آیا د طالبانو په شتون کې د هیواد راون بحران ختمیدای شي؟

شاه ولی ارین

730

زموږ په ګران هیواد افغانستان کې د څلویښتو کلونو نه د زیاتې نیابتي جګړې یو اساسي لامل همدا کیدای شي، چې د بهرنیانو په لمسون هیوادوالو ونه شو کولای، د خپل هیواد واقعیتونه درک کړي، د هیواد د اړتیاوو او د زمان د غوښتنو سره سم د وخت له نظامونو سره په همغږۍ کې د اصلاحاتو له پاره کار وکړي، نه د نظام د کمزوره کولو او له پښو نه د غورزولو په لار کې، استعماري طاقتونو او حریصو ګاونډیو زموږ د هیوادوالو له دغه ضعف نه تل ګټه پورته کړي او د خپلو شومو موخو د عملي کولو له پاره یې نیابتي جګړې دومره ګرمې وساتې چې په میلیونونو هیوادوال یې شهیدان، معلول، معیوب او هیواد پریښولو ته اړویستل، د هیواد ټول مادي او معنوي ارزښتونه یې له سترو ګواښونو او حتا له منځه وړلو سره مخ کړل.

دا یو مسلم حقیقت دی، چې هر نظام، ځانته ځانګړي موخې او تکلارې لري، یو هم نه غواړي چې هیواد وران ویجاړ کړي، بلکې هریو د هیواد د ابادۍ او سوکالۍ ارمان لري، البته بدون له هغو نظانونو نه چې له بهر نه د استعمار له خوا په افغان ولس تپل کېږي.

په تېر څلویښت کلن له غمیزو نه ډک بهېر کې باید افغانانو خپل دوستان او دښمنان، د هیواد داړه ماران او خدمتګاران ښه پیژندلي وي، نور باید پر تشو شعارونو ونه غولیږو، پر عمل او سپیڅلتیا باور وکړو.

موږ کورنیو او بهرنیو دښمنانو، په ګوندونو، تنظیمونو، ګروپونو، قومونو، محلونو او حتا په کلو او کورونو سره وویشلو، د نفاق او بې باوریو تخم یې زموږ تر منځ دومره په لوړه کچه وکره چې د دغو مصیبتونو نه د وتلو لار د اوس له پاره دومره ساده هم نه ده، خو زه وایم چې ساده هم کیدای شي، که چېرې هیوادوال، تېر، اوس او راتلونکی ته په زېر او خورا دقت سره پاملرنه وکړي.

څلویښت کاله مخکې موږ یو قوم یانی افغانان وو، هم مو سوله درلوده، هم مو هیواد جوړ و او هم مو ملي یووالی درلود، خو وروسته دا هر څه استعمار او بهرنیانو راکې پیدا کړل.

طالبان افغانان، د دې ټولنې یوه برخه او د اوسني وخت ځواک او یو واقعیت دی، چې هیڅوک سترګې ترې نه شي پټولی، خو هیوادوال د دوي د تیر تاریخ او اوسني د ستونزو نه ډک وضعیت خورا ناهیلی او بې باوره کړي دي.

تر هغه ځایه چې لیدل کېږي یو شمېر هیواد پلورونکی، لوټونکي، وژونکي کسان بیا هم د هیوادوالو سترګو ته خاورې شیندي د ملي مقاومت او نورو شعارونو په نامه له هیواده بهر او په هیواد کې دننه ضد فعالیتونه تر سره کوي تر څو هیواد او ولس نور هم د ستر بحران لورته ورکش کړي.

یو شمېرنور هیوادوال چې ملي او هیواد پاله روحیه لرونکي کسان دې هم د هیواد دننه او هم له هیواده د باندې د طالبانو د تیرو کړنو او اوسني بحران، او همدا ډول د دوي د یوې نامعلومی ستراتیژۍ له امله په دوه لارې کې قرار لري، نه کوم بل داسې الترناتیو لری، چې له طالبانو نه بهتر وي او نه پر طالبانو ډېر حساب کولای شي.

بل اغیزلرونکی فکتور نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه دې چې د هیواد د بحران په ختمولو کې مرسته کولای شي، مګر په نړیواله ټولنه کې هم ځینې داسې هیوادونه د ځینو ګاونډیو په ګډون شته چې د هیواد له کورنیو دښمنانو سره خپلو مغرضانه مرستو او لاسوهنو ته دوام ورکوي، خو ځینې نور بیا په دې فکر کې دې چې ټول شموله حکومت، نړیوال تعملات، د ښځو ازادي او یو شمېر نور دموکراتیک ارزښتونه طالبان باید عملي کړي تر څو یې نړیوال په رسمیت وپیژني.

وروستئ ډېر اساسي او عمده فکتور خپله طالبان دي، چې دوي باید د هیواد د لوړو ګټو په نظر کې نیولو سره داسې یوه کاري او ګټوره ستراتیژي غوره کړي، چې هم د هیوادوالو نه خپل مشروعیت تر لاسه کړي او هم د نړیوالو تعاملاتو د عملي کولو په لار کې نړیولل مشروعیت او په رسمیت پیژندنه تر لاسه کولای وشي.

د یو هیوادپال افغان په توګه په پورتنیو ټولو فکتورونو باندې غږ کوم، چې، نظام بدلونه، کمزوره کونه، اختلافاتو ته لمن وهنه د حل لار نه ده، په دې باید ټول پوه شو، چې په تیرو څلویښتو کلونو کې مو دا چاره څو ځلی تکرار کړه، مګر هیڅ ګټه مو تر لاسه نه کړه یو له بل نه مو بدتره حالت تر لاسه کړ.

راځئ دا ځل طالبان د هیواد د اوسني وخت  د یو عیني واقعیت په توګه چې سیاسي قدرت یې په لاس کې دي ومنو او په نظام کې یې د اصلاحاتو او لازمو مشورو د ورکولو له پاره یو غږ او یو اواز شو، هغه کسان چې د نظام له منځه وړل غواړي او بل الترناتیو هم نه لري باید ګوښه او خنثی یې کړو.

د دې هیلو او اړتیاوو د پوره کولو له پاره پر طالبانو غږ کوو، چې د ولس نه د مشروعیت د تر لاسه کولو بهترین فکتور لویه جرګه ده، چې د ولس ملي او په هیواد مین شخصیتونه، دیني عالمان، متخصیصین، کارپوهان،اقتصاد پوهان، استادان، ښځی او ځوانان هم له هیواده  دننه او هم له هیواده بهر نه راوغوښتل شي، په جرګه کې د اساسي قانون د تعدیلاتو او تکمیلاتو په لار کې کار وشي، له درېوو نه تر پنځوو پوري د ځواکمنو حزبونو د رسمي فعالیت قانون جوړ او له همدې جرګې نه د یو شمېر کارپوهانو او متخصیصینو نوملړ واخستل شي تر څو د مسلک او تخصص په نظر کې نیولو سره کار اهل د کار ته وسپارل شي، او د ټول شموله حکومت اصلي او واقیعي غوښتنې عملي شي.

تر هغه ځایه چې لیدل کېږي د ځينو نړیوالو استعماري هیوادونو، ګاوندیو هیوادو موخې له ټولشموله حکومت نه په نظام کې د څو تنو غلو، غاصبانو او هیواد ورانونکو چې کلونه یې هیواد د تباهئ په لور سوق کړي دي شریکول دې، مګر د لویې عنعنوي جرګې له لورې د تولو قومونو د واقعي استازو معرفي کول دغه غوښتنه په منطقي ډول عملي کولای شي. او د دښمنانو پر مخ کلکه څپیړه هم کیدلی شي.

له تېرې څلویښت کلنې نیابتی جګړې نه باید افغانانو یو څه زده کړي وي، د دغو ټولو بدبختیو اصلي لامل د بهرنیو لاسوهنې او د هغوي په لمسون د ملي یووالي نه شتون دی، ملي یووالي د یو ځواکمن نظام په موجودیت کې تر لاسه کولای شو، چې دغه ځواک د طالبانو په نظام کې لیدل کېږي، خو شرط یې همدا دی، چې طالبان هم پورتنیو حقیقتونو ته پاملرنه وکړي،  ولس ته مراجعه وکړي، له ځانځانۍ او سترو تیروتنو نه ځان وژغوري، لومړي په خپلو منځو کې اعتماد او باورمندي خپله کړي او بیا ټول هیواد وال چې د لوی افغانستان په جغرافیا کې ژوند کوي د دې هیواد د مالکانو په توګه وپیژني او په نظام کې یې شریک وګڼي.د پورتنیو اړتیاوو او غوښتنو په لارکې د طالب چارواکو عملي کار تر ټولو اغیزمن دي او د عملي کولو په صورت کې د هیواد روان بحران ته د پای ټکی ورکول هم کیدای شي.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.