د کلیو د بیا رغونې او پراختیا، اوبو او انرژۍ، د کرنې اوبو لګولو او مالداري وزارتونو د پام وړ

غلام نبی ګل

277

د یو تعداد ورونو د کور ودان وی باربار دولت ته دمیډیا له لاری مشوری ور کوی او په کراتو داکار کوی غیر لدی چی تقدیرشی او یا تری کوم جناب مننه وکړی په هر حال بعضی خبری او مشوری د جدیت ایجاب کوی.

داسلامی امارت له راتلو وړاندی په سیمه کی د وچکالی جدی ګواښ موجود وه اسلامی امارت کال نیم وړاندی دی نقطی ته متوجه شو او یا چا متوجه کړل په لوړو پوړیو کی فیصله پدی وشوه چی چک ډیمونوته پیسی پیداکړی دا کار یی وکړ اوعملا لاس په کار شوه یو تعداد چک ډیمونه یی هم جوړ کړه د مطبوعاتو له خولی چی یو تعداد یی بیرته تخریب هم شوه اودولت اخته دی په نورو چک ډیمونو کار کوی همدا د روژی په یویشتمه  په خبرونو کی په خوست ولايت کی د نورو چک ډیمونو د جوړیدو خبر خپور شو زه باوری یم چی یو ورځ نه یو ورځ به اسلامی امارت یا دولت دی نقطی ته متوجه کیږی چی کار اهل د کار ته وسپاری تعلیم،مسلکی توب،تجربی او تخصص ته به اهمیت ورکړی اوکه داسی ونه کړی لکه د چک ډیمود پروژو په شان به مو نوری غټی او وړی پروژی خدای مکړه هم د ناکامی خواته لاړی شی او بیا به ډیره ناوخته وی.

امیرعبدالرحمن خان بیسواده وه په لیک او لوست نه پوهیده اما پیاوړی مدبر مد یر وه نوموړی چی د خپل د کاکا لور سره نامزاد وه د کاکا لور یی باسواده وه عبدالرحمن خان په مزار شريف اویا بخارا کی وه او د کاکا لور یی په کابل وه نامزادی یی ورته خط ولیږه چی کله خط عبدالرحمن خان ته ورسېده عبدالرحمن خان خط د پاکټ نه را وویست ښکته پورته یی ورته وکتل ښکل یی کړ خو خط ورسره خبری ونکړی عبدالرحمن خان ډیر مایوسه شو ځکه د خپلی نامزادی خط یی په خپل منشی نشو لوستلای عبدالرحمن خان جدی تصمیم ونیو چی زده کړی او پوهی ته اهمیت ورکړی مصمم شو چی کم وخت کی باسواده شی او د خپلی نامزادی خط پخپله ولولی همداسی وشوه موږ وایو د ژوند په هره برخه کی دی د اسلامی امارت مشران په ځانګړی ډول تصمیم نیوونکی جدی تصمیم ونیسی او مسلکی توب ته د اهمیت ورکړی زه باوری یم چی په لنډ وخت کی به د خپل هیواد د انکشاف خطونه اوفصلونه پخپله ولولی.

په همدی مشخصه موضوع (چک ډیمونو) چی د جوړیدو انګیزه یی د وچکالی له ګواښ نه رامنځ ته شوی مشخص وړاند یزونه لرم زه نه پوهیږم چی د اقلیم په اړه د ملل متحد په مرسته په ننګرهار پوهنتون کی نړیوال کنفرانس په دی اړه اسلامی امارت او نړیوالی ټولنی ته کوم مشخص وړاندیزونه شوی او کنه؟خو زه به خپلی تجربی ورسره شریکی کړم.

د مطبوعاتو له خولی چی یو تعداد نوی جوړ شوی چک ډیمونه د سیلابونو په وسیله تخریب شوی دا چی په کارونو کی عملا ستونزی مخی ته راغلی نو په داسی یو حالت کی په احتیاط مخته تګ په کار ده څو دی چاری باندی له سره غور وشی.

وړاندیزونه دا دی:

١: اړونده اداری دی د یو اعلان په ذریعه د موضوع اړوند مسلکی او متخصص افرادو ته دعوت ورکړی او دا کسان دی د یو بورډ په بڼه د راپیښو او راپیښیدونکو ستونزو حل راوباسی په ټولنه کی داسی کسان شته چی په همدی برخه کی یی زده کړی کړی.

٢: د چک ډیمونو په سروی،ډیزاین،موقعیت ځنګلی او غیر ځنګلی ساحه،غرنی ساحه او اواره ساحه د مسلکی کسانو له خوا مطالعه شی.

٣: یواځی چک ډیم نه دی دا یو لوی باب دی او دا باب سره تړلی دی چک ډیم بی د ځنګل د خاوری او اراضی او په سیمه کی د سیلابونو د تاریخچی نه غیر نشی مطالعه کیدی نو دا هر څه باید تړلی مطالعه شی.

٤: کوم مسلکی بورډ چی ما یی مخکی سطر کی یادونه وکړه دا باید ټول افغانستان مطالعه کړی چی چک ډیمونو نه غیر نوری کومی لاری دی چی موږ خپلی اوبه بحرونو ته له ورتګ راحصاری کړو د مثال په ډول مونږ څنګه کولی شو د هیواد موسمی واړه سیندونه او رودونه د اب خیزی په وخت کی چی اوبه یی له اړتیا زیاتی وی نژدی او لری دښتو ته رهنمایی کړو اود مصنوعی ډنډونو په ذریعه یی ذخیره کړو د مثال په ډول د کابل سیند  خواجه رواش طرف ته اود لغمان الیشنګ سیند بابا صیب دښتی ته او داسی نور واړه سیندونه او رودونه.

٥: د ځنګلونو رغاوي او د نوو ځنګلونو کینول زموږ سره د سیلابونو او بارانی اوبو په مهارولو کی غټه مرسته کولی شی.

٦: د شخصی سکتور له لاری او یا د عامو افرادو له لاری د مصنوعي ځنګلونو ایجاد چی دولت شاړی ځمکی ورکړی نړیوالی موسسی چی د اقلیم په برخه کی کار کوی  دی افرادو ته اوږد مهاله پور ورکړی او دا خلک د ځنګلونو د احداث له لاری هم پور ادا کړی او هم د سوونګ لرګیو د خرڅلاو له لاری خپل ژوند مخ ته بوزی.

٧: د چک ډیمونو په اړه بله د پام وړ ستونزه د سیلابونو په ذریعه چی غټی ګټی او نور روسوبات  له ځان سره لری د چک ډیمونو ډګیدل دی که سیلابونه یی تخریب هم نکړی په عادی ډول هم له استفادی لویږی لکه همدا اوس چی زموږ د برق د اوبو بعضی ډنډونه له کاره لویدلی او د بعضی د اوبو حجم په لوړه کچه کم شوی ده نو اړینه ده چی د چک ډیمونو موقعیت دقیق او له هر اړخیزی مطالعی وروسته انتخاب شی.

و ما علینا اللبلاغ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.