طالب چیرته وو او چیرته په حرکت کې دی؟

غلام نبی(ګل)

1,003

١٤٠٠/١١/٢٩

د زمان په تیریدو بعضی کلمی ډیری پراخیږي او په خپل وجود کی پراخه مفاهیم رانغاړی او بعضی بیا وړوکی کیږی له میلاد څخه مخکی په پخوانی یونان کی پیداګوګ یا پیداګوګاس هغه چا ته ویل کیده چی د متمولو او ثروتمندو اشخاصو اولادونه به یی مدرسو او یا مکتبونو ته وړل راوړل د وخت په تیریدو دا کلمه په پراخ مفهوم بدله شوه یعنی پیداګوژی ، تعلیم او تربيه یا ښوونه او روزنه په همدی ډول د پاچا او امپراتور کلمه چی یو وخت په ډیر پراخه مفهوم وه اوس بازار نه لری اوس راځم اصلی مطلب ته :همدا شپیته اویا کاله وړاندی چی به چا د طالب کلمه اوریده نو په فکر کی به یی داسی څوک انځور شو چی یو نیمچه یا پوره ځوان ده چپلکی یی په پښو دی پټکی یی تړلی په کومه مدرسه یا په کوم مسجد کی د کوم مدرس نه دینی درس وایی خو اوس داسی نه ده اوس چی څوک د طالب کلمه واوری په ذهن کی یی پراخه مفاهم ګرځی راګرځی اوس دا کلمه د کور او کلی او اسلامی هیوادونو پوری منحصره کلمه نه ده بلکی نړی شموله شوی ده اوس چی څوک د طالب کلمه واوری سمدستی یی په ذهن کی دا راګرځی هغه چی امریکا یی ماته کړه هغه چی ناټو یی په کونه کینوله هغه چی په ارګ ورننوتل هغه چی ټول مجرمین او پردی پال یی معاف  کړل هغه چی په  خپلو ږیرو او پګړیو یی خپل او د اسلامی نړی پخوانی پاچایان خاکو ته ور په زړه کړل  هغه چی په ارګ یی لوبیا،ټیپر،کچالو او دال نخود ورننباستل هغه چی په ارګ کی یی د شرابو پر ځای شړومبی رواج کړی هغه چی خپلی ملی جامی یی نړیوالو ته ور وپيژندلی هغه چی په اسلامی دیپلوماسی کی پوره لاس لری او داسی نور صفتونه.

د دومره بلا صفتونو د څښتن حافظه باید ډیره قوی وی ماضی قریب او ماضی بعید باید په یاد ولری په ماضی قریب کی دوی خپله یا د دوی پلارونو اتحاد جما هیر شوروی ماته کړی وه سنټو یی په کونه کینولی وه د افغان او مجاهد کلمه يی نړی شموله کړی وه او په ماضی بعید کی نور ملی مبارزین وه چی د همدوی په شان ملایانو (ملا مشک عالم، ملا نجم الدین اخونزاده ،چکنورملاصاحب)او قومی مخورو رهبری کول او د وخت هغه امپراتوری ته یی د سر په کاسه کی اوبه ورکړی وی چی لمر یی په قلمرو کی غروب نه کاوه دا ناول همدلته نه ختمیږی او که خدای (ج) مکړه زموږ دا نظامی او سیاسی ناول ختم شی او په ادامه یی اقتصادی او کلتوری ناول پیل نه کړواو لاس په کار نه شو بیا به مو اولادونه بل ناول پیلوی زما ویره دا ده هڅی نه چی درباری مداحان مو په پچه ودروی او هندوستان را باندی وګوری.

د نړی په تاریخ کی اکثریت نظامی خوځښتونه تر بری وروسته په اقتصادی، کلتوری او علمی خوځښتونو بدل شوی همدا زموږ معزز اسلام په لومړیو کی (د مشرکینو د لجاجت په وجه) نظامی خوځښت وه او په کمه موده کی داسی په اقتصادی، کلتوری اوعلمی خوځښت واوښت چی یواځی په اوسنی بغداد کی چی ژبه یی هم عربی نه وه تر ٢٠٠٠ ډیر علمی او کلتوری مرکزونه او مدرسی وی دی مدرسو کی یواځی قران شریف، حدیث، منطق، فقه او کلام نه تدریس کیدل بلکی ریاضی ، نجوم او نور د وخت مروج دنیایی علوم هم تدریس کیدل دا قاعده بغدادی چی موږ او تاسو ټولو لوستی د غیر عربی ژبو لپاره په هماغه وخت کی لیکل شوی د دی لیکنی دومره اوږده مقدمه د دی لپاره ده څو طالبی نظامی خوځښت په ټوله معنا عیار اقتصادی، کلتوری او علمی خوځښت تبدیل شی تر څو مو نظامیان هم طیاره جوړه کړی هم یی هوا ته پورته کړی اوهم یی سالمه بیرته په ځمکه کینوی او همدا رنګه مو غنم په ګودامو کی بټوکا وکړی څو اینده نسلونه په تاریخ کی داسی څه ونه ګوری چی طالبی خوځښت یواځی یو نظامی خوځښت وه بلکی د دی په دوام باید ولولی چی دا خوځښت بیا په اقتصادی، کلتوری او علمی خوځښت واوښت او د پیړیو پیړیو دردونو او نا خوالو ته یی خاتمه ورکړه.

وما علینا الا البلاغ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.