د بې وزله افغانانو پر ځای باید له عربستان غرامت واخیستل شي

500

امریکايي وګړي: د بېوزله افغانانو پر ځای باید له عربستان غرامت واخلو.

د سپټمبر د پېښې قربانیانو کورنۍ وایي افغانان پخپله د ترهګرۍ قرباني دي. ددغه کورنیو ځینو استازو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی د افغانستان پر خلکو مستقیمه ادعا نه لري نو د بايډن حکومت ته په کار نه ده چې د ملکي افغانانو په شتمنیو کې تصرف وکړي. دوی وایي افغانستان په خپله په تېرو شلو کلونو کې د ترهګرۍ قرباني دی او ددې جدي اړتیا ده چې له دوی سره مرستې وشي. د قربانیانو کورنۍ نیوکه کوي، چې د پېښې اصلي مسوولین چې عربان دي امریکایي حکومت ورسره دوستانه اړیکې پالي، خو برعکس د بېوزله افغانانو پر وړاندې بیا داسې غیر عادلانه اقدام کوي او شتمنۍ یې وېشي. بلخوا تر دې دمه لا امریکايي محکمې د بایډن د هغه فرمان په اړه پرېکړه نه ده کړې چې د افغانانو اووه میلیارده ډالر شتمني یې په دوو برخو ووېشله. د بایډن دا پرېکړه هره ورځ له نوو توندو غبرګونونو سره مخ کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.