پخه خبره

شهزاده شیرین زوی

864

بهلول له ښاره په پنځلس افغانۍ د انګورو بوټى راوړ، په باغچه کې يې کېنولو، د ونې وچه خاده (څانګه) يې ورته په ځمکه کې ښخه کړه او تاک يې پرې وروخېژاوه.

تاک د ښې پالنې او څارنې له امله ډېر ژر وده وکړه او بنجخه (څانګه) يې په خپلو شنو پاڼو کې داسې وپوښله لکه کليواله پېغله، چې په شنه لوپټه کې نغښتلې ولاړه وي.

بهلول بله غټه خمبه (څانګه) هم ورته ودروله او د تاک څانګې يې پر بنجخې پورې پر زړو ټوټو داسې غوټه کړې لکه ډاکټر، چې د چا له ژوبلو ګوتو سپين سان تاو کړي.

تاک لکه نازولى ماشوم هره ورځ موټى موټى لويېده. لږه موده کې پر غټې خادې هم لکه کيږدۍ ورکوډۍ شو.

بهلول دا ځل ورته لويه څپره ووهله او تاک يې پرې ور وخېژاوه. تاک د وخت پر تېرېدو پر ټوله څپره لکه شين بخمل وغوړېده. څه موده لکه ښامار چې پر خزانه پروت وي، پروت و، خو يوه ورځ د باد توپاني څپې څپره د ټغر په شان پر ځمکې هواره کړه.

بهلول د څپرې پر ليدلو يوه شېبه سر ځوړند  نېولى و، خو له لږ ځنډ وروسته يې لستوڼي راونغاړل او د تاک په پورته کولو يې پېل وکړ. غوښتل يې تاک بېخي له څپرې رابېل کړي او دا ځل ورته ښه کلکه څپره جوړه کړي، خو تاک د (ژورې*) په شان په څپرې خوله ښخه کړې وه. د څپرې او تاک بېلول سم لکه د نوک او ورۍ بېلول و.

بهلول پر پوره پام لکه له څاروي، چې څرمن وباسي د تاک څانګې د څپرې له خادو څخه بېلې کړې او اوږه يې ترې لاندې کړه، چې له څپرې يې لږ بله خوا واړوي، خو دوه درې قدمه يې اخيستي نه ول، چې پښه يې په يو ښاخ کې ونښته او له تاک سره پر څپره ور پريوتو؛ وچ خنډ يې په لاس کې ورننوت؛ ژر راپورته شو، تاک ته يې کلکه لغته ورکړه او په غوسه يې وويل: ((بې ننګه بوټيه! ټول عمر دې د نورو پر اوږو تېر کړ، خو يوه شېبه پر خپلو پښو درېدلى نه شې، چا رښتيا ويلي:

چــــې تکيـــه د چا پر بل وي

پــه پــوکـي يـې پرځېدل وي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.