د حماس او اسرائیلو جګړه او د جګړې نړیو الې اغیزې

شاه ولی ارین

300

 تیر تاريخ او پيښو داسې ښودلي چې په نړۍ کې دوه هیوادونه پاکستان او اسرائیل د نړیوال استعمار د خاصو موخو د عملي کولو له پاره د نړۍ په دوه خورا مهمو او سترتیژیکوموقیعتونو کې راوزیږل، ځکه چې منځنی ختیځ او مرکزي اسیا د اقتصادي زیرمو، نفتي منابعو او سوق الجیشي موخو دوي ته خورا اهمیت درلود.

يهودو له ډېرپخوا نه دغه سېمې تر نظر لاندې درلودي. د نولسمې پيړۍ په ورستیو کې د یهودو نامتو مشر هرتزل په ۱۸۹۷ میلادي کال کې د سویس په بال ښار کې د يهودو لومړنی کنفرانس جوړ کړ، چې د کنفرانس اجندا د یهودي دسیسو عملي کول وو.

نوموړی په خپل کتاب ( يهودي دولت) کې فلسطین د وعدو ځمکه او د بني اسرائیل د انبیاؤ د بُعث ځمکه یاده کړي ده.

د همدې مفکورې پر اساس دوی د نیل څخه تر فرات پورې چې د مصر، سینأ او فلسطین بحر هم په کې راځي او همدارنګه یې د عراق غربي برخې، سوریه، لبنان، اردن او د شام ځنې دښتې هم ونیولی، ان تر دې چې خپلې جرړې یې مکې او مدينې پورې هم ورسولي.

په ۱۹۴۸ میلادی کال یهودو د عربو د بې اتفاقیو په نظر کې نیولو سره د لویو قدرتونو په ملتیا سره د اسرائیلوحکومت رامینځته کړ، چې په دې اړه دافید بن غوریون د اسرائیلو د دولت لومړي وزیر داسې وویل:

« بیشکه چې صهیونیزم نن ورځ خپل هدف د همکارو قوتونو په ملاتړ ترلاسه کړ، چې هغه هم د یهودي دولت مینخته راتګ دی، تاسی باید پوه شئ  چې دا زموږ د کامیابۍ پای نه دی، بلکې نن موږ د خپل هدف په لور قدم کیښود، موږ باید په دغه لار کې ډېرې هڅې وکړو تر څو چې هغه دولت جوړ کړو کوم د پاره چې موږ د نیل څخه تر فرات پورې پلانونه سنجولي دي».

دافید بن غوریون په قول چې د اسرائیلو دولت له هغه تقسیم څخه زیادت مساحت کې قائم شو کوم چې د یهودو او عربو تر مینځ د فلسطین تقسیم تر سره شوی و، چې بلا خره د یهودو د مسلسلو لوبو په ترڅ کې اسرائیلو خپله جغرافیه نوره هم پراخه کړه ، د عربي هیوادونو په اشغال یې پیل وکړ، چې په پای کې یې د همدغو عربو په مرسته خپله واکمنۍ نوره هم پراخه کړه، تر دې چې سینآ، جولان او د فلسطین ټولو ځمکو باندې یې ګونډې ووهلې.

د پورتنیو شومو پلانونو او دسیسو په نظر کې نیولو سره په عربي نړۍ کې فلسطين داسې یوهېواد دی، چې له ډېرو لسيزو راهيسې د ازادۍ د ﻻسته راوړلو په هڅه کې يې زياتې نادودې، د نړيوالو او حتی د خپلو عربو له ﻻسه ليدلي. خو دغه ولس خپله مبارزه نه ده پرې ايښې  له داسې يو اټومي زبرځواک لکه اسرائيل، چې پر نړۍ حکومت کوي او د يهودو له رضايته پرته په امريکا کې څوک واکمنۍ ته نشي رسيدلی، ﻻس او پنجې نرموي. فلسطينيانو د ډبرو او ليندو په واسطه د اسرائيلو له پرمختللو وسلو او پوځي ځواک سره مبارزه کړې خو د تسليمۍ سر يې نه دی ټيټ کړي.

د فلسطينيانو ملي مشر ياسر عرفات د فلسطين د آزادي بښونکى سازمان په رامنځ ته کولو سره د جګړو اوسولې له لارې اسرائيل دې ته مجبور کړل چې د خبرو ميز ته ورسره کيني، د مادرید، اسلو او کمدیوید کنفرانسونه یې غوره بیلګې دي ، خو د اسرائیلو د سرغړونو له امله  یاسرعرفات ونشو کړاى چې په خپل ژوند کې یو خپلواکه فلسطيني دولت جوړ کړي.

هغه وخت چې یاسرعرفات د سولې په خبرو اخته و، فلسطینیانو څارنه کوله او په خپلو سترګو یې لیدل چې اسرائیل د امریکا او غرب د پلوي له امله په خبرو اترو کې له چل اوفریب نه کار اخلې نو ځګه د حماس د فعالیت له پاره زمینه برابریده او ډېر ژر دغه سازمان په یو قوی، ځواک د بدلیدو خواته رون وه  چې د اسرائیلو له پاره یې سردردي پیښولي شو.

حماس له جوړیدو بیا تر دغې وروستئ حملې تل ښکاره او پټې حملې ترسره کولي، خو دا ځل یې دومره یوه سنجول شوي ځواکمنه حمله تر سره کړه چې اسرائیل او پلویان یې دې ټکي ته متوجه کړل چې د ظلم استبداد او نیواک خاتمه مرګ او بربادي ده.

دلته اصلي خبره داده چې حماس خو خپل کار وکړ او پر دې هم ښه پوهیده چې د دوي د حملې وروسته به اسرائیل د خپل غـچ اخستلو له پاره به څومره بې ګناه فلسطینیان وژني او څومر سیمې په له خاورو سره برابروي.

حقیقت خو همدا دي چې دغه روانې جګړې د روس، امريکا، اروپا ،ایران، اسرائیل، چین امریکا د اقتصادي ګټو او ستراتیژیکو موخود لاسته راوړلو له پاره تر سره کیږي، خو قربانیان یې د فلسطین خاوره، فلسطینیان، افغانان او په دغو سیمو کې ځینی ګاونډي هیوادونه او ولس دي چې د تباه کیدو په حال کې دي.

جګړه دې ورکه شي، د اوسنئ جګړې منفي اغیزې به د فلسطین،غزې او یو شمېر ګاونډیو هیوادو، لکه لبنان، سوریه، مصر، سعودی عرباو همدا ډول ایران، پاکستان  اوافغانستان هم بې  له شکه له سختو ستونزو سره مخ کړي، هغه د نیکو مناسباتو پیل چې د سعودی عرب او اسرائیلو، سعودي عرب له ایران سره د جوړيد په حال کې وو، د بیرته کړکیچن کیدو احتمال یې خورا ډېر دي . همدا ډول د حزب الله ډله او د یاد شوو هیوادو یو شمېر نور وسلوال ګروپونه ممکن په مستقیم ډول او یا په پټه دغه جګړه کې برخه واخلي طبعی ده چې جګړه به اوږده شي فلسطینیان به له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان شي.

د دغې جګړې اغیزی پر افغانستان هم خپل منفی اغیزی لوبولای شې، طالبان طبعی ده چې د فلسطین له خلکو سره ممکن خواخوږي ښکاره کړي. چې دغه جګړه به له یوه لورې د افغانستان سره د نړیولو روانې مرستو کې لږوالی راولي او له بله پلوه به د اسرائیلو نړیوال پلویان د تالبانو پر ضد راوپاروي. بله منفی اغیزه د افغان هغو مهاجرو چې په غیر قانوني ډول په ایران، پاکستان او یو شمېر نورو عربي هیوادو کې اوسیږی امکانات یې شته چې د اقتصادي ستونزو او احساساتو نه یې منفي ګټه واخستل شي او دغه جګړه ګې برخه اخستو ته اړویستل شي.

زما په اند د ایران، روسیې ګټه به په دې جګړه کې دا وي، چې څومره دغه ناولي جګړه دوام کوي، په همغه اندازه به د اسرائیل، امریکا او پلویانو یې نړیوال اعتبار کمزوري شي  او د عربو او د  نړۍ د مسلمانانو او نورو صلحدوسته هیوادو د کرکې سبب وګرځې.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.