د مالیی وزارت او دولتی تصدیو د عمومی ریاست د پام وړ

غلام نبی ګل 

266

                   ١٤٠٢/٧/٢٥

یو مجاهد ورور می له خارج نه راته  ټیلفون وکړ چی زوی ته یی د جلال اباد په کوم هوټل کی کوټه کرایه کړم ویل یی چی ښه هوټل وی ما ورته وویل چی سپین غر هوټل مناسب ځای ده او پدی سطحه هوټل افغانستان خو پریږده حتا په سیمه کی نلرو په نټ کی می کوشش وکړ چی د هوټل نمره پیدا او بیه بیویه یی معلومه کړم په نټ کی پیدا نشو په تشویش شوم چی دومره نامداره هوټل او د تبلیغاتو برخه نه درلودل د کمزوری مدیریت نښه ده ورغلم مازیګرناوخته ماښام ته نژدی وخت وه په هوټل کی ګڼه ګوڼه نه وه یواځی یو نفرمی د خپلی میرمنی اویو ماشوم سره ولیدل خفه شوم چی دومره ښایسته هوټل او مراجعین نه درلودل. په هرحال د معلوماتوشعبی ته یی ورغلم یونفر پکی ناست وه وروسته د کوټی له لیدلو څخه می کوته کرایه کړه خود تشناب د کمود ډیګی یی سرپوښ نه درلوده د معلوماتو ورکولو نفرته می وویل چی: دومره قیمتی هوټل او د مرمت خیال یی نه ساتل د وطندوستی لپاره ښه علامه نه ګڼم. ما د معلوماتو د ورکولو نفر نه پوښتنه وکړه چی تعلیم دې کړی هغه وویل نه او بیا یی زیاته کړه دا د مشرانو کار دی نوموړی د اجتماعی اخلاقو نه پوره وه خو دومره پوره هم نه چی د دومره اجتماعی پست لپاره د نور ونه روزل شی.

د شپی می د هوټل د څلویښتو کالو مخکی وخت را یاد شو چی په هوټل کی به ځای نه وه چا به د هوټل د باغ په ګلانو کی عکسونه اخستل چا به د خارجیانو سره ګوډه ماته انګلیسی ویلي بعضی خلک به بیرته تلل چی په هوټل کی به خالی کوټه نه وه د یو افغان په حیث د هوټل حالت خواشینی کړی وم له ځان سره می وویل چی د مالیی وزارت د دولتی شرکتونو له عمومی ریاست سره به تماس نیسم بیرته پښیمانه شوم چی غږ د څوک نه اوری هسی د ځان غوښی مه خوره.

د شپی ترډیره وخته خوب رانغی خپله د دیرش کالو مخکی لنډی می چی د وطن سره په تړاو می ویلی وه را یاده شوه

(ترڅویی وران وطن جوړیږی

 د معلم ګل سترګی به پټی په مرګ وینه)

همدا لنډی می د ځان سره زمزمه کوله خوب وړی وم.

سهار می دا بی مالکه هوټل بیا را یاد شو له ځان سره می وویل چی د دی هوټل په مالکینو کی خو ته هم راځی ته څه کولی شی په همدی وخت کی می په کورکی د ګلانو د تخمونو په کڅوړو سترګی ولږیدی خوشحاله شوم بی له ځنډه می تصمیم ونیو چی دا د ګلانو تخمونه به هوټل ته وړم ترڅو د هوټل د ګلانو هغه پخوانی برم بیا تازه شی دا چی نیم کله باغوان یم دستی لاس په کار شوم د ګلانو د هری نوعی نه می لږلږ جداکړه په کاغذ کی می نوم ورته ولیکه او بیا می په یوه لویه خلطه کی جمع کړل دهوتل په لور وخوځیدم لس روپګی رکشاه ته می ځان برابرکړ په لاره می هغه خبری چی د هوټل مشرته یی وکړم له ځان سره غوټه کړی.

هوټل ته په رسیدو په هوټل کی بیا هم فضا سړه وه د معلوماتو په شعبه کی می د هوتل د مشرپوښتنه وکړه همغه پرونی نفر را ته د ګوتی په اشاره وویل دغه ده هغه ته می د سلام او کلام وروسته وویل چی راځه په هغه کوچ کی کینو تاته می ګران بیعه تحفه راوړی لدی سره به دا هوټل ډیر ښکلی شی او خلک به ووایی په رښتیا چی ننګرهار د ګلو هار دی.

د هوتل مشر می نجیب او شریف انسان ولید له خبرو یی وپوهیدم چی پخپل مسلک کی کافی پوهه لری خو د ما یوسی نښی له ورایه پکی ښکاره وی نوموړی هم زما په شان د هوټل خوار او زار حالت خواشینی کړی وه د هوټل په اړه یی ډیر معلومات را نکړه فکر کوم ډاریده چی له وظیفی یی څوک لری نکړی خوما ورته د هوټل د تیر برم قصی وکړی اوهم می د هغو تخمونو په هکله معلومات ورکړه چی ما وروړی وه نوموړی چپ وه خو چوپتیا یی ماته کړه ماته یی وویل چی دا هوتل او باغ په شپږ دیرش جریبه ځمکه کی جوړ ده پخوا یی نهه څلویښت نفره کارکوونکی درلودل اوس یی له مرکز نه ډیر لری کړیدی يواځی اتلس تنه پاتی دی پدی کی څوکسه باغوانان دی له سهاره تر ببګاه کارکوی له شاخه بری او د ونو د پاڼو له پاکولو نه وزګاریږی چی ګلان وکری ما ورته وویل زه به ستاسو او په هوټل کی شته ستونځی د یوی لیکنی له لاری د مشرانو تر غوږو ورسوم او ډاډه یم چی اړونده چارواکی به شته ستونځو ته رسیدګی وکړی.

په ناهیلی می د ګلانو تخمونه بیرته د ځان سره را واخستل او د هوټل مشر ته می وویل خیر د وی دا تخمونه به د ننګرهار ښاروالی ته یوسم چی په باغونوکی یی وکری همداسی می وکړل او تخمونه می په ښاروالی کی د باغونو مسول ته وسپارل او دا می هم ورته وویل چی زه یی بیا پوښتنه کوم خدای دې خیر ورکړی د چایو سست غوندی ست یی هم راته وکړ.

په وزارت مالیه کی د دولتی تصدیو د عمومی ریاست نه غوښتنه کوم چی زما معززو ورونو تاسو له خپل دولت او امارت اسلامی سره د خواخوږی په وجه داسی کار مه کوی لکه هغه زړی ښځی چی کړیوه قصه داسی وه چی یو باز خپل ښکار د یوی زړی ښځی په باغچه کی ښکته کړی وه باز د خپل ښکار په خوړلو وه فکر یی نه وه زړی ښځی نیولی وه چی نوکانوته یی ورته کتلی ګوری چی نوکان یی ډیر لوی دی باز ته یی ویلی وه مور د جار شه لکه چی مور د مړه ده چی دا نوکان دی دومره لوی شوی بی له ځنډه یی د باز نوکان پری کړی وه.

لکه باز چی په نوکانو ښکار کوی هوټلونه او دولتی تصدی په پیسو مصرفولو ښکار کوی خلک ځانته را کاږی اوپدی ډول یږه روپی پنځوس ګټی دا خبره به تاسو اوریدلی وی چی خلک وایی پیسی، پیسی! ګټی.

وړاندیزونه

١-تاریخی ارزښت لرونکی هوټلونه دی د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ورکړل شی.

٢-عادی هوټلونه اونوری تصدی دی شخصی سکتور ته ورکړل شی که وزارت مالیه یی د ځان سره ساتی نو مناسبه سرمایه‌گذاری دې پری وکړی

٣- پدی د بیکاری حالت کی د وزارت مالیه او نور وزارتونه د کار کوونکو کمولو ته زړه نه ښه کوی.

٤-تر هغی چی په کافی اندازه بهرنی سیلانیان هیواد ته راماتیږی د دولتی هوټلونو د کوټو کرایه دی د مارکیټ سره برابره شی تر څو عواید راوړی او هوټلونه په خپلو پښو ودریږی.

٥-د ټولو دولتی هوټلونو لپاره دی تبلیغات وشی غټی غټی بریښنایی لوحی دی په هر ځای کی ولګول شی په (ګوګل مپ) کی دی اضافه او هوټلونه دی وایفای ته لاس رسی ولری.

٦-د ټولو هوټلونو ګل او ګلکاری، نظافت او ډیکوریشن ته دی خاصه توجه وشی.

٧-د ټولو هوټلونو پرسونل ته دی خاصی زده کړی ورکړی شی او په یونیفورم دی سمبال شی.

و ما علینا اللبلاغ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.