د «پېروي» ژبه

محب زغم

731

«پېروی» د ښاغلي طیب الله خان طیب د نثري لیکنو کتاب دی چې په ۲۰۲۱ کې چاپ شوی. د دې کتاب لیکنې په مختلفو ژانرونو کې دي لکه خاطره، روایت، پر شعرونو او شاعرانو تبصرې، د کتابونو معرفي او نقد، تحلیلي مقالې او نور. په دې ټولو ژانرونو کې خوږه خوندوره روانه ژبه کارېدلې ده چې تصویري بیان یې تر ټولو جوته ځانګړنه ده. همدارنګه دقیق توصیفونه (description)، طبیعي مکالمې/ ډیالوګونه، د فعلونو تنوع، طنز او مزاح، او د متلونو او محاورو مناسب کارول یې نور صفتونه دي.

ژبه په لیک کې مهم عنصر دی او هر ژانر ځان ته ژبه غواړي. خاطره، روایت، ژوندلیک، یونلیک … صمیمي ژبه غواړي، داسې لکه د کلونو ملګری دې چې بې تکلفه کیسه درته کوي او د کور کلي په ژبه درسره ګړېږي. په دې ژانرونو کې لیکوال خپل احساسات او عواطف هم شریکوي، ټوکې ټکالې او د زړه خبرې هم کوي. په دې کتاب کې یې بېلګې ډېرې دي خو دلته به یې یوه نمونه ستاسو مخې ته ږدم: «چې پام مې شو نو د چا په کور ورغلم. دېوالونه نه وو، ور نه وو. یو لوري ته دوه کوټې وې. د کوټو مخې ته کټونه پراته وو. مخامخ چوپال غوندې وو. په دا مینځ کې یوه پېغله ناسته وه. په تبخي یې ډوډۍ پخولې او خوا کښې ورته د ډوډو شکور پروت وو. زه داسې په شا غلی غلی روان شوم چې د جینۍ را ته پام نه شي، چې هغې داسې مخ راوګرزو، ما ته یې حیران وکتل، وې، څه کې؟ زما لاړې وچې شوې …»

مقاله، نقد، رساله او علمي لیکنې په اکاډمیکه ژبه لیکل کېږي. اکاډمیکه ژبه رسمي ژبه وي؛ احساساتو او عواطفو ته په کې چندانې ځای نه جوړېږي؛ مبالغه په کې نه وي؛ حقایق په خپل شکل وړاندې کېږي؛ لیکوال قاطع حکمونه او قضاوتونه نه کوي بلکې د مناسبو قیدونو په کارولو سره د خپل حکم حدود محدودي. مثلاً ښاغلی طیب په یوه مقاله کې وايي: «… د چا سره یې چې مینه وي، هغه له درانه توري ګوري. د دې کبله یې په تول او تله کښې لانجه وي او په فیصلو کښې یې هم څه نا څه د جذبو لاس وي.» دلته دغه قضاوت د «څه نا څه» په قید سره محدود شوی دی. که فرضاً دلته یې د «څه نا څه» قید نه وای راوړی، په خبره کې به یې مبالغه پیدا کېده.

د «پېروي» تر ټولو ښه صفت دا دی چې تصویري بیان لري. تصویري بیان د مخاطب حواسو ته خطاب کوي او لوستونکی چې متن لولي، څه یې سترګو ته درېږي، څه اوري، څه بویوي … یعنې په ذهن کې یې تصویرونه (images) جوړېږي نو خود به له لوستلو څخه خوند اخلي. د بیان دغه ډول نه یوازې د روایتي (Narrative) ژانرونو لپاره بلکې د معلوماتي (expository) او اقناعي (persuasive) ځېلونو لپاره هم مناسب دی.

دلته به د دې کتاب د تصویري بیان ځینې مثالونه وګورو: «د فطرت نظام په بلها پردو کې پټ دی. انساني محدود عقل په دغه نظام خورې پردې او غوټې په ورو ورو راسپړي.» نظام اسم معنی او ذهني مفهوم دي خو دلته لیکوال هغه د مادي جسم غوندې په پردو کې پټ بللی دی. همدارنګه عقل چې غیر مادي مفهوم دی، د تشخیص یا personification په مټ لاسونه موندلي دي او په دې لاسونو د فطرت پر نظام غوړېدلې پردې ورو ورو راسپړي. «د هغه خوارانو نه بیا لار ورکه شي او د پناه کېدو د پاره سوړه نه مومي.» د دې جملې په لوستو سره داسې کس د سړي سترګو ته درېږي چې د پټېدو په تکل منډې رامنډې وهي خو چې هرې خوا ته سترګې غړوي، سوړه ورته نه ښکاري. دا جمله داسې هم لیکل کېدی شي «د هغه خوارانو نه بیا لار ورکه شي او نه پوهېږي چې چېرې پټ شي.» خو په دې کې د پاسنۍ جملې خوند ځکه نشته چې تصویر نه لري.

په دې بله جمله کې د انسان ناهیلي کېدلو ته داسې تصویر جوړ شوی: «خلکو نه چې د خدای او د راتلونکي ژوند دا اسره هم واخلې او په بدل کې درسره څه بل امید هم نشته نو د دوی جولۍ خو دې خالي کړه.» په دې جمله کې بل کمال دا دی چې لوستونکي ته نېغ په نېغه خطاب کوي او له دوهم ګړي شخص په خوله ورته غږېږي. که یې داسې لیکلی وای «خلکو نه چې د خدای او راتلونکي ژوند دا اسره هم واخلي … نو د دوی جولۍ خو یې خالي کړه.» نو هغومره اثر به په کې نه و لکه په پورته جمله کې چې دی.

که ووایو چې «د نسرین ګل ډېره ځلا لري» دغه ځلا نه احساسوو خو ښاغلی طیب چې وايي «د نسرین ګل داسې پړق لري چې کله د نمر څړیکه پرې ولګي نو سترګې برېښوي.» نو سترګې برېښوونکې ځلا یې زموږ سترګو ته درېږي. بل ځای د ټولو خټکیو د خوړلو خبره داسې راباندې ویني: «وږي مجاهدین په خټکو ورغلل، چاقوان او چاړې یې وسپړدلې او په لږ ساعت کې د خټکو په ځای د پوستکو انبار پروت و.» موږ د چا د تګ څرنګوالی معمولاً په مبهمو قیدونو بیانوو مثلاً وایو چې انځرګل ډېر ورو ورو مزل کاوه یا صفیه چټکه تله دلته د مزل د سوکه‌والي یا چټکوالي پوره اندازه راته ځکه نه لګېږي چې «ورو» او «چټک» مبهم او نسبي صفتونه/ قیدونه دي؛ «ورو» معنا څومره ورو؟ خو طیب خان دا خبره په نسبتاً دقیق انداز کوي: «د ګران بابا مزل داسې وو چې دغه څو قدمه حجرې ته به هم به په دومره وخت کې رسېدو چې څو خبرې به په کې کېدی شوې.» په دې بله جمله کې بیا فکر (غیر مادي مفهوم) ته جسم ورکوي او وايي «تر ننه دغه خبره زما په فکر پورې آوېزان ده.» آوېزان شی بې ثباته وي او هره شېبه یې د خطا کېدو امکان شته او په فکر پورې آوېزان خبره هم دغسې ده چې هره لمحه یې له خولې نه د وتلو امکان وي.

توصیفونو هم د «پېروي» د ژبې په تصویري کېدو کې مرسته کړې ده. توصیف یا ډسکرپشن د مکان، زمان یا د شخص تفصیلي بیان دی. لکه دغه پراګراف چې مکان توصیفوي: «زما د پلار د دوکان مخې ته برنډه وه. د برنډې مخې ته سړک و. دا سړک زمونږ د کلي او د بر کلي برید هم و. د دې سړک نه اخوا یو لوی ډاګ و. د ډاګ هغه سر ته د بر کلي د خانانو یو بل ته مخامخ کورونه او حجرې وې چې د دې خالي میدان د کبله به د کورونو او حجرو مینځ د دوکان نه ښکارېدو.» او دغه بله جمله چې د چا فیزیکي ځانګړنې راته ښيي: «لنډه غوندې ونه، کمزوری وجود، د ماشومانو غوندې معصوم صورت.» په دې توصیف کې دوه نور کمالونه هم شته. یو دا چې د جملو فعلونه غورځول شوي او له یوې خوا یې د «و/ وه» فعل د تکرارېدو مخه یې نیولې او له بلې خوا یې ګړنۍ ژبې ته ورته کړې ده. بل کمال یې ترتیب دی. څوک چې په اول نظر وینې، اول دې یې ونې او جوثې ته پام کېږي او بیا یې مخ، سترګې، پوزه، خوله … او نور جزئیات درته ښکاري.

ولسي محاورې له تصویرونو مالامال وي او دغه تصویرونه معمولاً د کنایې، استعارې او تشبیه پیداوار دي. ښاغلي طیب په خپلو لیکنو کې پرېمانې محاورې او ځینې متلونه راوړي دي چې نثر یې ورسره ښایسته او لا تصویري شوی دی. څو نمونې یې دا دي:

• په باران پسې پټي نه شو ګرځولی.

• تر اوسه خو دلته خر، آس او ګډې بیزې ټول په یوه ډانګ شړل کېږي.

• هسې خو زما په دې خبرو ډېر غوږ نه ګرېږي.

• … نو دغه عادتي بلاګانې بیا په بسم الله نه جار وځي.

• … ملګری لکه چې په هغه ټال کې زانګي.

• حوالې خو نن سبا دومره آسان کار دی لکه غوږ ته ګوتې وړل.

• ډګرۍ خو دې ته وايي چې د دې سړي به په تنقید کې ښکرې شوې وي.

• لنډی خو نور د دې خټو نه دی.

طیب خان ځای ځای طنز او مزاح کوي چې لیکنه له وچ رسمي اندازه خلاصوي او پر لوستونکو یې اثر سیوا کوي. هغه خبرې په ذهن کې تر ډېره وخته پاتې کېږي چې عواطف دې راوپاروي او یا دې وخندوي، یا دې وژړوي، یا دې غوسه کړي … دغه جملې یې بېلګې دي: «یو سړي د بام په سر یو سپی ساتلی و چې د خوی او خصلت نه بېخي سپی و. دغه سپي به د بره نه سر ښکاره کړو او په غپلو به سر شو، زما نه یې د قافیې ردیفونو سره خوب هم تښتولی و. … دا سپی او مالک په ډېرو خویونو کې یو بل ته ورته دي.»

د فعلونو تنوع د ښه نثر بله ځانګړنه ده. ښاغلي طیب د عین مفهوم د بیانولو لپاره مختلف فعلونو کارولي/ پنځولي دي او د تکرار مخه یې نیولې ده. په لاندې بېلګو کې بولډ شویو کلمو ته مو پام غواړم:

• زه، ابوذز باچا، عمیر باچا او نور ملګري یوې خوا ته ناست وو، اعتصام باچا بل ځای ډله شوی و.

• هېڅ پرې ونه رسېدم. [د ونه پوهېدم بدیل]

• که چا به وویشتله خو جنج به روان شو، که ناکامه به شو نو مولانا صېب به د چا د لاسه ټوپک واخیستو او نښه به یې را وغورځوله.

• ناصر خان سر وړقولو. [ړقول = خوځول]

• د راشد یو غزل ستاسو ذوق ته ږدم. [وړاندې کول]

• لاره راته سمه کړه. [ښییل، ښودل]

په پښتو کې معترضه جملې خبره اوږدوي او که ډېرې شي د کلام خوند کموي. عام لیکوال ممکن څه داسې ولیکي: « ځینو ملګرو رانه غوښتنه وکړه چې هغه پېښې، چې څو ورځې وړاندې دې په تبصره کې ذکر کړې وې، پوره ولیکه.» خو ښاغلی طیب جمله لنډوي او وايي: «څه ملګرو رانه غوښتنه وکړه چې دغه څو ورځې وړاندې لیکلې تبصره کې ذکر شوې پېښې پوره ولیکه.» دلته د جملې پر لنډون سربېره، د «چې» د تکرار چاره هم شوې ده. بله بېلګه: «ستاسو په ځای کې شوې یوه واقعه رایاده شوه.» د داسې جملو مثالونه نور هم دي خو په همدې دوو بېلګو هم خبره رسېږي.

د ښاغلي طیب صاحب په نثر کې که خوبیانې ډېرې دي نو یو څو داسې وړې ستونزې هم لري. د کتاب په یو نیم ځای کې ابهام او ګونګوالی تر سترګو کېږي. مثلاً د یوه عالم هغه نظریه یې راخیستې ده چې وايي انسان په بل ځای کې هست شوی او بیا ځمکې ته استول شوی دی. دی لیکي: «د هغه ځای راښکون د زمکې د راښکون نه کمزوری و، د دې کبله انسان وزن په آسانه اوچتولی شو. په انسان کې د ملا او جوړونو درد هم د دې کبله دی.» د هغه عالم باور به دا وي چې انسان اوس د بندونو او ملا په درد ځکه اخته کېږي چې د ځمکې جاذبه قوه د هغه د اصلي استوګنځي تر جاذبې زیاته ده خو دلته سړی داسې مطلب اخلي چې ګواکې د ملا او جوړونو درد په آسانه د وزن د اچتولو د کبله دی. همدارنګه په «مرده پرست» مقاله کې ګیله کوي چې خلک یو حقدار شاعر هېر کړی دی خو د مقالې تر پایه د هغه شاعر نوم نه یادوي. د هغه شاعر له شعرونو سره بلد کسان خو به پوهېږي چې څوک یادوي خو ټول لوستونکي به یې له شعرونو سره آشنا نه وي.

بله ستونزه دا ده چې په ځینو ځایونو کې څو مختلف موضوعات په یوه پېراګراف کې راغلي دي، حال دا چې یو پېراګراف باید یوازې یوه موضوع راونغاړي. د دې ستونزې مثال د «تضمین او پېښې» مقاله کې جوت دی.

همدارنګه، د قیدونو غیر ضروري یا بې ځایه کارول هم ځای ځای لیدل کېږي. «صحبت کاکا په ډېر یقین سره وویل چې دا خبره خو ما ته ډېره د پخوا نه معلومه وه.» که له دې جملې نه «په ډېر یقین سره» وباسې، د صحبت کاکا پوخ یقین د هغه له خبرې هم څرګندېږي. په دې بله جمله کې «د بده مرغه» قید په بدل ځای کې راغلی دی: «دلته مې بیا د بده مرغه فېس بوک خلاص کړو او لومړی مې د مفتي کرتوت ولیدل.» بدمرغي خو د فېسبوک خلاصول نه وو بلکې د ځوروونکې صحنې لیدل وو نو جمله باید داسې وای «دلته مې بیا فېس بوک خلاص کړو او د بده مرغه لومړی مې د مفتي کرتوت ولیدل.» دا بله جمله «هسې خو زما په دې خبرو ډېر غوږ نه ګرېږي.» هم ورته ستونزه لري. یو نیم ځای کې له ساده قید نه هسې مرکب عبارتي قید جوړ شوی، لکه «په پوره توګه نه پوهېږم.»، حال دا چې «پوره نه پوهېږم» یې ساده او سمه بڼه ده.

په ځینو ځایونو کې ساده فعلونه هم مرکب شوي دي. «څرګندول»، «غوښتل»، «شته»، «بدلېدل» یې مثالونه دي چې ښاغلي طیب په جملو کې داسې لیکلي دي: د دې حقیقت څرګندونه کوي [څرګندوي]؛ ملګرو رانه غوښتنه وکړه [وغوښتل]؛ شتون لري [شته]؛ څه طریقو کې بدلون وکړی شو [طریقې بدلې شوې].

بله ستونزه یې د ګرامر ځینو اصولو نه مراعاتول دي. په معیاري پښتو کې فعل په تېر مهال کې داسې ګردانېږي: ما کار کاوه، هغه انار وخوړ، سړی پاڅېد … خو د ښاغلي طیب صاحب په نثر کې د لهجې په پیروي «کولو، خوړلو، پاسېدو …» راغلي دي. همدارنګه لیکنښو ته کافي پام نه دی شوی او د «چې» پر ځای «کوم چې» لیکل شوې ده.

د ښاغلي طیب الله طیب نثر واضح، روان او خوږ دی؛ تصویرونه په کې زیات دي؛ د ولسي خبرو تنده پرې ماتېږي؛ د فعلونو تنوع ته په کې پام شوی دی او که دغه ځینې وړې ستونزې هم لرې کړي نو د نثر خوند به یې لا زیات شي. د طیب صاحب په فکر او خیال دې برکت وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.