افغان مهاجرین لیږد که اخراج؟

شاه ولی ارین

259

څه موده د مخه د پاکستان د مؤقت حکومت د کورنیو چارو وزیر(سرفراز بوګتي ) په خپلو خبروکې د کابو دوه میلیونو هغو افغان کډوالو چې په پاکستان کې بې له لاسوندونو ژوند کوي بيرته افغانستان ته د استولو خبرداری ورکړ او د یوې میاشتی موده یې ورته وټاکله.ټولو ته جوته ده چې د سرفراز بوګتي له دغو څرګندونو وروسته د پنجابي پولیسو له لورې د افغان کډوالو په کورونو چاپې، تشدد، رشوت، جبر، تهدید او زندانونو ته استول په ډېر ظالمانه او وحشیانه ډول پیل شول.

په دغو کډوالو کې شته ډېر داسی کسان چې هلته زیږیدلی، ځوانان شوی، هلته یې کاروبار پیل کړی، د کار وسایل او جایدادونه یې هلته تر لاسه کړي ، چې د داسی کسانو جبری ویستل مال او جایداد یې لوټ کول د بشري حقونو د نړیوالو کنوانسینونو کاملآ خلاف عمل دي.

د دغو کډوالو په جبر نیول، وهل او ټکول، زندانونو ته اچول، مال او دارائې یې چور کول په کورونو یې د شپې له خوا چاپې لګول هيڅ ډول قانوني جواز نه لري.

یو شمېرکارپوهان ددې پرېکړې لاملونه؛ د ټي‌ټي‌پي د ځپلو په موخه پر طالبانو فشار راوړل، د پاکستان ناوړه اقتصادي وضعیت له امله ترڅو د پاکستان د ټاکنو په درشل کې عامه افکار بلې خوا ته وګرزوي او همدا راز د افغان کډوالو په پلمه له نړیوالې ټولنې څخه د میلیونونه ډالرو ترلاسه کول و سیله بولي.

د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي:

«د کډوالو د ایستلو دا پرېکړه د آی اس ای ده چې د سرپرست لومړي وزیر له خوا اجرا کېږي، دا احتمال شته چې خپل یو شمېر جاسوسان او نفوذي کسان افغانستان ته ولېږي».

په ۱،۷ میلیونه کډوالو کې چې ټاکل شوې خپل هیواد ته ولیږل شي، د ښځو حقونو او د بشري حقونو یو شمېر فعالان، پخواني پوځیان او نور وګړي چې زیانمنونکي ګڼل کېږي شامل دي. دوي د طالبانو له وېرې پاکستان ته پناه وړې ده. اوس ځینو نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې، جبري ایستل د طالبانو لاس ته د ځپلو لپاره د مخالفانو تسلیمول دي.

ملګروملتونو او ډېریو نړیوالو سازمانونو له اسلام آباد څخه غوښتي چې د یخنۍ او د بشري ناورین د رامنځته کېدو له امله پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي، خو د پاکستان موقت حکومت ویلي دا یې وروستۍ پرېکړه ده.

د ټاکلي وځت په پوره کیدو سره تر زرګونو کورنۍ زياتې  په جبري توګه د چمن او تورخم له لارې هیواد ته راستانې شوي دي، چې ددغو ډېرو کورنیو یو شمېر نارینه غړي چې د پاکستان د پولیسو له لورې نیول شوي، زندانو ته استول شوي لادرکه دي.

د پاکستان د مؤقت صدراعظم انورالحق کاکړورستۍ څرګندونې د دیورند د فرضی کرښې په اړه په پښتونخوا کې د هغو ملت پاله ګوندونو، عوامي نشنل پارټیو، پې ټې ایم او طالب چارواکو ته د ګوت څنډنې معنی لری، دغه غیرمسؤلانه څر ګندونې او د افغان کډوالو سره لجوجانه او ظالمانه کړنې، کولای شې د افغانانو، او د پولې اوخوا پښتنو احساسات راوپاروی، حتمي ده چې د پنجاب واکداران به په راتلونکی کې د خپل د دغو غیر انساني او اسلامي کړونه بیه ورکوي.

حقیقت خو دادی، چې د فلسطین له بې وزلو خلکو او همدا ډول د افغان کډوالو سره جبر او ستم د دې له پاره تر سره کېږي چې دغه دواړه ولسونه يو قوي مقتدر په اقتصاد ولاړ ملي وحدت لرونکی دولت تر شاه نه لری، او نه هم له نړیوالو سره حسنه ديپلوماتیک تعاملات او مناسبت لري، همدا لامل دی  چې نه د دوي دولتونه د خپل ولس د دفاع توان  لری او نه هم  د نړیوالو د پام وړ ګرځیدلی دي.

پاکستاني چارواکي په داسې شرائطو کې د افغان کډوالو د ویستلو موضوع جدي نیولي، چې د ژمي په ساړه موسم کې هم پر افغان ولس فشار راولي او هم پر طالبانو، چې ونه شي کولای د ډېرو نورو ورپیښو ستونزو تر څنګ د کډوالو د تنظیم او خوندي کیدو په هکله لازمي مرستې تر سره کړي.

زما په اند طالبان د پنجاب د واکمنود دغه غیر انساني عمل په اړه چې په داسې حساسو شیبو کې یې د افغان کډوالو په رابطه تر سره کوي، د جبران له پاره یې څه باید په صلح امیزه توګه تر سره کړي.

۱-په ټول ځواک سره د راستنیدونکو کډوالو سره اقتصادي او معنوی لازمې مرستې، او د پاکستان په هیواد کې د دوی د پانګو،جایدادونو او حقوقو د تر لاسه کولو له پاره د ديپلوماتیکو اړیکو له لارې هلې ځلې تر سره کول.

۲-د یو پیاوړي دولت او ځواک د جوړیدو په خاطر ولس او هیواد والو نه مشروعیت په یوه ساده طریقه البته د قانوني لارې نه تر لاسه کول.

۳-هیوادوالو ته د ښځو او نارینوو په ګډون د کار او مسلکي زده کړو زمينې او شرائط برابرول، اوسني ناسم بندیزونه لغوه کول، پر خپل اقتصاد متکي او خپلواک کیدل.

۴ـ د کډوالو له پاره اساسي ځانګړي ښارګوټي د هيواد په بیلا بیلو سیمو کې جوړول او په دې هکله د نړیوالو خیریه بنسټونو مرستې جلبول.

۵- نړیوالو سره دیپلوماتیکي اړیکې او تعاملات د متقابلو ګټو او مرستو له لارې جوړول، په نظام کې مسلکي، ملی، هوډمنو او په هیواد او ولس مینو شخصیتونو ته ځای ورکول.

۶- هغه مصرفي محصولات چې له پاکستان نه هیواد ته راځي محدودول، ګمرکي محصولات یې لوړول، د افغاني صادراتو له پاره د پاکستان پرته نورې لارې پرانستل.

۷- د کنړ د سیند د اوبو نه د پاکستان د استفادې پر چارو دقیق او مسلکي فکر کول او محدودول یې.

۸- د دیورند د کرښې په هکله د اروپائې اتحادیې د مرستیال د څرګندونو او له بله پلوه د پاکستان د اوسني ستونزمن اقتصادی، ټولنیزوضعیت  نه د ګټه اخستوپه خاطر دغه موضوع نړیواله کول، ملګرو ملتونو، شورای امنیت او اسلامي کنفرانس ته د خپل حق د تر لاسه کولو غوښتنه او شکایت وړاندې کول.

۹- د دیورند د کرښې او خوا پښتنو، بلوڅو،ملتپاله ، نشنل عوامي ګوندونو، پې، ټې ایم او د پنجاب د ظالمانه سیاستونو ضد ځواکونو سره نیکې اړیکې پالل، ساتل او په دغه لار کې بنسټیز کار تر سره کول.
پورته اړتیاوي د یوه خپلواک او ځواکمن دولت خصوصیات دې، چې له بده مرغه پاکستان، تل له افغانانو سره د دوښمنۍ له امله د پورتنیو اړتیاوو د مخنیوي له پاره رزیلانه هلې ځلې تر سره کړي او تل یې د یو پیاوړي او ځواکمن دولت د جوړیدو مخنیوی کړي او کوي یې.

یو ځل بیا تاکید کوم، که طالبان په ريښتیا هیواد او هیواد والو ته ژمن وي، د پورتنیو چارو په عملي کولو سره دې، هیواد ته د خپلو نیکونو نوم بیا وګټي او د یو ازاد خپلواک هیواد د جوړیدو له پاره دي کار وکړي.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.