • د دولت د شاه د ډکون عمده مواد ملي ګټې دي. د ملي ګټو په ګوته کول، تعریفول او د قانون برخه ګرځول د دولت شاه داسې ډکوي لکه چهارمغز چې په کلیو ډک وي. ما له خپله آنده ملي ګټې په یوه بله لیکنه کې په ګوته کړي، نور د هم په ګوته کړي.
  • په تیرو شپږو میاشتو کې تر کومه چې څرګنده ده اسلامي آمارت یواځې د جهاد بدني اړخ په پام کې نیولای، د مالي، قلمي او ژبني جهاد کوونکو ته یې په درنه نه دي کتلي. د دې مجاهدینو تعداد د بدني جهاد له افرادو نه ډیر ده. په دوی کې داسې څیرې شتون لري چې د نړۍ په کچه لوی عالمان دي، مثالونه یې په لسګونو دي خو زه یې یواځې د څو شخصیتونو ذکر کوم. ډاکتر فاروق اعظم په کابل کې، عبدالرحمن الفت په سعودي عربستان کې، ډاکتر صاحب روستا ترکی په فرانسه کې، او عبدالباقي خوګیاڼی په کابل کې.
  • د حکامون استواره پاتې کېدل د شاه د ډکون بل اصل ده، مشران باید ورته متوجه وي، په خارجي سفرونو کې ډیر احتیاط وکړي. بهرنیان اکثرا د استخباراتي اغراضو لپاره د سفرونو بند و بست کوي چې د مقابل لوري د ضعف نقاط ځان ته معلوم کړي او بیا هماغسې مخکې لاړ شي.
  • د تجربو له مخې د مادیاتو پر وړاندې ډیری تعداد خلک ډیر زیان منونکي وي چې په دوی کې ملا صاحبان هم راځي، دې ټکي ته خاصه توجه پکار ده. که عام خلک خراب شي نو ملا به یې اصلاح کړي او خدای (ج) مکړه که د ملا پښې مادیاتو ته وښویږي، ټول جماعت به ورسره په سیند لاهو شي، دلته هم د خفیه استخباراتي ډکون خبره ده.
  • د یتیمانو او معلولینو پالل که هغه خپل وي او که د مقابل لوري، د استنادي دیوال د شاه ډکون ده او دا پالل د اسلام د پیل نه په ډیر درنښت شوي او بیا وروسته نورې نړۍ خپل کړي او مسلمانانو شاته غورځولي.
  • د دولت په اډانه کې د بیروني استخباراتو رخنه په وعدو او مادیاتو د یو کم تعداد پس فطرته اشخاصو خوله خوږول اسلامي دولت له اصلي اهدافو لرې کولای او حتی ړنګولای شي چې ښکاره بیلګه یې د شهید دواد خان نظام ړنګول دي.
  • تیرې شپږ میاشتې هسې که هغه د رسمیت پېژندلو په مورد کې وي او یا دي او یا د بشري مرستو د راجلبولو په مورد کې، دا د نظام د استنادي دیوال د شاه د ډګون د هڅو پرځای د مخې ډکون ده، په دې مورد کې په پالیسیو بیا کتنه پکار ده. په دې برخه کې عمودي تلل نه بلکې په کور دننه او بهر موازي تلل د دولت ستنې مظبوطوي.
  • مالیات او د مالیاتو تنظیم بل اساسي اصل ده چې د دولت شاه ډکوي. په افغانستان کې له لس ګونو کلونو راپدیخوا مالیاتي سیستم کارا نه وه او نه ده. د مالیاتو په عامولو او په ټوله کې په ټول مالیاتي سیستم له سره غور پکار ده. نوی سیستم باید د مالیات بر عایدات په بڼه تنظیم شي. د باغ مالیه باید د ځمکې له مالیې نه توپیر ولري، بازارو ته لنډې د ترکاریو د ځمکو مالیه باید د یوې لرې سییمې د جوارو او غنمو د ځمکو د ماليې نه متفاوته وي. مالیه باید دومره عامه شي چې یوه کونډه ښځه د دوه چرګو د شلو هګیو مالیه ورکړي، د دولتي او خصوصي سکتور د برخې کارکوونکي په مالیه ورکولو مکلف شي. د مالیاتي سیستم په رغونه به یو تعداد د نظام مخالفین تر څه وخته سر او صدا جوړه کړي خو اوس د انټرنټ زمانه ده او خلک په دې پوهیږي جې د ملک پیشرفت یې همدې مالیې پورې تړلی ده.
  • د خصوصې سکتور وده او په دې سکتور کې په پراخه کچه اشتغال زائي هغه څه دي چې د دولت شاه ډکوي.
  • په ټولنه کې یو رنګي او د عدالت تامین بل مهم اصل ده چې د دولت مټې مظبوطوي.
  • د نرو او ښځو لپاره تعلیم عامه ول، تخصصي کول، هرې تولیدي برخې ته د هماغه برخې د کارپوهانو وړاندې کول بل اساسي اصل ده چې د دولت مټې قوي کوي، له دې سره هم د تولید د کمیت او کیفیت کچه پورته ځي او د تازه دندو ایجاد سره مرسته کوي.
  • د عثماني امپراطورۍ حکامو څو سوه کاله نیمه نړۍ له کېږدیو اداره کړې او له قصر نشیني سره یې د زوال پیل شروع شوی. قصر نشیني یو وسیع مفهوم ده، له دې څخه مراد په قصر کې استوګنه نه ده بلکې مراد ترې په عشرت کې ډوبیدل، اخرت هیرول، دنیا ته مخه کول او له رعیت نه ناخبرتیا ده.
  • تر کومه چې معلومه ده د اسلامي آمارت نظامي تشکیلاتو کوم خاص تغیر نه دی موندلای، هر څومره ژر چې کیدلای شي مجاهدین باید په رتبو او کافي معاش ونازول شي او ژر تر ژره بایو متریک شي چې فساد ته لار هواره نه شي.

و ما علینا الا البلاغ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.