خیالي لیک، یوې مرغکۍ ته

پیر محمد کاروان

988

سلامونه مرغکۍ
مینه مینه مرغکۍ
راته کړې دې خبره
تکه سپینه مرغکۍ
څه پسته مسته نازکه
څه ورېښمینه مرغکۍ
***
وې دې پام کوه پر ځان دې
چې بیمار پسې ډېر نه شې
چې یې ړنګ په حافظه کې
له ژوندونه چې هېر نه شې
چې په مخه راځې ماته
بې دیدنه چې تېر نه شې
***
ستا خبرې مې ساتلې
د زړګي په یوه ګوټ کې
را یادېږې چې یوه شګه
راشي هم په یوه بوټ کې
چې تڼۍ هم را نه پرې شي
بیا یې ږدم په جېب د کوټ کې
***
څومره خوږ سبق دې راکړ
په شېبه شېبه مې پام وي
که وي سره که وي زرغونه
یا هم توره تر ماښام وي
ستا په خیال ماتوم تنده
ستا خوږه لپه مې جام وي

***
انځورګر دې کړمه مینې
شېبې ټولې رسمومه
د شېبو شېبو رنګونه
دا یو هم نه هېرومه
چې خپل رب ته په دعا یم
په کې تا هم یادومه
***
چې دا ستا د زړه درزا ده
که درزا مې د زړه اورم
په غلا غلا یې ترې لیکمه
یو سرود په کې زه اورم
د شېبو په لوی ګړنګ کې
ستا آواز هم له غره اورم
***
پر ورغوي مې لاس کېږده
په تڼاکو کې مې زړه دی
که زرغون که ګلابي دی
او که تور لکه رانجه دی
تېر د وینو له سرحده
بس په تا پسې اوبه دی
***
مرغکۍ پر مټ مې کېنه
راته سل سروده وایه
په کې دواړه به غځېږو
له هر تار و پوده وایه
د نغمو تږي مین ته
دنغمو له روده وایه
***
مرغکۍ په مخ دې ښه شه
بیا دې هم کوم پوښتنه
ستا دردونه تري تم شه
راته موسکه شې روغمنه
شکر شکر چې نغمې دې
را رسېږي تر وطنه
***
زه هم ښه یمه لګیا یم
لېونی لېونی ګرځم
په مړوند د زمانې کې
شرنګېدلی بنګړی ګرځم
په ورو، ورو به ستا په مینه
ستا د ګوتې غمی ګرځم
***
امر نه دی که دې وس وي
ستا موسکا مې لږ په کار ده
څه بې کیفه اندېښنه مې
پر دې زړه باندې را بار ده
ستا موسکا خو درمانګره
د خوږمنو د دیار ده
***
د مرغۍ په لاس یې ورکړه
چې تر ما به را رسېږي
په آسمان وي که په ځمکه
په هوا به رارسېږي
چې پیرزو دي له زړګي وي
خامخا به رارسېږي
***
اوس ورځه په مخ دې ښه شه
ښکلوم دې مرغکۍ مې
راته موسکه موسکه اوسې
اخ بیمارې دنیاګۍ مې
د کاروان د شعر الهامه
ماشومتوب مې ناوکۍ مې

۲۱ قوس ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.